(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعوت پښتو ټلویزیون

[26.Jul.2010 - 11:09] دعوت پښتو ټلویزیون ، لومړنئ ټلویزیونی چینل دی چې د انترنت د لارې په امتحاني بڼه خپلو پښتنو ته خپریږي، د نړۍ په هر ګوټ کې کولای شۍ خپل دا ټلویزیون وګورۍ، که کمپیوټر او انترنت ولرۍ نو دا دعوت ټلویزیون په هر ځای او هر وخت لیدلای شۍ. د دعوت اوسنۍ خپرونې په ازمیښتیز (امتحاني) ډول دي. نو د همدې امله ډیرې نیمګړتیاوې لري. او دا نیمګړتیاوې ستاسو په مرستو او همکاریو له منځه تلای شي. په راتلونکې کې به ډول ډول پروګرامونه وګورۍ. که تاسو وغواړۍ چې موږ ستاسو په خوښه او ستاسو د لاس پروګرامونه ، او ډول ډول ویدیو خپرې کړو تاسو خپله ویدیو چې اعلانونه پکې نه وي ، کوالټي یې ښه وي او لیکل پرې نه وي ، یوټوب youtube ته ښکته کړۍ او لینک یې موږ ته د بریښنالیک له لارې راولیږۍ موږ به یې ستاسو او نورو مینه والو له پاره خپره کړو. دعوت ټلویزیون یوازې او یوازې ستاسو له پاره په خوږه پښتو ژبه خپریږي. تاسو کولای شۍ چې د ټلویزیون په اړه خپل پیغامونه هم په پاسنۍ لاره موږ ته راولیږۍ او دعوت ټلویزیون به یې په ډیره مینه تاسو او د ټلویزیون لیدونکو ته خپاره کړي. موږ د خپل دې کار د دوام او ښه والي له پاره ستاسو مالی او معنوي مرستو ته خورا ضرورت لرو. په خپلې ونډې سره زموږ مرسته وکړۍ. د دعوت ټلویزیون د بریښنالیک پته: [email protected] [email protected] د ټلویزیون د لیدو له پاره پاس په Dawat TVدعوت ټلویزیون کلیک وګړۍ یانې په خپل موږک ټک ورکړۍ مننه - بزګر
بېرته شاته