(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پېښور کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو نښته

[28.Aug.2010 - 20:54] Saturday, 08.28.2010 تاند خبر: نصیب:د پېښور ښار دصدر سيمې په اړوندو کې د امنيتي ځواکونو او نا پېژاندو وسله والو بريدګرو ترمنځ تر مخامخ نښتې وروسته ويل کېږي چې بريد کوونکي يوې مهمې دولتي ودانۍ ته په ننوتو بريالي شوي خو چارواکي وايي دغه ودانۍ يې له څلورو لوريو کلا بنده کړې او دولتي ځواکونه یې دنيولوپه هڅه کې دي. پېښه په هغه سیمه کې رامنځته شوې چېرته چې د امريکا کونسلګري،ګڼ شمېر مهم پوځي تاسيسات او په لنډ واټن کې هوايي ډګر او هم بل لور ته يې په شاخوا يو کلومترۍ کې د ايالتي حکومت د والي،وزير اعلا او نورو مهمو دولتي چارواکيو دفترونه موجو دي. د اطلاعاتو ايالتي وزير او د حکومت وياند ميا افتخارحسين دپېښې ځای ته څېرمه خبري رسنيوته وويل: له چې تاسې ته مالومه ده دا مهال د حکومت زياته پاملرنه د سیلابونو له امله د اوښتو زيانونو او سيلاو ځپلو سيمو پر لور ده،ځکه نو تروريستانو له دغې موقې نه په استفادې سره دغه بريد ترسره کړی،دوی غواړي له پښتونخوا نه بيروت جوړ کړي او نړيوالو ته وښيي چې دلته نه سوله شته او نه امنیت،خو موږ به د دخپل سر په بيه له خپلې خاورې او خلکو نه دفاع وکړو اوهيچاته به دا اجازه ورنکړو چې ددې سيمې امنيت ګډ وډ کړي.) د خيبر پښتونخوا مشر وزير بشیر بلور د بريد کوونکيو دشمېر په اړه وويل چې تراوسه په دې اړه کره مالومات نه دي ترلاسه شوي،هغه دغسې مهمې سيمې ته د وسله والو بريدکوونکيو ننوتل د امنيتي ځواکونو ناکامي وبلله او زياته يې کړه چې په دې اړه به بشپړې څېړنې ترسره شی. وروسته تر هغې چې د پېښور ښار مرکز صدر ته څېرمه دګوره قبرستان په سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ ډزې وشوې امنيتي ځواکونو شاوخوا ټولې لارې تړلي او سيمه يې کلا بنده کړې او د ځکمنيو ځواکونو ترڅنګ هوايي ځواکونه د هلیکوپترو له لارې د سيمې څارنه کوي. له دې وړاندې د روان کال په مارچ مياشت کې هم په دغه سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د امریکا پر کونسلګرۍ د بريد هڅه کړې وه چې له مخامخ نښتو او ځانمرګي بریدونو وروسته کونسل ګرۍ ته له مالي و ځاني زيان رسېدو پرته پای ته رسېدلې وه. دغه راز له تېرو څو ورڅو راهيسې پېښور ته د څوتنو ځانمرګيو بريدکوونکيو د ننوتو اوازې وې او داسې ويل کېدل چې ښايي په صدر او شاوخوا سیمو کې بريدونه ترسره کړي. (تاند، شنبه، د اګست ٢٨مه): د طالبانو يوې ډلې نن سهار په خوست کې د ناټو پر اډو بريدونه وکړل، چې چارواکي وايي ١١ طالبان په نتيجه کې وژل شوي دي. بريد په دې ولايت کې د ناټو پر دوو مرکزونو وشو، لومړۍ پوځي اډه له خوست ښار څخه د چارواکو په وينا ٤ کيلومتره فاصله لري، چې د ولايتي بيارغونې ډله هم په کې مېشته ده. دويمه اډه له ښاره لږه ليرې پرته ده. چارواکي وايي د طالبانو ٢٥ کسيزې ډلې د توغنديو او سپکو وسلو په ډزو سره د ناټو پر دغو مرکزونو سهار شا و خوا ٤ بجې بريدونه وکړل، چې ١١ طالبان په نتيجه کې ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول. په خوست کې د ناټو د مطبوعاتي دفتر يوه مقام د دغو څرګندونې تر څنګ زياته کړه، په پېښه کې د ناټو دوه عسکر هم ټپيان شوي دي. - وسلوالو طالبانو چې د افغانستان په ختيځ خوست