(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د استاد خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل شو

[26.Jun.2010 - 14:27] د استاد محمد ابراهيم خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل سوه نيټه: ٤-٤-١٣٨٩/٢٤-٦-٢٠١٠ کابل - افغانستان د کابل په دولسمه ناحیه (احمدشاه بابا مینه) کې د استاد محمدابراهیم خواخوږی په نامه یو منځنی ښوونځی پرانیستل سوه.
دغه ښوونځی د افغانستان دپوهنې وزارت لخوا څو کاله د مخه جوړ سوی وه او تر دې وړاندې د (اووم بلاک) ښوونځي په نامه یادیده، چې په دې وروستیو کې یې نوم دیوه کمېسیون په ترځ کې د پوهنې وزارت لخوا د (استاد محمد ابراهیم خواخوږی) په نامه واړول سوه. د ښوونځی د نومونې په پرانیست غونډه کې د احمدشاه بابا مېنې د پوهنې اړوندانو، د ناحیې لوړپوړو چارواکو، دسیمې مخورو، دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولنې غړو، د ښوونځي زده کوونکو، فرهنګیانو او نورو مینه والو برخه اخیستې وه
. په غونډه کې بیلابیلو کسانو خبرې وکړې او زده کوونکو پکښې ترانې او شعرونه وویل. د غونډې په پیل کې د احمدشاه بابا مېنې د پوهنې امر ښاغلي جلالي د پوهنې وزارت لخوا دغه ښوونځی د استاد خواخوږی په نامه نومول، پر ځای ګام وباله او ارواښاد یې د یادونې او ستاینې وړ شخصیت وګاڼه. د همدې ښوونځي مدیر ښاغلي خورشید د ښوونځي په اړه وویل چې دغلته کابو ۱۴۹۳ زده کوونکي په لوست بوخت دي، چې په ۲۸ بیلابیلو ټولګيو ویشل سویدي.
ده په دغه ښوونځي کې د ځینو ستونزو له لاسه سر ټکاوه او د خواخوږی ادبی او کلتوري ټولنې له مشرتابه څخه یې هیله وکړه چې په حل کې یې ورسره ګډې هلې ځلې وکړي. ښاغلی خورشید د ښوونځي د انګړ د دیوال، فرنیچر، لابراتوار، لوبغالي نشتوالی او د ښوونځي د ودانۍ په بې کیفیته ډول جوړېدل مهمې ستونزې وګڼلې.
د سیمې یو تن وکیل ښاغلي اعظم هم د خواخوږی ادبی او کلتوري ټولنې له مشرتابه څخه وغوښتل چې د ښوونځي د انګړ او ادارې په جوړښت کې ورسره بشپړه مرسته وکړي. د غونډې په پای کې د خواخوږی ادبی او کلتوري ټولنې مشر الحاج غرزي خواخوږی د سیمې د اوسیدونکو او سیمه ییزو چارواکو د غوښتنو په ځواب کې وویل چې د ټولنې لخوا به ددغه ښوونځي د انګړ د جوړښت او ادارې لپاره
د فرنیچر په برخه او دغلته د زده کوونکو لپاره د کمپیوټر د زده کړې زمینه برابره کړي. غونډه کې زده کوونکیو ته کتابچې، قلمونو، کتابونه او مجلې هم ورکړل شوې. نوموړې غونډه په دعایه او وروسته د سهارنۍ په خوړنه پای ته ورسېده. Gharanai Khwakhuzhi Head of Media Section and Foreign Relations Khwakhuzhi Literary and Cultural Association Cell: 0093 700 197765 235, Shar-e-Now Kabul - Afghanista- غرزی خواخوږی
بېرته شاته