(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

[17.Jun.2010 - 00:24]
Pashtoons Social Democtatic Party (PSDP)د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی ،دلری اوبری پښتونخوا د پښتنو ګډ سنګر دی د ۲۰۱۰ع کال دجون په ۱۲مه نیټه دفرانکفورت څانګي په کوربه توب د فرانکفورت په ښار کی د« پــښـــتـونـخـــــــوا جــشــن» جوړکړ. پدی جشني غونډه کې اروپا میشتودهيواد والو، پوهانو، سیاسي ، ټولنیزو او ولسي سړیتوبونو ، شاعرانو، لیکوالانو،میرمنو، تنکیو ځوانانو ، پیغلو او د پښتونخوا په سلګونو مینه والو او د ای ار وائی ، پي ټي وي او نورو خبري رسنیو استازو ګډون کړی ؤ. دغه راز د عوامی نیشنل ګوند مشر او د ریلوی مرکزی وزیر ښاغلی حاجی غلام احمد بلور د غونډي ځانګړي مشر میلمه ؤ.
د ګوند د مشرانو دجرکي غړي ښاغلي سید عليشاه، له خوا دغونډی ګډونوالو ته د هرکلي وویلو وروسته ښاغلي محمد صادق خان د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره غونډه پرانستله.
د غونډي د سټیج چاري د ګوند خپرونو د چارو مشر ښاغلي عزیز سرشار له خوا پر مخ بیول کیدي.
غونډه د ماښام په اووه بجو د پښتنو په ملي ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره پیل شوه. ورپسي د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د فرانکفورت د څانګي په استازیتوب د غونډي ګډونوالو ته هرکلی او ستړي مه شي وویله، لدي وروسته د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود دګوند په سیاسي مبارزه او د پښتونخوا په تاریخ او د سیمي په روانو کړکیچنو حالاتو هر اړخیزه رڼا واچوله او له ښاغلي حاجی غلام احمد بلور څخه ئی مننه وکړه چی زمونږ سره د پښتونخوا جشن په خوشالئ کی ګډون وکړ.
ورپسی د ګوند د کورنیو چارومشر ښاغلي مبارز څاپی خپله ارزښتناکه لیکنه ګډونوالو ته واوروله. دغه رازد ګوند دوییم مرستیال ښاغلي نصیر خان د ستر پښتون محمد ګل خان بابا ارزښتناک او مانا لرونکي افکار ګډونوالو سره شریک کړل، او د ګوند جنرال سیکرټري ښاغلي نصیر ستوری د ګوند نوی ټاکل شوی مشرتابه ،چی ټاکني ئی په ۲۹ مئ ۲۰۱۰ پای ته رسیدلي وي حاضرینو ته وروپیژندله، لدی وروسته د ګوند د ښځو او د ټولنیزو چارو مشري میرمن خاپیرئ شینواری په خپله وینا کی په پښتنو میرمنو او پیغلو غږ وکړ چی
د پښتو او پښتونولئ په لاره کی دی خپلي هلي ځلي لا ګړندئ کړي او پدی لاره کی دی د خپلو میړونو، او اولادونو پوره پوره ملاتړ وکړي. ورپسي د سایل صیب شعر (خوښ د پښتونخوا په میږتون یمه پښتون یمه) په ځانګړي او په زړه پوري انداز سره د یو ی ډلي ځوانانو له خوا وویل شو، چی غونډي ته ئی زیاته ښکلا ورکړه.
ورپسی ددی غونډي ځانګړي میلمه ښاغلی حاجی غلام احمد بلورچی له پښتونخوا څخه د پښتونخوا جشن کی د ګډون لپاره راغلي ؤ ګډونوالو ته وینا وکړه اود پښتونخوا د نوم د لاسته راوړلو، د پښتنو او د سیمی په اوسنیو کړکیچنو حالاتو او په ځانګړی توګه د کوزی پښتونخوا په روانه غمیزه ئی رڼا واچوله .
لدی وروسته دپښتونخوا دجشن په مناسبت لنډه او په زړه پوري مشاعره وشوه چی دپیغلي ډیوه سنګین وردګ له خوا پدي شعر سره پیل شوه«د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده*** په کابل او پیښور کی افغان یو دی» د مشاعري په لړ کی ، ښاغلي مطیع الله روفي،ښاغلي نسیم ستوري، میرمن اوګئ باوري، ښاغلي وسیم لایق، ښاغلي عبدالطیف اپریدی، ښاغلي ببرک دقیق شفیق ، ښاغلي ګل عزیز باوري، ښاغلي استاد بصیر احمد اصف، ښاغلي عزیز افسوس ، ښاغلي عبدالولي برهان، ښاغلي خیبر مومند، ښاغلي پيښوري شینواري . ښاغلي محمد اسحاق، ښاغلي ایوب خان، ښاغلي محمد داؤد هلمند او ښاغلي بسم الله خان سنګین ځدران په ښکلی انداز کی شعرونه واورول .
ورپسی د غونډی د ټنګ ټکور جشني برخه پیل شوه چی ، د هیوادنامتو او خوږ غږو سندرغاړو، ښاغلی انجنئیر عبدالطیف راهي او ښاغلی نادر صدیقي ښکلی ښکلي ملی سندری وویلی چی د ګډؤونوالو د خوښئ سبب وګرزید
غونډه په ملي اتڼونو سره د شپی په دوه نیموبجو پای ته ورسیده او د غونډی د تخنیکي همکارانو ښاغلی نسیم ستوری او ښاغلی عبدالولي برهان څخه مننه وشوه.
دغه راز غونډ ته د هیواد له دننه او بهر څخه د ځني سیاسي ګوندونو او کولتوري ټولنو او سازمانونو د مبارکئ پیغامونه رارسیدلي ؤ چی وخت د کمئ له امله ونه ویل شول، د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له دغو ټولو څخه د زړه له کومی مننه کوی
یادونه: د غونډی د انځورونو البوم د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ Pashtoonkhwa Jeshan Photos دغونډی ویډیو به وروسته پر لیکه شی،د ویډیو د لنډیز د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ په درناوی د ويډیو لیدلو او اوریدلو لپاره دلته ټک ورکړئ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته