(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو دې د خېبر پښتونخوا تعليمي، اداري او عدالتي ژبه وګرځولې شي

[04.Jun.2010 - 10:01] پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ پښتو دې د خېبر پښتونخوا تعليمي، اداري او عدالتي ژبه وګرځولې شي د پښتونخوا نړيوال ادبي غورزنګ د عوامي رابطې په لړ کښې يوه درنه غونډه د غورځنګ د مرکزي صدر علامه وصال محمد وصال په مشرۍ د خېبر پښتونخوا په رسالپور سيمه کښې جوړه شوه په غونډه کښې له پښتو ادب او ثقافت سره تعلق لرونکو او مخورو پښتنو مشرانو په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړ. غونډې ته د غورځنګ له صدر علامه وصال محمد وصال نه علاوه مولانا امتياز، ملک اکبر خان، محمد نواز خان، رامبېل خان، نوار دوست او نورو وېنا والو په خپلو وېناؤ کښې د پښتونخوا نړيوال غورځنګ په بنياد اېښودو باندې د خپلې خوشحالۍ په څرګندولو سره دا اقدام د موجوده دور يوه اهمه فېصله وبلله او د دې تنظيم تر سيوري لاندې له ادبي او ثقافتي لحاظه د پښتنو د ترقۍ او پرمختګ لپاره د هلو ځلو کولو ژمنه يې وکړه. وېنا والو د خېبر پښتونخوا او د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل چې پښتو ژبه دې چې يوه کامله او له هر لحاظه په تول پوره ژبه ده د پښتنو د دې اکثريتي صوبې تعليمي، اداري او عدالتي ژبه وګرځوي. دوي دا خبره په ګوته کړه چې هيڅ يو قوم بې له خپلې مورنۍ ژبې نه په بله ژبه کښې ترقي نۀ شي کولې. او د پښتو غوندې تاريخي او بشپړه ژبه دا استطاعت لري چې د يو قوم رسمي او سرکاري ژبه وګرځي. وېنا والو د پښتو په نامه د ځينو رېډيوئي او ټيلي ويژني چېنلونو له چلوونکو نه هم غوښتنه وکړه چې له دغو رسنيو څخه دې پښتو په صحيح او سوچه شکل کښې اجرا کوي او د انګرېزۍ او يا بلې ژبې له تسلط نه دې دا خوږه او خپلواکه ژبه ازاده کړي. ځکه چې د نورو ژبو بې ځايه ګډوالے پښتو ژبې ته سخت زيان رسوي. چشمان موسی خېل د رابطې لپاره: پته: ورکشاپ روډ، جمرود روډ پوسټ بکس نمبر 346پېښور ( خېبرپښتونخوا ) فون: 091- 7114566، موبائل: 03219779388 ،03028819981، 03459047584 برېښناليک: [email protected] وېپاڼه: pukhtoonkhwa.blogfa.com - موسی خېل
بېرته شاته