(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د میا افتخار حسین دځوی په مړینه دPSDP غمرازی

[24.Jul.2010 - 23:04]
25.07.2010:په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتون قام دښمنانو د پښتنو خدمتګار قامپرست مشر او د پښتونخوا داطلاعاتو سوبائی وزیر ښاغلی میا افتخار حسین ۲۷ کلن ځوی اروا ښاد میا راشد حسین په خپل کلی خان شېرګړهۍ کی په یوه غلچکی نا انساني برید کی شهید کړ. انالله و انا الیه راجعون د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPد پښتون قام د دښمنانو له خوا دعوامی نیشنل ګوند مشر ښاغلی میا افتخار حسین په بی ګناه ځوانیمرګ زوی باندی ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی برید په کلکه سره غندی. شهید میا راشد حسین ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوی او د هغوی له درنې کورنۍ ، میا افتخار حسین او عوامی نشنل ګوند سره پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی اود لوی خدای « ج » څخه ورته جمیل صبراو زغم غواړی. پښتون قام به ستاسی دا لویه قربانی تل په زړونو کی لری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند یو ځل بیا په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی اوسیاسی مشرانو پوره پوره ساتنه او ملاتړ وکړۍ په درناوی نصیر ستوری د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند جنرال سیکرټری- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته