(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبي بهير د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم...

[07.Jun.2010 - 11:21]
افغان ادبي بهير د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ژوند او سيرت په اړه ځانگړې غونډه وکړه
پېښور : د افغان ادبي بهير پېښور دا ځل په خپله اوونيزه غونډه کې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په سيرت او ژوند خبرې وکړې. په همدې اړه ځانگړې غونډه رابللې وه، چې مشري يې د تکل ادبي ټولنې مشر سيد راج جهان هلال کوله. مشران مېلمانه يې سفير الله ناشاد، عزيز الله بل او مولوي ميرويس ټاکل شوي وو. د غونډې
پرانسته د تحسين الله تحسين لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو وشوه. د وياندوۍ چارې محمد عارف همدرد ساپي ترسره کړې. د بهير مشر زاهدي احمدزي پرانستې وينا وکړه. او د حضرت محمد (ص) د ژوند په بېلا بېلو اړخونو يې رڼا واچوله. او په دې اړه يې د يهودانو او نصارا دسيسې او پلمې په گوته کړې او د حضرت محمد (ص) هغه خيالي تصويرونه يې وغندل چې د لويديځ والو په ځينو رسنيو کې خپاره شوي وو او په ترڅ کې
يې وړانديز وکړ، چې ملگري ملتونه او نړيواله ټولنه دې يو داسې قانون جوړ کړي، چې له مخې د آسماني دينونو سپکوونکي مجازات شي. دا چې د حضرت محمد (ص) سپکاوى څو ځله شوى افغان ادبي بهير يې په کلکه غندي او که سپکوونکي د دې کړنو څخه منع ه شي نو مسلمانان هرې قربانۍ ته چمتو دي. غونډې ته مولوي سميع الله، تحسين الله تحسين، احمد شاه پوپلزى، د افغانستان اسلامي فرهنگي مرکز مشر محمد حسن اسلامي، محمد ظاهر الاثري او نورو خبرې وکړې او د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په سيرت او ژوند يې رڼا واچوله او د بهير د مشر هغه وينا يې وستايله، چې نړيوال دې د آسماني دينونو د سپکوونکو خلاف دې يو قانون ومني، چې سرغړوونکو ته سزا
ورکړي. په غونډه کې آزاده مشاعره هم وشوه چې شاعرانو په کې خپل شعرونه وړاندې کړل. په دغه ادبي او فرهنگي غونډه کې پوهنمل زاهدي احمدزى، محمد عارف همدرد، نصرت الله دوديال، الفت سيال، حفيظ الله شينوارى، فضل مولا توره کى، استاد الف خان مدد خېل، نصرالله، فضل قادر انډيوال، تحسين الله تحسين، محمد اياز جانباز، مير عالم نويد، سيف الله غريب يار، زړور، عبدالمناف، سيدعدنان زاهد، عبدالمسور، محمد آصف، محمد ميرويس، ياسين الله، محمد اسحال مزمل، سردار نبي شجاع ځاځى، عبدالحق عمري، محمد اياز شينوارى، سفير الله ناشاد،
جمال الدين، شاداب صالحي، عزيز الرحمن بل، سيد راجهان هلال، روزي خان رضا، مطيع الله شهزاد، مدثر همراز، مولوى سميع الله، عبدالمؤمن حقيار، زبير احمد، استاد امداد الحق همدرد، الحاج احمد شاه پوپلزى، استاد محسن صديقي، سميع الحق علي خېل، الله محمد مخلص، عبدالقدير احمدزى، شمس السلام، عصمت الله سيلاب، عبدالوهاب بلال، فضل الربي گران، احمديار، محمد حسن اسلامي، عبدالظاهر اثري، ډاکټر سيف الرحمن، صبغت الله او شيرين آغا احمديار گډون درلود او پرېکړه وشوه، چې راتلونکې اوونۍ ته به د گلالۍ طوطا خېل غزل چې له فرانسې څخه يې رالېږلى د کره کتنې لپاره وړاندې شي. غونډه د عبدالظاهر اثري په دعا پاى ته ورسېده . عبدالحق عمري د افغان ادبي بهير پېښور د رسنيو مشر [email protected] عبدالحق عمري
بېرته شاته