ولايت کې د ناټو پر يوه مرکز نن سهار بريد وکړ، د امريکايي پوځيانو يونيفورم يې اغوستى و او په خوست کې يې د ناټو پر هغه مرکز بريد وکړ چې څه موده مخکې دې ځاى ته نژدې د امريکا د استخباراتو CIA ځينې کارکوونکي په ورته حمله کې وژل شوي وو. ناټو وايي په دې وروستي بريد کې دوى ته تلفات نه دي اوښتي، خو ٢١ تنه وسلوال وژل شوي دي، چې څلورو يې د امريکايي پوځيانو درېشي اغوستې وه او د ځانمرګو بريدونو لپاره اماده شوي وو، د دوى په وينا پنځه نور چې دغه بريدونه يې تنظيم کړي وو، نيول شوي دي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بيا د وژل شويو وسلوالو شمېر ٢٤ ښوولى، دغه وزارت وايي پنځه کسان نيول شوي او افغان پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى. بله خوا د افغانستان د دفاع وزارت بيا ويلي دي چې دوه افغان عسکر په پېښه کې وژل شوي او درې نور په جګړه کې ټپيان شوي دي. دا لومړى ځل دى چې طالبان د امريکايي پوځيانو له درېشۍ څخه په استفادې بريدونه کوي، تر دې مخکې طالبانو په خپلو ځانمرګو بريدونو کې د افغان پوليسو او د ملي اردو د عسکرو له درېشۍ څخه استفاده کړې وه. دا ځکه چې د افغان پوليسو او د ملي اردو د عسکرو درېشۍ په ځينو ځايونو کې په عامه خرڅېږي، چې رانيول يې سخت کار نه دى. دغه راز د جرمني دفاع وزیرکرل تیودور څوګوتنبرګ او د جرمني د پارلمان ريیس نوربرت لامیرت نن افغانستان ته راغلل حو د دوی سفر د امنیتي ملحوظاتو په خاطر پټ ساتل شوی وو. له مزارشریف څخه د تاند د راپور له مخې دواړو جرمني چارواکو په دې ښار کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د امنیت او همکارۍ (ایساف) ځواکونو په چوکاټ کې له جرمني پوځیانو سره وکتل. د جرمني چارواکي وخت په وخت افغانستان ته راځي او له خپلو ځواکونو سره ویني څو هغوی ته ووايي چې د خپلو خلکو او چارواکو هېر نه دي. دا د تېر کال (۲۰۰۹)په اکتور کې، کله چې ښاغلي څو ګوتنبرګ د جرمني په نوي حکومت کې دفاع وزیر ټاکل شوی دی ، افغانستان ته د نوموړي پنځم سفر دی. جرمني په افغانستان کې شاوخوا څلور نیم زره سرتېري لري.د افغانستان روان ماموریت د جرمني لپاره په درسته نړۍ کې تر ټولو لوی ماموریت دی. د جرمني پارلمان اجازه ورکړې چې د دغه هیواد حکومت افغانستان ته تر پنځه زره درې سوه پنځوس(۵،۳۵۰) پورې عسکر لېږلی شي.جرمني ډېر کلونه د امریکا او ځینو نورو لوېدیځو هیوادونو تر فشار لاندې وو چې د افغانستان ناکرارو سیمو ته عسکر ولېږي، دې هیواد دا غوښتنه نه منله خو اوس ناکراري هغو سیمو ته غځېدلې چې جرمني سرتېري پکې مېشت دي. تاند(جمعه/اګست۲۷) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن ولیکل چې سي آی اې د ولسمشرکرزي په حکومت کې ګڼ شمېر مقاماتو ته معاش ورکوي . ورځپاڼې د امریکا د یوشمېر اوسنیو او پخوانیو مقاماتو په قول ویلي چې سي آی اې له ډېرې مودې راهیسي افغان چارواکو اولوړرتبه مامورینو ته د دې لپاره پیسې ورکوي چې د کرزي په حکومت کې دننه د مالوماتو سرچینې ولري. واشنګټڼ پوسټ د یوه امریکايي چارواکي په قول چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي،لیکلي چې د کرزي ځینې همکاران د سي آی اې مخبران دي او ځینې نور د دې ادارې لاس ته د مالوماتو د رسېدو لار پرانستونکي دي. ورځپاڼه وايي چې د سي آی اې له لوري د معاشونو ورکړې له هغې اندېښنې سره سره دوام کړی