(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا کې سيلابونوله 800 څخه زیات کسان وژلي دي

[31.Jul.2010 - 22:47]
ډیوه،۳۱/۷/۲۰۱۰ په پښتونخوا کې دبارانونو او سيلابونو له امله دوژل شوؤ کسانو شميره له اته سوو څخه اوړیدلی ده سوات کې تر ټولو زياته تباهي په بحرين، مدين، کانجو، کبل ، مينګوره او کالام کې شوې ده چې دغلته د150ؤ څخه زيات پلونه،400 کورونه او 10 سکولونه تباه شوي دي او په اغيزمنو سيمو کې دپاکستان پوځ په امدادي هلو ځلو کې بوخت دى دسيلاب امله دغلته تر دې مهاله 63 کسان مړۀ شوي او 11 ورک دي په بره دير کې دسيلاب له امله 480 کورونه،34 سکولونه،6 لويې پلونه اوبو وړي دي او د کر کیلي ځمکی ئی هم وړی دی د پښتون قامی وحدت ستر لارښود محمد افضل خان (خان لالا) ته ئی هم مالی نقصان اړولی دی، په بره درشخیله کی دخان لالا د جالی ګودر ئی هم لاهو کړی دی. د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ښاغلی ميا افتخار حسين وائي د پښتونخوا په تاريخ کې په پښتونخوا سوبه کې راغلي دغه تر ټولو بد سيلابونه او بارانونه دي اودلسو زرو څخه زيات کسان دسيلابونو له امله متاثره شوي ،3700 کورونه سيلابونو وړي دي او دبې کوره خلکو شميره هم مخ په ډیریدو ده. دپښتونخوا دسرښار پيښور، سوات او شانګلې ضلعو رابطې دملک دنورو برخو سره بيخي کټ شوي دي دسرکاري سرچينو له مخې په سوات کې دسيلاب له امله تر دې مهاله 151 اؤ شانګله کې 158 کسان مړۀ شوي دي.
په پښتونخوا کې دسيندونو دبندونو ماتيدو په وجه په زرګونو خلک بې کوره شوي او په لسګونو کلي سيلابونو وړي دي دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې يا ائي ايس پي ار ترمخه دپښتونخوا په نوښار سيمه کې دامدادي هلو ځلو لپاره کشتۍ ورکړل شوي دي. همدغه شان په بلوچستان کې تر دې مهاله 4 کسان مړۀ شوي دي چې پکې يو دنصيراباد او درې دسبي سيمې اوسيدونکي وؤ. دغه راز په پيښور کې 18، ملاکنډ کې 300،مردان کې 4، سوابۍ کې 4، کرک کې 18، هزاره بټګرام کې 42، کواټ کې 23، چارسده کې 9، نوښار کې 15 او چترال کې 5 کسان دسيلابونو په وجه مړۀ شوي دي. همدغه شان په شمالي وزيرستان کې 11، باجوړ ايجنسۍ کې 8، مومندايجنسۍ کې3، ګلګت ديامر، غذر او استور کې سيلاب او بارانونو 13 کسان مړۀ شوي دي.. دخيبرپښتونخوا ايالت داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په صوبه کې دسيلاب او بارانونو له امله د408ؤ کسانو دمړينې پخلى کړى او وئيلي يې دي چې د14ؤ زرو څخه زيات کسان ګير دي او دسيلاب راتلونکى هدف به ډيره اسماعيل خان وي. دپښتونخوا سوبې نوښار او چارسده ضلعو کې هم سيلاب سخت زيانونه اړولي دي، په سلګونو کورنۍ په اغيزمنو سيمو کې ګيرې پاتې شوي دي. دسيلابونو له امله بې کوره شوؤ په لسګونو کسانو په پير سباق ، اکوړه خټک او مغل په شمول په ګڼو ځائيونو کې په جوماتونو، سکولونو او ريلوى سټيشنو کې عارضي سرپناه ګانې جوړې کړي او په نوښار کې تګ راتګ ځنډيدلى او دمواصلاتو نظام اغيزمن شوى دى. دسوبې په بيلا بيلو سيمو کې پلونه هم باراني اوبو وړي او خلک دخوراک څښاک دڅيزونو کمي سره مخ دي په چارسده کې دديرشو څخه زيات کلي دسيلابونو له امله تباه شوي او دغلته 11 کسان مړۀ شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي. په اګره ، حسن خيل ، چلغازي بابا او دلدار ګړۍ کې په سلګونو کورنۍ ګيرې پاتې شوي او دپاکستان پوځ دچارسدې کالج ته د300ؤ څخه زيات کسان بوتللي دي
دغه راز د بری پښتونخوا دننګرهار ولایت په ځنی ولسوالیو کی سیلابونه راوتلی چی ډیر مالی او ځانی زیان ئی اړولی دی او دلومړي ځل لپاره په کونړسيندکي اوبه په دي اندازه ډيريږي دکونړ ولایت دناړۍ ولسوالۍ شاوخواسيموکي سیلابونوترشلوزيات کورونه اودپنځلسوپه شاوخواکي دوکانونه او دوه کسان له ځانه سره لاهوکړې . او ډیری زراعتي ځمکی ئی لاندی کړی دی دولتي مقاماتودسينددغاړي کورونوته خبردارې ورکړې چي ځانونه خوندي ځاي ته ورسوي Source:Deewa - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته