(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برمنګهم : د پښتونخوا د جشن ویډیو پرلیکه شوه

[24.Jul.2010 - 21:45] دویډیو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ د ِغونډی راپور
Pashtoons Social Democtatic Party (PSDP) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ۲۰۱۰ع کال دجولای په ۴مه نیټه دانګلستان د مرکزی څانګي په کوربه توب د دانګلستان دبرمنګهم په ښار کی« پــښـــتـونـخـــــــوا جــشــن» جوړکړ. د جشن لومړئ برخه پښتنو ته د ورپیښو ستونزو او د حل لارو ته ځانګړی شوی وه. په غونډه کې له اروپا او د انګلستان له بیلابیلو لیری او نزدی ښارونو څخه میشتوهيواد والو، پوهانو، سیاسي ، ټولنیزو او ولسي سړیتوبونو ، شاعرانو، لیکوالانو او د پښتونخوا په سلګونو مینه والو او د «سیرکا ټی وی» او نورو خبری رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.
غونډه د ګوند د برطانیی (انګلستان) د مرکزی څانګی مشر ښاغلی یوسف علی له خوا ګډونوالو ته د هرکلي ویلو وروسته ښاغلي سید عطا الرحمن باچا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پرانستله. د غونډی مشري (صدارت) ښاغلی نعمت خان کاکا د ښاغلی فقیر محمد خان ، ښاغلی کاظم پښتونمل او ښاغلی وفادار په ملتیا سره کوله. د غونډي د سټیج چاري نصیر ستوری او یوسف علی خان پر مخ بیولي. غونډه د ماښام په دری بجو د یو ی ډلي ځوانانو له خواد پښتنو په قامی ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره پیل شوه. ورپسی ښاغلی یوسف علی خان د غونډی اجندا وویله، او دغونډی په جوړیدو او د پښتنو په روان کړکیچ او ستونزو ئی د نظر څرګندونه وکړه.
دغه راز دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټری نصیر ستوری د ګوند په تاریخ او د باچاخان بابا د قامی ازادئ د عدم تشدد د غورځنګ په نتیجه کی د نورو منځ ته راغلوقامپرستو ګوندونو سره په اړیکو لنډه رڼا واچواله.
ورپسی د پښتنو قامی او روحانی مشر، د پښتون قامی وحدت ستر لارښود او د عوامی نیشنل ګوند مشر ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) دغونډي ګډونوالو ته له پښتونخوا څخه د تیلیفون پر لیکه وینا وکړه اود پښتنو د قامي وحدت داحساس په رابیدارولو ئی زور واچاوه.
لدي وروسته د برټش پښتون لوی جرګي په استازیتوب ښاغلی جاوید اقبال یوسفزی، په ویسټ میډلینډ کی د میشتو افغانانو د ټولني په استازیتوب ښاغلی نورمحمد ساپی، د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د مانچستر څانګی په استازیتوب ښاغلی وکیل ذاکر حسین، د پښتون انجمن برمنګهم په استازیتوب ښاغلی اسماعیل غرنی . د پشتون لویه جرګه په استازیتوب ښاغلی شیر افضل خان بریکوټی ، د برمنګهم افغان ایسوسیشن په
استازیتوب ښاغلی انجنیئر اسدالله ، د پاک پښتون ایسوسیشن په استازیتوب ښاغلی عاقل زاده ، د احمد شاه بابا جرګی په استازیتوب ښاغلی شیر محمد احمدزی، د قادریه ټرسټ په استازیتوب ښاغلی پیر صاحبزاده محمد طیب الرحمن او په لندن او افغانستان کی د سید جمال الدین افغان د ټولنی په استازیتوب ښاغلی پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار د غونډی ګډونوالو ته ویناوی وکړي او د خپلو نظریو څرګندوني ئی وکړی.
ورپسی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال محمد شیرین ګردیوال« په پښتنو/افغانانو ورتپل شوی جګړه او د پښتنو تباهی» تر سرلیک لاندی خپله څړنیزه مقاله ګډونوالو ته واوروله. لدی وروسته ښاغلی سمندر توپان خپله وینا وکړه،او سیاسی کار پوه ښاغلی اسدالله هلالی د پښتنو او پښتونخوا په اوسنئ غمیزه د لیکلي مقالی لنډیز واوراوه.
ورپسی لنډه مشاعره وشوه چی ښاغلی منفعت مانیروال،ښاغلی یوسف علی خان، ښاغلی نسیم ستوری، ښاغلی علی محمد مجبور ، ښاغلی شفیع الله احمدزی اوښاغلی ظاهر خان احمدزی پکی شعرونه واورول.
د غه راز دګوند د مشرانو جرګي (سنټرل کمیټی) غړی ښاغلی جلیل خان دداسی غونډو جوړیدل ئی ګټور وبلل او په خپله وینا کی ئی د پښتنو په یووالی او اتفاق زور واچاوه او دغونډی مشر ښاغلی نعمت خان کاکا د پای وینا وکړه او د غونډی لومړئ برخه پای ته ورسیده .
ورپسی د غونډی د ټنګ ټکور برخه پیل شوه چی په انګلستان کی میشتو خوږ غږو سندرغاړو، هر یو دپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د انګلستان د څانګی د کولتوري چارو مشر ښاغلی وحید احمد بابو، ښاغلی اکبرجان، ښاغلی فرخ سیر،ښاغلی جاوید خان،ښاغلی شاروم اوښاغلی کشور ښکلی ښکلي ملی سندری وویلی چی ویکی، امداد حسین او ارشد ورسره د موسیقئ الات غږول د ګډؤونوالو د خوښئ سبب وګرزید. غونډه د شپی په لس نیمو بجو پای ته ورسیده . په درناوی یادونه: دغونډی ویډیو به وروسته پر لیکه شی
دنورو انځورونو البوم د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ http://picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/JESHANENGLAND د سیرکا ټیلویزیون له خوا د پښتونخوا د جشن لږه برخه دلته وګورئ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته