(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښور کی ځانمرگي بريد کې د ایف سي قوماندان وژل شوی

[04.Aug.2010 - 19:01] څلورم اګست ۲۰۱۰، ډیوه خبر: پيښور کې د ايف سي یا فرنټیر کانسټیبلري د دفتر مخې ته په ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دايف سي کمانډنټ صفت غيور په گډون درې کسان مړۀ شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي. دغه خودکش حمله دصدر په سنهري مسجد روډ دايف سي ددفتر سره نزدې ماذيگر مهال هاغه وخت ترسره شوه کله چې دمليشه ځواکونو مشر صفت غيور دخپل دفتر څخه په گاډي کې راووتلو او په سړک تيريدلو. دپوليس سرچينو له مخې کله چې دصفت غيور گاډى دهغه ددفتر سره نزدې په ډينز چوک کې دټريفک دسرې باتۍ مخې ته اودريدلو نو په دغه مهال يو ځانمرگي تن خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دهغه دگاډي سره ټکر کړو. پوليس وائي په دغه پيښه کې صفت غيور او دهغه دوه ساتونکي وژل شوي دي. دځانمرگي بريد څخه وروستو په سيمه کې ولاړو گاډو باندې اور ولگيدو او نزدې ودانيو ته هم سخت زيان ورسيدو. دپيښې څخه وروستو پوليسو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې او ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي. دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال انتظاميه وائي هغوي ته تراوسه يو مړى او 10 زخميان رسول شوي دي. په دغه ځانمرگي بريد کې وژل شوى دايف سي کمانډنټ صفت غيور دپاکستان پيپلز پارټۍ شيرپاؤ ډلې دمشر افتاب احمدخان شيرپاؤ سانډو ؤ او هغه دپوليس په محکمه کې په مهمو چوکيو خدمات ترسره کړي وؤ. ددې ترڅنگ نوموړي 14 کاله داستخباراتو په څانگه کې هم ذمه وارۍ ترسره کړې وې دايف سي دکمانډنټ گمارل کيدو څخه دمخه نوموړى دپيښور سي سي پي او يا دپوليسو مشر ؤ. بايد وويل شي له دې وړاندې هم په خيبرپښتونخوا ايالت کې گڼ شمير دپوليسو لوړپوړي افسران په دغه رقم ځانمرگي بريدونو کې وژل شوي دي. دپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه ريډيو ته وويل په پيښه کې دصفت غيور په گډون درې کسان وژل شوي دي. هغه دمليشه ځواکونو وژل شوي مشر ته زرينې پيرزوئينې وړاندې کړې او وې ويل صفت غيور يو نۀ ويريدونکى پوليس افسر ؤ چې دترهه گرۍ په ضد جنگ کې يې ډاگيز کردار ترسره کړى ؤ. ميا افتخار حسين وويل ترهه گراوس دتيښتې په حال کې دي او هغوي هر هاغه بنده په نخښه کول غواړي چې ددوي په ضد جنگ کوي. نوموړي په ډاگه کړه چې دعوامي نيشنل پارټۍ حکومت به دترهه گرو په مخکې په گونډو نۀ شي او تر هغې به دغې جگړې ته دوام ورکړي ترڅو چې يې وروستى ترهه گر هم له مينځه نۀ وي وړى. بلخوا پرون د اکست په دریمه نیټه په کندهار کی دامريکا په پوځي مرکز ځانمرگي بريدونه شوي دي د کندهار ولایت وياند ځلمي ايوبي ترمخه دوؤ ځانمرگي بريد کوونکو پخپلو ځانونو پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته دپوځي اډې دسرحد سره دخپلو نورو ملگرو لپاره دلارې پاکولو په غرض چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو. هغه وويل دهغوي څخه دوؤ ځانمرگي کسانو ځانونه والوځول او 4 نور په نښته کې وژل شوي دي. په کابل کې دنيټو يو وياند ليفټننټ کمانډر کيټائي کينډرک ددغه پيښې په هکله وائي دپوځي اډې څخه بهر دوړو وسلو نښته شوې ده او ځانمرگي کسانو دگيټ له لارې پوځي اډې ته دننوتلو هڅه کوله خو کله چې ځانمرگى اډې ته په دننه کيدلو کې ناکامه شول نو په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته يې انفجار ورکړو. هغه وويل دغه يو ناکامه او لاحاصله بريد ؤ. طالب وياند يوسف احمدي ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى. ياغيتوب ته دماتې ورکوونکو پوځيانو لپاره دقندهار هوائي اډه تر ټولو ستر پوځي مرکز گڼل کيږي. په دې وروستيو کې طالب ياغيانو زيات ځله دقندهار په پوځي مرکز بريد کړى خو هغوي دغه مرکز ته په ننوتلو کې هر ځله ناکامه شوي دي. په دغه مرکز تر ټولو وروستى بريد دمئ په مياشت کې هاغه مهال شوى ؤ چې دتندلارو په راکټي او ځمکني بريد کې گڼ شمير کسان ژوبل شوي وؤ. دغه بريد په داسې حال کې رامينځته شوى چې يوه ورځ دمخه دقندهار په ډنډ اولسوالۍ کې يو ځانمرگي بريد کې شپږ ماشومان وژل شوي او يو تن ژوبل شوى ؤ. ناټو وائي هم په قندهار کې افغاني او بهرنيو ځواکونو دتندلارو دکورنيو بمونو جوړولو يو کور وران کړى او په زيړي اولسوالۍ کې يې دعملياتو په مهال گڼ شمير تندلاري وژلي دي. دلوگر صوبائي وياند دين محمد درويش وائي دگل په ورځ په لوگر ولايت کې دنيټو او طالب جنگيالو ترمينځ شوې ددوؤ گينټو په نښته کې 10 جنگيالي وژل شوي او 5 نور ژوبل شوي دي. نيټو هم ددغه پيښې تصديق کړى او وائي ورته ترلاسه شوي لمړي راپورنه په ډاگه کوي چې په دغه نښته کې 8 جنگيالي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي او په نښته کې 4 امريکائي پوځيان هم ژوبل شوي دي. دافغانستان صدر حامد کرزي دوړاندې څخه ويلي دي چې هغه غواړي دکال 2014م تر اخرې پورې امنيتي ذمه وارۍ افغان ځواکونو ته وسپارل شي. خو دگاونډي هيواد پاکستان صدر اصف علي زرداري دنهې په ورځ خپره شوې خپله يوه مرکه کې وئيلي دي هغه باور کوي ائتلاف په افغانستان کې جگړه بائيلي. ډیوه - د پښتونخواد خبریال
بېرته شاته