(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلامیه

[08.Jul.2010 - 21:54] د پوهنې وزارت هغه شمیر کاندیدانو ته چې په ۱۳۸۶، ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي او د پاکستان په هیواد کې یې د لوړو زده کړو د بشپړولو د تحصیلي بورسونو لپاره دکابل په معارف شهر کې ثبت نام کړی دی خبر ورکوي چې د یاد شوو بورسونو د سیالۍ د آزموینې لپاره د شمولیت کارت د لاسته راوړلو په منظور د پنجشنبې او شنبې په ورځو کې چې د روان کال د چنګاښ د میاشتې د ۱۷ او ۱۹ نیټې سره برابره ده د لوړو زده کړو د وزارت د امتحاناتو کمیټې ته مراجعه وکړي. څرنګه چې وخت کم دی نو له ټولو محترمو رسنیو څخه په ډیره احترامانه توګه هیله کیږي چې دغه خبر د خپلو بیړنیو خبرونو په ردیف کې راولي او زموږ ګران هیوادوال له دغې مهمې اطلاعیې څخه خبر کړي. په درناوي ګل آغا احمدي د پوهنې د وزارت ویاند Islamic Republic of Afghanistan Ministry of Education دافغانستان اسلامي جمهوريت د پوهني وزارت - ګل آغا احمدي
بېرته شاته