چې دا استخباراتي موسسه په فساد د ککړو افغان مقاماتو ملاتړ کوي. واشنګټن پوست په عین حال کې لیکلي چې د سي آی اې ویاند پال ګیمیګلاینو د خپلې ادارې د دغه مقام تورونه رد کړل او ویې ویل ، دغه مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دا خبرې یا د بدبینۍ او یا هم غفلت له مخې کړې دي. په داسي حال کې چې ولسمشربارک اوباما په دسمبر کې د افغانستان پر ستراتیژۍ بیا غور کوي ،د واشنګټن له لوري د افغانستان په حکومت کې د چارو د ښه کېدو او د فساد د ورکېدو څارنه زیاته شوې ده. د افغانستان پر ستراتیژۍ په امریکا کې له بیا کتنې یوه میاشت وروسته د دغه هیواد د کانګریس منځپړاوه انتخابات ترسره کېږي.د دې ستراتیژۍ ملاتړ به په دغو انتخاباتو بې تاثیره نه وي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سي آی اې د یوه پخواني مقام په قول لیکلي چې وايي افغان چارواکو ته د سي آی اې له لوري د معاش ورکړه ضروري وه ځکه چې د دغه هیواد ولسمشر هره خبره نه کوله اوډېر ځلي کرزی د خپلو مقاماتو له اقداماتو بې خبره وي. ولسمشربارک اوباما د سږ کال په لومړیو کې پر کرزي فشار زیات کړ چې په خپل حکومت کې د فساد ریښې وچې کړي .امریکا وايي چې د کرزي په حکومت کې فساد د یاغیانو پرضد د جګړې هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. خو کرزی وايي چې په پراخه پیمانه فساد د نړیوالو مرستندویو ادارو له لوري کېږي. افغان چارواکي وايي چې امریکایان د داسي مسایلو په راپورته کولو سره غواړي چې د افغانستان حکومت ته سپکه واړوي. خو یوه امریکايي مقام وايي چې په افغانستان کې چارواکو او د نفوذ خاوندو کسانو ته د پیسو ورکړه له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا دوام لري او دوی هرهغه چا ته چې له امریکا سره مرسته کولی شي، پیسې ورکوي. افغان او امریکايي چارواکي وايي چې سي آی اې یوازینی بهرنی اورګان نه دی چې افغان چارواکو ته په پټه پیسې ورکوي څو په دې هیواد کې خپل اغېز او نفوذ زیات کړي. یو افغان ،چې د ولسمشرد ماڼۍ په لوړو کړیو کې کار کوي، ورځپاڼې ته ویلي چې د ایران او د نورو هیوادونو د استخباراتي موسسو له لوري هم په ملیونونو ډالر افغان چارواکو او نفوذ لرونکو کسانو ته ورکول کېږي. ترکیه او عربستان هم په هغو هیوادونو کې شامل دي چې په افغانستان کې خپلو کسانو ته پیسې لېږي. یوه بل امریکايي مقام واشنګټن پوست ته ویلي، دا نوې خبره نه ده چې موږ له خپل هیواده دباندې ځینو کسانو ته چې له موږ سره مرسته کوي، پیسې ورکوو او په دې هم باید تعجب ونه شي چې د افغانستان په شان یوه هیواد کې داسي کسان پیدا کېږي چې هدف ته په رسېدوکې زموږ سره مرسته کولی شي . د واشنګټن پوست ورځپاڼې له لیکنې سره سم تر دې وړاندې هم سي آی اې په سیمه کې زیاتې پیسې لګولي وې په تېره بیا د پخواني شوروي پرخلاف د افغانانو د جهاد په کلونو کې. وروسته د پیسو ورکړه ودرول شوه او امریکا افغانستان ته شا کړه.د دې کار په نتیجه کې افغانستان د القاعده په پناهځای بدل شو. په وروستیو کلونو کې د افغانستان له امنیتي او استخباراتي ادارو سره د سي آی اې تماس زیات شوی او په افغانستان کې د سي آی اې د یوه پخواني مقام په وینا ښايي داسي کم شمېر دولتي مقامات موجود وي چې سي آی اې له هغوی سره تماس ونه لري یا یې پیسې نه وي ورکړي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته