(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل خټک د غيرت چغه کتاب انګليسي ته ژباړل شوی

[15.Sep.2010 - 21:11] ارواښاد اجمل خټک په خپل ژوند کې خپل ولس ته د څو کتابونو په بڼه نه هېرېدونکي او د قدر وړ شتمني پريښې ده چې يوه يې د غيرت چيغه نومې مشهور کتاب دی. دغه کتاب يوه بل ارواښاد ليکوال شېر زمان طایزي په انګليسي ژباړلی خو له بده مرغه د هغه په ژوند چاپ نه شو. کتاب مخکتنه د پېښور په پريس کلب کې د يوې درنې غونډې په ترڅ کې وشوه،د۲۰۱۰ ع کال د جون په نهمه نیټهcall of honor غونډه کې پر په لسګونو قلموالو سربېره د عوامي نېشنل ګوند مشر ، د پښتون قامي وحدت ستر لارښوداو د اجمل خټک باباد سیاسي سنګر ملګري محمدافضل خان لالا، د پښتونخوا مشر وزير بشير احمد بلور او ګڼ شمېر نورو سياسي او ولسي شخصيتونو ګډون کړی و. د غيرت چغه چې نه يواځې د د اجمل خټک بابا شعري ټولګه ده بلکې د پښتون ولس د غیرت او اندونو سپيڅلی پيغام هم دی، دا چې دغه چغه به په نړېواله کچه خپل اهميت،مقام او پيغام څومره لوړ وساتي په دې اړه ډاکتر فضل رحيم مروت وايي : "د غیرت چغه د بې علمۍ او جهالت چغه نه ده،دا هغه چغه نه ده چې موږ ورته غيرت وايو،چې ټوپک را واخله او خپل ورور پرې ووژنه،بلکې دا د وخت چغه ده. هغه چغه چې د سولې او ورورولۍ پيغام په کې پروت دی. هغه چغه چې پښتنو ته د علم او زده کړې له لارې د پرمختګ درس ورکوي، هغه چغه چې د پښتون اصل انځور وړاندې کوي." پوهان اسير منګل په اوسنيو ترينګلو شرائطو کې چې سيمه د ترهګرۍ په لمبو کې سوځي دغه کتاب انګليسي ته ژباړل د پښتون ولس د اصلي انځور د وړاندې کولو په برخه کې يو ګټور ګام ګڼي. په نړېواله کچه چې د پښتنو پرخلاف کوم پروپاګند روان دی چې ګواکې دوی ټول ترهګر دي،د علم او پوهې مخالف دي، دجهالت پلوي دي، ددې کتاب له ژباړې سره به د نړېوالو په ذهنونو او تګ لارو کې مثبت بدلون راشي. ځکه چې په دې کتاب کې د ورور ولۍ پيغام پروت دی. د پوهانو وينا ده چې کله هم د انسان زړه را ډک شوی نو د شعر له لارې يې خپل احساسات څرګند کړي. شاعر چې د ولس سترګې بلل کېږي په حقيقت کې يې ټول عمر د ولس،ژبې او ادب د روزنې او پالنې لپاره په خپل قوي فکر او رسا نظر د ارواښاد ايوب صابر دغه وينا معنی کړې. د زړګي چې وينې وڅڅوم بيت شي زمانې زما نقصان ته خو خيال وکه زموږ سيمه هم په دې برخه کې له چا وروسته نه ده پاتې او لويه شتمني لري چې په هره زمانه او هر دور کې يې داسې اتلان زېږولي چې نه يواځې د شعر په ډګر ولاړ دحق ناره يې پورته کړې بلکې دخپل ولس تاريخ يې ژوندی ساتلی او دخپلو مشرانو د وياړ شمله يې ټيټېدو ته نه ده پريښې. ددغو اتلانو له ډلې يو هم اجمل خټک و چې نه يواځې د يوښه شاعر بلکې د يوه ښه ليکوال او سياستوال له ځانګړنو برخمن و. د اجمل خټک د سیاسي سنګر ملګري افضل خان لالا د کتاب د مخکتنې په دغه غونډه کې د ارواښاد خټک د شخصي او سياسي ژوند په اړه په زړه پورې وينا وکړه، هغه وویل: اجمل خټک ليکوال و،ژورنالېست و،اديب و،سياستوال و،عالم او کلک مسلمان و، خو زما په اند دهغه تر ټولو ستر صفت دا و چې هغه د برابرۍ او ازادۍ حقوق يواځې د پښتون لپاره نه بلکې د ټول انسانيت لپاره غوښتل. هغه دومره بې وسه انسان و، چې د بې وسۍ او مالي ستونزو له لاسه يې له اتم ټولګي پورته زده کړې ونه شوې کړای. خو ددې ټولو ستونزو سره سره هغه خپله لاره نه ده پريښې او په نره يې د حالاتو مقابله کړې. د غونډې په پای کې ليکوال،شاعر،ډرامه ليکونکي او د مياشتنۍ ليکوال مسوول چلوونکي نور البشر نويد ته د خټک بابا د وصيت له مخې د هغه د لاس قلم ډالۍ شو، زه ډېر خوښ يم چې د يوه انقلابي لارښود قلم د يوه بل غازي پښتون په لاس راته سپارل شوی. زما په اند دا يواځې يو قلم نه بلکې دبابا فکر دی چې ليکوال مجلې ته يې ورکړی دی. الله دې ماته توان راکړي چې ددې قلم حق ادا کړم. د ګڼو منظومو او نثري ټولګو ليکوال،دعوامي نشېنل ګوند پخوانی مشر او دپاکستان د پارلمان پخوانی غړي اجمل خټک د1304 کال د قوس پر 24مه دسترخوشال خان خټک په ټبر کې د نوښار ولسوالۍ په اکوړي سيمه کې زېږېدلی اود 1388 یم کال د دلوې پر 18 مه د۸۵ کالو په عمرله نړۍ کوچېدلی. نوموړي ټول عمرپه ملنګۍ او فقيرۍ کې ژوند تېر کړی او خپل اولاد ته يې د درېيو مرلو يا څه کم يوې بسوې کور پرته نور څه نه دي پريښي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته