(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مونشن ګلډبخ ښار د جامع جومات په جوړیدو کې برخه واخلۍ

[19.Jul.2010 - 21:03] د جرمني د مونش ګلدبخ په ښار کې د افغانانو د اسلامي او معلوماتي او کلتوري مرکز لخوا د جامع جومات له پاره یوه ودانۍ په څلور لکه ایورو په پور اخیستل شوې او دغه څلور لکه ایورو لاتراوسه پوره شوي نه دې او باید د دې کال تر پایه پورې په څلورو قستونو کې د هغه مالک ته ورکړل شي. د هجرت جومات چې مخکې له دې په یوه کرایی ودانۍ کې و اوس یې په پاسني مبلغ یاد شوی ځای اخیستی دی. هر مسلمان او دیندوسته افغان څخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې تر خپله وسه د خدای (ج) د کور په ابادولو کې برخه واخلي. دا په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې یواځني افغاني جومات او کلتوري مرکز دي چې د لمانځه په څنګ کې د افغانانو د فاتحو مراسم او نور دیني او کلتوري رواجونه پکې ترسره کیږي. دغه ودانۍ چې ۳۲۲۷ متر مساحت لري د ډیرو افغاني ماشومانو د اسلامي زده کړې او د ځوانانو له پاره د ځانګړو پروګرامونه کوربه هم دی. نو د خدای د کور په ابادولو او د دغه دیني مرکز سره د قرض په خلاصولو کې مرسته وکړۍ د المان بهر هېوادوال کولای شي په لاندې بانکي اکاونت خپله مرسته راولیږي د جومات د بانک شمیره په لاندې ډول ده: Islamisches Afghanisches Informations-und Kultur Zentrum Masjid Hijrat e.V Swift Code BIC: MGLSDE 33 IBAN: DE37 3105 0000 0003 2137 33 د المان دننه هیوادوال کولای شي په لاندې بانکی نومره خپلې مرستې راولیږیږی: بانکي شمیره 3213733 31050000 د بانګ نوم. SSK Moenchengladbach د ارتباطي تلیفون شمیره: مصباح الله نادر 01731611917 - مصباح الله
بېرته شاته