(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوئټه ځانمرگي برید کې د مړو شمېره 53 ته رسېدلې ده

[03.Sep.2010 - 20:23] 03.09.2010په کوئټه ښار کې شوي ځانمرگي برید کې د مړو شمېره 53 ته رسېدلې ده. چارواکي وایي په دغه برید کې 190 کسان ژوبل شوي هم دي. دجمعې په ماسپښين کوئټه کې ديوم القدس په موقعه دويستل شوي لاريون په مهال په باچا خان چوک کې يوه درنه چاؤدنه وشوه چې پکې چارواکي وایي د مړو شمېره 53 ته رسېدلې ده. سرچينې وائي ژوبل کسان ددرملنې دپاره نزدې روغتونونو ته رسول شوي دي چې پکې د يو شمير کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي. په ژوبلو کې يو شمير خبريالان هم شامل دي. د پاکستان تحریک طالبان ددغه برید پړه منلې ده. اخوا د خيبرپښتونخوا سرښار پيښور او ورسره نزدې مردان سيمه کې ترسره شوي يو ځانمرگي بريد او بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اوڅلور نور ژوبل شوي دي. دپوليسو دوينا له مخې په مردان کې داحمديانو ديوې عبادت خانې سره نزدې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 2 تنه وژل شوي او يو ژوبل شوى دى. پوليس وائي يو کم عمره ځانمرگى تن دعبادت خانې په لوري روان ؤ، کله چې دغلته په حفاظت مامورو کسانو دهغه دمخنيوي هڅه وکړه نو بريد کوونکي ډزې پيل کړې، په ځوابي ډزو ژوبل ځانمرگي پخپل ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد وچول چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه. دچارواکو په وينا داحمديانو دغه عبادت خانه په کينال روډ دمسلم اباد په سيمه کې موقعيت لري او دغلته دسيمه ييزې احمدي ورورولۍ خلک دجمعې په ورځ عبادت لپاره راټوليږي. له دې وړاندې دپيښور په پشتخره سيمه کې دجمعې په سحر ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې يو پوليس عسکر وژل شوى او درې کسان نورې ژوبل شوي دي. دچارواکو په وينا دچاؤدنې په مهال دپوليسو يو گاډى گزمه کوله، ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي. بلخواپه شمالي وزيرستان کې چارواکي وایي دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا ترسره شوي بريد کې لږ ترلږه پېنځه جنگیالي وژل شوي دي. دغه بريد د جمعې په شپه د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه سره نزدې په یو کور باندې ترسره شوى دى. په کومه سيمه چې دغه بريد ترسره شوى دى هغه دالقاعده د ملگرې ډلې حقاني دوسله والو مضبوط مرکز گڼل کيږي. په تير وخت کې واشنگټن دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پخپل ائتلافي هيواد پاکستان په شمالي وزيرستان کې دموجودو افغاني طالبانو په ضد دگامونو اخستو لپاره ټينگار کړى دى. امريکائي چارواکي په قبائيلي سيمو کې دموجودو تندلارو په ضد ډرون بريدونه يوه موثره وسله گرځوي- ډيوه
بېرته شاته