(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټاکنو کې د رايې اچونې عمل سرته رسېدلې، 10 کسان وژل شوي

[18.Sep.2010 - 14:09] 18-09-2010ډیوه:افغان چارواکي وائي په ټول هېواد کې د پارلماني ټاکنو کې د رايې اچونې عمل سر ته رسېدلې او د طالب جنگيالو په بمي چاؤدنو او راکټي بريدونو کې خواؤشا 10 کسان وژل شوي دي. د بغلان دپوليسو مشر عبدالرحيم رحيمي وويل په بغلان کې درايې اچونې ديو مرکز او ورسره پيوست امنيتي پوستې سره نزدې رامينځته شوي دغه بريد کې يو پوځي او 6 اربکيان يا دحکومت پلوه مليشې غړي وژل شوي دي. همدغه شان په ختيز کونړ ولايت کې هم درايې اچونې په يو مرکز کې دچاؤدنې له امله 3 کسان وژل شوي او 2 نور ژوبل شوي دي. طالب جنگيالو د بری پښتونخوا(افغانستان) دناستون کابل په گډون دهيواد په بيلا بيلو ولايتونو، گرديز، جلال اباد، قندهار، نيمروز کې هم راکټونه داغلي دي. داړي گړي ددغو پيښو رامينځته کيدو باوجود افغان چارواکي وائي دطالب جنگيالو لخوا درايې اچونې په عمل کې دخنډانو راپورته کولو ددړکو څخه وروستو دهاغه امنيت په پرتله چې هيله يې کيده امنيتي انتظامات ښۀ دي او دگڼ شمير ترهه گريزو بريدونو پلانونه شنډ کړل شوي هم دي. دافغانستان دددفاع دوزارت وياند محمد ظاهر عظيمي يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وويل په ټولټاکنو پسې مربوطه کومه ستره امنيتي پيښه نۀ ده رامينځته شوې ده. اخوا په افغانستان کې امريکائي کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس دجرمني يوې ورځپاڼې سره په کابل کې په يوه مرکه کې دپارلماني ټولټاکنو په مهال دطالبانو لخوا دبريدونو انديښنه ښودلې ده. جنرال پيټرياس وويل مونږ دتندلارو لخوا په ممکنه بريدونو پوهيږو ځکه چې مونږ دهغوي لخوا دکيدونکو ځينو بريدونو پلانونه شنډ کړي دي. جنرال پيټرياس وويل د24ؤ ساعتو په مهال مونږ 24 هاغه ترهه ګر نيولي چې دخالي په ورځ يې دټولټاکنو په مهال دبريدونو پلان جوړولو. دغه راز د پارلماني ټاکنو نه یو ورځ وړاندې د جمعې په ورځ په ۱۴ م سیپټمبر ۲۰۱۰ نیټه د اوو انتخابي عملې غړو او د یو کاندید په گډون 19 کسان تختولي دي. په افغانستان د خپلواکه انتخابي کمېشن ویاند د جمعې په ورځ ددې خبرې پخلې کړې دی چې په نمر ختیځ لغمان ولایت کې یو کاندید تختول شوې دی. ددې نه علاوه شمال لویدیځ بادغېث ولایت کې هم اته د ټاکنو چارواکي او لس انتخابي کارکونکي تختول شوي دي. بلخوا په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو کولتوري ټولنی مشر ښاغلی امین بسمل په یوه رالیږل شوی خبر پاڼه (اعلامیه) کی دولسي جرګې ټاکنې غیر ضروري بللی دی دغه راز د رفیع االله مندوخیل د رالیږلې خبر له مخی پرون 17-09-2010دژوب په ښار کی دځمکې پرسرپه نښته کي پنځه تنه مړه اودرې ټپيان شوی . دږوب ښارپه پنځلس کلوميترۍ کي شمال لورته په لواړه وله اکرم سيمه کي دمندوخېلودکارېزي قبيلې ددووډلوترمينځ دځمکې پرپه جګړه کي ديوې کورنۍ پنځه تنه خدائې رحم، علي خان، نواب خان، پائندى او نېک زمان مړه اودرې تنه نورئې سخت ټپيان شو . ټپيان شوی روغتون ته ورشول شو . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته