(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملت پاله بلوڅ مشرحبيب جالب ووژل شو

[14.Jul.2010 - 12:28] کوټه :د قام پرست سياسي گوند بلوچستان نيشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر او پخوانى سينيټر حبيب جالب دشورو په ورځ سحر مهال نامعلومو کسانو په ډزو سره وژلى دى(چارشنبی) د کوټې ډي ائي جي (پولیسو مشر) حامد شکيل خبريالانو ته دپيښې دجزئياتو بيانولو په وخت وويل په موټر سائيکل سورو وسله والو حبيب جالب باندې هاغه وخت ډزې وکړې کله چې هغه دکوټې دپرکاني اباد په سيمه کې دخپل ورور ددوکان مخې ته ناست ؤ او اخبار يې لوستلو. دحبيب جالب دمرگ دخبر اوريدو سره سم دبي اين پي پاريدلو کارکوونکو دکوټې په شمول دبلوچستان په بيلا بيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شروع کړي دي. دپيښې څخه وروستو په کوټه کې کاروباري مرکزونه تړل شوي. دبلوچستان نيشنل پارټۍ له لوري ددغه پيښې په ضد په صوبه کې ددريوؤ ورځو دهړتال او د40ؤ ورځو دماتم اعلان شوى دى. په صوبائي دارالحکومت کې په جناح روډ موقعيت لرونکي دوکانونه تړل شوي او دسرياب په سيمه کې په ځينو دوکانونو دمظاهرينو لخوا کاڼي ورول شوي. مقامي انتظاميې دبلوچستان يونيورسټۍ او کوټې ښار ټولې تعليمي ادارې ددريوؤ ورځو لپاره تړلي دي. په کوټه کې دامن وامان دوضعيت کنټرول کولو لپاره پوليس او دايف سي ځواکونه گمارل شوي خو ددې باجود په ناؤشکي سيمه کې پاريدلو مظاهرينو يو حکومتي ميلمستون ته اور اچولى دى. حبيب جالب دبلوچ اسټوډنټس ارگنائزيشن چئيرمين هم پاتې شوى ؤ او دپاکستان دپخواني صدر جنرال ضياء الحق دحکومت په مهال هغه افغانستان ته تللى ؤ او دغلته دلس کلنې جلاوطنۍ څخه وروسته په کال 1994ء کې بيرته بلوچستان ته راغلى ؤ. هغه دبلوچستان څخه سينيټر هم منتخب شوى ؤ. په بلوچستان کې دورکو شوؤ کسانو راخوشې کولو او دپوځي عملياتو په ضد حبيب جالب زيات فعاله ؤ. يوه اوونۍ وړاندې په خضدار سيمه کې دبلوچستان نيشنل پارټۍ ائتلافي تنظيم بلوچ سټوډنټس ارگنائزيشن مرکزي مرستيال صدر حميد بلوچ او دهغه څخه وروستو دتربت پخوانى ناظم مير مولا بخش دشتي هم نامعلومو کسانو وژلي وؤ. په قدرتي وسيلو ُپرمعمور دپاکستان په جنوب لويديز بلوچستان صوبه کې دسرکاري او شخصي ادارو سره تړلي خلک اکثره دهدفي وژنو دپيښو ښکار کيږي. په دغو بريدونو کې دوژل شوؤ زياترو کسانو تعلق دپاکستان دنورو برخو سره دى چې دروزگار او ملازمتونو لپاره په بلوچستان کې ميشته دي. چارواکي ادعا کوي چې دوژنو په دغو پيښو کې قوم پرست بلوچ عسکري تنظيمونه ککړ دي. دحبيب جالب په گډون په نورو بلوڅ سياسي شخصياتو دبريدونو ذمه واري کوم تنظيم نۀ ده قبول کړې خو بلوڅ قوم پرست گوندونه ددغو پيښو تور په سرکاري استخباراتي ايجنسيو لگوي. ـــ ډیوه ـ- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته