(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نامتو ليکوال او شاعر ډاکتر کبير ستورى په حق ورسېد

[13.Apr.2006 - 16:28] پېښور د وري ١٦مه، پژواک خبري آژانس د هېواد مشهور ليکوال او شاعر ډاکټر کبير ستوري چې تېره ورځ په المان کې په حق رسېدلى و، مړى يې سبا ته دپېښور له لارې هېواد ته راوړل کيږي . ډاکټر کبير ستوری دکونړ ولايت اوسېدونکی و، چې له ډېرې مودې راهيسې په المان کې اوسېده او تېره ورځ په دغه هېواد کې د ٤٧ کالو په عمر دزړه دناروغۍ له امله ومړ . په پېښور کې دډاکټر کبير ستوري زوى نصير خان کبير د وري په ١٦مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې دپلار د جنازې مراسم يې نن د چهارشبې په ورځ مازيګر پر څلور نيمو بجو د جرمني دکولن په ښار کې تر سره کيږي . دده په وينا، چې سباته به يې جنازه (دوري په ١٧مه) ، په کونړ کې خپلې پلرنۍ هديرې ته دلېږدولو په موخه پېښور ته راوړل شي . ډاکټر کبير ستوری چې د هېواد نامتو شاعر و، لسګونه کتابونه يې ليکلی دى . بلخوا په پېښور کې د عوامی نېشنل ګوند ګڼ مشران چې پکې بشېر بلور ، افضل خان ، فريد طوفان ، اجمل خټک او نور شامل وو، نن دپېښور په راحت اباد سيمه کې دډاکټر کبير ستوري کورته ورغلل او دده له زوى سره يې غمرازي وکړه . د عوامي نېشنل ګونديو تن مرکزى مشر افضل خان لالا پژواک خبري آژانس ته وويل چې د ډاکټر کبير ستوري مړينه د پښتنو لپاره ستره ضايعه ده او دغه تشه به تر ډېره وخته ډکه نشي . دافغانستان دولسمشر حامد کرزي دفرهنګي چارو مشاور زلمى هيواد مل هم دډاکټر کبير ستوري په مړينه دغمرازۍ څرګندونه کړې او دده مړينه يې دپښتنو او پښتو ادب لپاره ستر زيان ګڼلى دى . نوموړي پژواک خبري آژانس ته وويل چې ډاکټر ستورى دهيواد لوى اجتماعي او کولتوري شخصيت و، په المان کې يې لوړې زده کړې کړې وې او دهېواد يواځينى ارواه پوه ډاکټرو. هيواد مل زياته کړه چې ډاکتر ستوري ګڼ شمېر اجتماعي او فرهنګي کتابونه ليکلي او په المان کې يې ادبي اوکولتوري ټولنه هم جوړ کړې وه . جان الله هاشم زاده پژواک-
بېرته شاته