(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کابل او ننګرهار ترمنځ کراټې سيالۍ ترسره شوې

[20.Jul.2010 - 19:21]
د کابل او ننګرهار ترمنځ د کيوکوشېن کان کراټې دوستانه سيالۍ په پلازمېنه کابل کې ترسره شوې وړمه ورځ د غه سيالۍ د افغانستان د کيوکېشن کان کراټې سازمان ریس ښاغلی شیهان محمد سیر آزادنی په مشرۍ پای ته ورسیدې .
په دې سیالو کې يواځې د کابل او ننګرهار لوبډولو د دریو بېلابېلو عمر لرونکو لوبغاړيو چې شمېر يې اويا ۷۰ تنو ته رسېده، په دغو سياليو کې ګډون کړی وو. شیهان آزادنی وايي ، دغه سيالۍ په افغانستان کې د کيوکېشن کان کراتې د پرمختګ ، او د لوبډلو ترمنځ د ملګرتیا او پېژندګلوي په موخه جوړې شوې ، چې په نتیجه کې نوموړې سیالۍ د ننګرهار لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې . دا ډول سیالۍ نه یوازې په هیواد کې د کیوکیشن کان کراټې لوبه پیاوړی کوی ، بلکه د لوبغاړو تر منځ د تجربو د شریکیدو لار بیاموندی شي .
محمد الله صابری منګل _______________________________________ Mohammadullah Sabiri Mangal Afghanistan Chief Advisor Kyokushin-kan International -Afghanistan Phone: + 93 (0) 799 824 983- صابری منګل
بېرته شاته