(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ژبي وتلی شاعر سعید ګوهر په مړینه دPSDP دغمرازئ پیغام

[23.Aug.2010 - 13:13] په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ .چی د پښتو ژبي وتلې شاعر، ادیب، لیکوال او څیړونکی سعید ګوهر له دی فانی نړی نه د تل لپاره سترګی پټی کړی . انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد سعید ګوهر دخپلي ژبي، او کولتور د پرمختیا اوبډایني لپاره نه ستړې کیدونکې هر اړخیزې هلې ځلې کړی او ګڼ شمیر کتابونه ئی مونږ ته راپاتی دی، چی د ده یاد به تل تازه ساتی او پښتون قام به دده خدمتونو ته تل په درنه سترګه ګوری. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) دارواښاد سعید ګوهر مړينه ټول پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ، دارواښاد کورنئ، خپلوانو او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي . جنت فردوس دی په نصیب شی. په درناوی نصیر ستوری - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته