(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پېښور کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د فاتحی خبرتیا

[11.Apr.2006 - 19:52] ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د کورنۍ ، او د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) مشر تابه هیئت ټولو خپلوانو او دوستانو ته خبر ورکوی چې د هیواد ملی شخصیت، نامتو پښتون سیاستوال، د پښتنو د قامی وحدت سر لښکر، څېړونکې ، لیکوال، شاعر، د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند بنسټ ایښودنکی او مشر ډاکتر کبیر ستوری فاتحه د ارواښاد د کورنۍ ، دوستانو ، سیاسی ملګرو لخواچې جنازه د 2006 ع کال د جمعی په ورځ د اپریل په اوومه نېټه په خپله پلرنی هدیره کې خاورو ته سپار شوی ده. فاتحه د روان کال د 2006 ع کال د شنبی ( خالی ) په ورځ د اپریل په 15 نېټه په پېښور کې په لاندی پته اخستل کیږی: نېټه : 15 اپریل 2006 ع کال وخت: د سهار د 9 نه تر 12 بجو پوری ځای: سپـین جماعت یونورسټی روډ پـېـښور / پښتونخوا د اړتیا په وخت کې کولای شۍ چې په لاندی لمبرو تماس ونیسئ. 3339401149 -0092 3339103409 -0092 - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته