(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عربستان کې د اختر میاشت ونه لیدل شوه،لره اوبره پښتونخوا کی د جمعی په ورځ اختر

[08.Sep.2010 - 21:19] 08.09.2010 wed.Deewa:په اسلامي نړۍ کې اکثره خلک اختر او روژه د سعودي عربستان سره په گډه لمانځي نو ځکه اکثره مسلمانان د روژې په میاشت کې د سعودي عربستان لخوا اعلان ته سترگې په لار وي. نن یوځل بیا په اسلامې نړۍ، امریکا او یورپ کې روژه تیان په تمه وو چې سعودي عربستان به سبا یعنې زیارت(پنجشنبی) په ورځ د ورکوټې اختر لمانځولو اعلان کوي او که نا. خو وروستې رپوټونه وایي چې په نوموړې هېواد کې د اختر میاشت لېدل شوې نه ده او دا چې سبا به اختر نه وي. د پاکستان په گډون ځېني نور داسې اسلامې هېوادونه هم شته چې د روژې یا اختر اعلان په خپل سر کوي او د سعودي عربستان د اعلان سره ملگرتیا نه کوي. پاکستان د میاشت لېدلو لپاره کمېټۍ لري. ددغه کمېټۍ غونډه د روژې او اختر په وخت کېږي. او د میاشت لېدو یا نه لېدو فیصله کوي. خو د قبایلي سیمو او پښتونخوا کې اکثره خلک د ځایې مذهبي مشرانو او دمیاشتې د گواهانو په خوله اختر لمانځي. بل خواسره ددی چی په ځنی اسلامی هیوادونو کی سبا (۹/۹/۲۰۱۰) اختر نه شته لاکن په جرمنی کی میشت ترکی مسلمانانو په جوماتونو کی سبا دزیارت (پنچشنبی) په ورځ د ورکوټی اختر د لمونخ کولو اعلان کړی دی او سباد زیارت ورځ د سپټمبر د میاشتی نهمه نیټه د ورکوټی اختر لومړئ ورځ ده.

لره اوبره پښتونخوا کی د جمعی په ورځ اختر دی

دپيښور په قاسم علي خان جومات کې دمياشت ليدنې دغړو حکومتي کميټۍ غونډه دمفتي شهاب الدين پوپلزۍ په مشرۍ وشوه چې پکې يو شمير علماؤ ،دخيبرپښتونخوا ايالت مشر وزير بشيربلور او دمذهبي چارو وزير نمروز خان هم برخه لرله. دغونډې په پاتې کي مفتي شهاب الدين پوپلزۍ اعلان وکړو چې دصوبې دبيلا بيلو برخو څخه ورته دشوال دمياشتې دليدلو په اړه 20 شهادتونه ترلاسه شوي چې دوه پکې د ښځو هم دي. هغه وويل ددغو شهادتونو په اساس به دجمعې په ورځ دوړوکي اختر لمړۍ ورځ وي. په دغه مهال دپښتونخوا مشر وزير بشيراحمدبلور هم دقاسم علي خان جومات دپريکړې په اساس دصوبائي حکومت له لوري دجمعې په ورځ داختر نمانځلو اعلان وکړو او وې ويل مونږ دخپلو علماؤ دپريکړو ملاتړ کوؤز بشيربلور وويل دمرکز دمياشت ليدنې کميټي چې هره پريکړه کوي هغه يې خپل کار دى خو کله چې زمونږ علماء دشهادتونو په اساس پريکړه وکړي نو په مونږ يې درناوى لازمي شي. ددې ترڅنگ دپاکستان په گڼو قبائيلي سيمو کې هم سيمه ييزو علماؤ د ۲۰۱۰ ع کال د سپټمبر د میاشتی په لسمه نیټه دجمعې په ورځ دوړوکي اختر دنمانځلو اعلان کړى دى. بايد وويل شي په پاکستان کې هر کال دروژې او اختر دمياشتې ليدلو په حواله دمرکز او پښتونخوا دعلماؤ ترمينځ يو والى نه پيدا کيږي او اکثره په دغه هيواد کې روژې او اخترونه په بيلا بيلو ورځو ويشل کيږي. خو سږ کال درواياتو برعکس دمياشت ليدنې مرکزي کميټۍ او دپښتونخوا علماؤ په يوه ورځ په روژې نيولو اتفاق کړى ؤ، خو داختر دمياشتې ليدنې په اړه دغه اتفاق يو ځل بيا مات شوى او وړوکى اختر په بيلا بيلو ورځو ويشل شوى دى. دلری پښتونخوا ترڅنگ ، په بره پښتونخوا(افغانستان)، سعودي عرب او نورو خليجي هيوادونو کې هم دجمعې په ورځ دوړوکي اختر دنمانځلو پريکړه شوې ده.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته