(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کوټوال «د انجنيري فورمولونو قاموس» چاپ شو!

[18.Jul.2010 - 21:36] د کتابونو د چاپېدو د زیریو په لړۍ کې نن یوه علمي او څانګیز کتاب ته وار رسېږي چې د یوه تکړه ځوان لیکوال په مټ او زیار د چاپ په ګاڼه سمبال شوی. هو دغه څانګیز قاموس «انجنیر جاوید کوټوال» ژباړلی او په ډېرو برخو کې یې اړینې زیاتونې کړي دي. یاد شوی قاموس د مستقبل خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی. دغه کتاب په ۴۵۰ شاوخواپاڼو کې چاپ شوی او ښکلې رنګه پوښتۍ لري. په لومړۍ پوښتۍ یې «د انجنیري فورمولونو قاموس» لیکل شوی او د هغې لاندې یې ژباړه په انګریزي ژبه لیکل شوې ده. همدا پوښتۍ د انجنیري وسایلو په انځورونو ښکلې شوې ده. د کتاب په وروستۍ پوښتۍ کې درمل صاحب د کوټوال په اړه څو کرښې لیکلي چې د پاسه پرې د کوټوال صاحب انځور اېښودل شوی. د انجنیري څانګې پوهان دغه قاموس د برقي انجنیرۍ، سیول انجنیرۍ، میخانیک انجینرۍ، کیمیا او هوا ایستنې په برخه کې ګټور لاسوند ګڼي او زیاتوي چې د انجنیرۍ پوهنځي برسېره د اقتصاد او ساینس پوهنځي محصلین هم ترې ګټه اخیستلی شي. دا چې زه د دې برخې څانګپوه نه یم نو ځکه خپل نظر یې په منځپانګه نه شم ورکولی خو د علمي او څانګیز کتابونه چاپېدل د پښتو ژبې د بډاینې لپاره اړين بولم او د قلم له ټولو څښتنانو څخه غواړم تر څو خپل قلم د پښتو علمي-څانګیز کتابونو ته وقف کړي تر څو د پښتو ژبې د علمي پانګې لمن پرې ډکه شي. تاسو کولای شﺉ دغه قاموس د مستقبل خپرندویې ټولنې له کتابتونونو څخه ترلاسه کړﺉ، او که غواړﺉ د قاموس په اړه خپلې اړینې لارښوونې، نیوکې او وړاندیزونه له کوټوال سره شریکې کړﺉ، په لاندې برېښنالیک ورسره اړيکه ټینګه کړﺉ. [email protected] زه د یاد شوي قاموس د چاپېدو له امله خپل ګران ملګري جاوید کوټوال او ټول افغان ولس ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم او لوی څښتن څخه غواړم چې د دغه ځوان لیکوال استعداد نور هم پیاوړی شي او خپل قلم د تل لپاره د علمي څانګیزو کتابونو لپاره وقف کړي. په درنښت سیدعبدالله ولي زی Sayed Abdullah Walizai Content Associate Global Learning Portal AED-HEP 0093-777869877- سیدعبدالله ولي زی
بېرته شاته