(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یکه غونډ ځانمرګی برید کی د شهیدانو شمیره ۱۱۰ ته ورسیده

[10.Jul.2010 - 13:27] مومندايجنسي : ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ۱۱۰ؤ ته رسيدلې ده په مومند ايجنسۍ کې تيره ورځ ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ۱۱۰ؤ ته رسيدلې ده اوپه لسگونو ژوبل کسان اوس هم په بيلا بيلو روغتونونو کې تر علاج لاندې دي چې پکې دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي ا و له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده. د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو کې هغه وويل 120 ژوبل کسان دعلاج لپاره بيلا بيلو هسپتالونو ته رسول شوي دي او دهغوي څخه 10 په مرگوني حالت کې دي. چارواکي وائي دمومند ايجنسۍ په يکه غنډ تحصيل کې دځانمرگي بريدونو ترسره کيدو وروسته نن په دوهمه ورځ هم امدادي هلې ځلې روانې دي او دړنگو شوؤ لسگونو دوکانونو او کورونو دملبې لرې کولو کار روان دى. په مومند ايجنسۍ کې دطالبانو وياند اکرام الله تيره ورځ ميډيا سره په خبرو کې وئيلي ؤ دغه بريدونه طالبانو کړي وؤ او پکې دوؤ ځانمرگي بريدکوونکو برخه اخستې وه. ديکه غنډ تحصيل مرستيال پوليټيکل ايجنټ رسول خان وائس اف امريکا ته وئيلي دي دغه بريد دهغه ددفتر څخه بهر ترسره شوى ؤ او په دغه مهال هلته دمقامي امن کميټۍ يوه غونډه هم روانه وه. دغه بريد دپوليټيکل انتظاميې ددفتر څخه بهر په هاغو راټولو شوؤ کسانو ترسره شوى ؤ چې دخپلو ستونزو دهواري لپاره دغلته راټول شوي وؤ. دچاؤدنې له امله خواؤشا ودانيو، دوکانونو، گاډو او نزدې ديوې وړې بندي خانې ودانۍ ته زيان رسيدلى دى. رسول خان وائي په تحصيل دفتر کې 30 قيديان دځانمرگي بريد وروستو داړي گړي جوړيدو له امله په تيښته کې بريالي شوي وؤ اوسرچينې وائي په تښتيدلو بنديانو کې څلور طالبان هم شامل وؤ. دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس وائس اف امريکا ته وئيلي دي دمومند ايجنسۍ خواؤشا 80 فيصده برخې دترهه گرو څخه پاکې کړل شوي خو دافغانستان له لوري دپولې پورې غاړې په پاکستاني سيمو کې دتندلارو بريدونه دپاکستاني پوځ لپاره دفکر يوه گړۍ ده. څيړونکي وائي په کال 2010ء کې دپاکستان دننه ترسره شوى دغه تر ټولو ستر ځانمرگى بريد ؤ چې پکې په دومره لويه پيمانه پکې اولسي خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دډیوه راډیو خبر- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته