(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جنازي او فاتحې خبرتیا

[02.Aug.2010 - 10:42] د بهرنیو چارو د وزارت د بین المللي اړیکو د ریاست پخوانی غړی او د کابل پوهنتون د انجنیری د پوهنځۍ پخوانی استاد ریدی ژواک او د زابل ولایت د قومنو او قبایلو د ریاست پخوانې مرستیال ، پسرلی ژواک ، زامن . زرغونه ژواک عطآ د ملي راډیو او ټلویزیون پخوانۍ ژورنالیسته او ویانده ، ملالۍ احمد ژواک او نازو ژواک سربلند لوڼي . متقاعد جنرال ارکانحرب عبدالرحمن نوري ورور ، خیبر عطآ ، لیلا عطآ ، یلدا عطآ ، ارش عطآ ، رومل ژواک ، خالد امین پور ، لیلي امین پور ، میلاد سربلند ، نیلاب سربلند ، امیلا سربلند ، ، لمسیان . میرویس نوري ، همایون نوري ، فرید نوري ، داود نوري ، اجمل نوري ، ربیلا نوري ، اناهیتا نوري او اویستا نوري وریرونه . مرحوم احمد نجیب عطآ د افغانستان د پلان وزارت د بهرنیو اړیکو پخوانی ریس احمد نصیر جواد امین پور او عبدالقدوس سربلند ، زومان . ماري ژواک او انیسه رحیمي ژواک مږندي . شهناز نوري او جمیله نوري وریندار . تورنجنرال سیف الله حکیم ، ډګروال خیرالله حکیم ، ګل غټۍ کاکړ ، تور پیکي بړیڅ د لیوره اولادونه . انجنیر عبدالله کاکړ او جنرال همایون بړیڅ د لیوره زومان د مرحومي بیبي عایشې ژواک د مړني له کبله دوستانو ته خبر ورکول کیږي چي جنازه د پنجشنبې په ورځ د اګست په پنځمه نیټه د ورځي پر یولسو بجو د بینزهایم اورباخ په هدیره کښي خاورو ته سپارل کیږي . فاتحه د ښځو او نارینوو له پاره په همدی ورځ د فرانکفورت ښار د انصارو په جامع جومات کښي د ماپښین د دوو بجو څخه تر څلورو بجو پوري اخستل کیږي د هدیرې پته Bensheim-auerbach 64625 Bachgasse -friedhof د مسجد پته Wichtersbach st. 95 60386-Frankfort - AM د اړتیا پر وخت په لاندي ټلیفونونو اړیکه ټینګه کړۍ 1742 4624 004908 1768 9019 0049393- انجنیر عبدالقادر مسعود
بېرته شاته