(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې خبرتیا

[19.Jun.2010 - 22:27] ۱۹ــ۰۶ــ۲۰۱۰ دجرمني په مونشن ښارکې دکولتوري ټولنولوی مرکز ( Eine Welt Haus) خپله لسمه کلیزه لمانځي زموږ کولتوري ټولنه له افغاني کولتوري ټولنو څخه یوازینۍ کولتوري ټولنه ده چې دنوموړي کولتوري لوی مرکز دغړیتوب ویاړ لري ځکه خودې لمانځنې ته وربلل شوي یو، له همدې کبله موږ دخپلې کولتوري ټولنې ټولو په تېره بیاهغودرنوغړو ته خبر او بلنه ورکووکوم چې په کار اوغریبي پسې د بایرن له آیالت څخه نورولرې پرتو سیمولکه فرانکفورت، همبورګ او نوروځایونو ته تللي دي دیادې لسیزې لمانځنه په ۲۳ـ۰۶ـ۲۰۱۰زېږدیزکال ترسره کیږي په دې ورځ له ټولوبهرنیو کولتوري ټولنوڅخه صرف محدود شمېر کسان رابلل شوي خو دکولتوري ټولنو د لوی مرکز ( Eine Welt Haus) دلسمې کلیزي جشني مېله د۲۰۱۰ زېږدیز کال دجولای په دریمه نېټه ترسره کیږي موږ خپل ګڼ شمېر ملګري دجولای دریمې نېټې ته رابولو دامېله به له تالار څخه بهر په آزاده فضأ کې وي د رباب او کباب بند او بس هم شوی دی ځکه له خپلو ټولو ملګرو څخه هیله کوو چې مخکې له مخکې موږ ته له خپل راتګ څخه ډاډ راکړي ترڅو داړتیا په اندازه خوراکي توکي ورته برابر شي . دتیلیفون شمېره : ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ ایمیل پته : [email protected] دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنـــــــه - بسمل
بېرته شاته