(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ځوانو فرهنګيانو د هڅوني او ستايني کنفرانس

[23.Sep.2010 - 21:34] دسويډن دمالمو په ښارکي دځوانو فرهنګيانو،ليکوال اواديبانو په وياړ کنفرانس جوړسو . د روان۲۰۱۰ م کال دسپتمبر په ۱۸ مه دافغانستان د پياوړوقلموالو صالح محمد صالح ،اجمل اند اويوازنی ټوکي راټولونکی پيرمحمد باوري ددراناوي اوهڅونې په وياړ دځوانو ليکوالو،فرهنګيانو اواديبانو دستاينې،هڅونې اودرناوي تر نامه لاندي ددوستۍ فرهنګي ټولنې په نوښت او زيار دکنفرانس درنه ادبي غونډه دايره سول مخکې له دېنه چې غونډه د دوستۍ فرهنګي ټولنې دمشر حبيب الله غمخور په پرانېستونکې وينا پيل شي د راغلو مېلمنو هريو تاريخ پوه ښاغلي کانديداکادميسين محمد اعظم سيستاني ، ښاغلي صالح محمد صالح ،اجمل اند،پير محمد باوري ، ښاغلي عبدالوهاب سرتېراو دبي بي سي راډيو وياند ښاغلي ايمل پسرلي ته بلنه ورکړل شوه تر څوټاکل سوی ځاي ته تشريف راوړي . دکنفرانس کارچې د دوځوانانو هر يواغلې موسکا اندړ او ځوان شاعر نيازمحمد پياوړي لخوا پر مخ بېول کېده، دحيات شيرزاد لخوا دقرانکريم د څومبارکو اياتونو په تلاوت پيل شوه . ورپسې ښاغلي حبيب الله غمخور په خپله پرانيستونکې وينادکنفرانس کار په رسمي توګه پرانيست . تر پرانيستونکی وينا وروسته دمالمو دښار دهيلي ناحې اوسېدونکودمختليفو قومونواو ژبو وينونکو ((۹)) تنو انجونوته داغلې فاديلا ميسترباسيچ((له Fadila Mestrebasic))په مشرتابه بلنه ورکړه سول ،هغوي خپل ټاکل سوی شعرونه دکنفرانس دګډون کونکوپه وړاندي ولوستل چي دحاضرينو لخوا په چک چکو بدرګه سول . ورپسې ښاغلي حاجي حکمت الله حکمت ته بلنه ورکړه سوه چي دافغانستان دوتلي اوياوړ ي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني پيغام ولولي .بيادلبنان يوپېغلې اغلي سارا Sara ته وارورسېد اوهغې په خپل خواږه اواز يوشعر په ترنم کي ولوست ،همداډول يوې عراقي انجلی (( نور ياسين )) Noor Yasin ډير ښکلی شعرو لوست . بيا ښاغلي هلنمد شېرزاد نه هيله وسوه چي دافغانستان د سيمه ايزومطالعاتودمرکز د رئېس ښاغلي عبدالغفور ليوال راليږل شوی پيغام ولولي،ترهغه وروسته له ښاغلي احمد ګل اندړ څخه غوښتنه وسوه چي په هندکي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت دکلتوري چارو ریيس پوهنوا ل ډاکتر خالق رشيد رالېږل شوی پيغام ولولي . تر پيغامونووروسته ښاغلي ميرويس مومند په بهر کي د ځوانانو د راتلونکي اوسالمي روزنې په اړه خپل نظر د کنفرانس د ګډونوالو سره شريک کړ . ښاغلي نياز پياوړ اعلان وکړ چي زموږ دغې غونډي ته له افغانستان اونړۍ له ګوټ ګوټ نه دپوهانومقالې ،پيغامونه اودښه نيت ليکونه رارسېدلې دي ،تر کومه ځايه چي دهغوي شمير زيات دی دپروګرام دوخت په نظر کي نيولوسره ئې درالېږونکونه دکوروداني اومننې څرګندولوسره دنورودلوستلونه ډډه کووتر څوحاضرو دوستانوته دخپل نظر دڅرندولووارورسېږي ،اودپنځلس دقيقو لپاره ئې تفريح اعلان کړل . تر دمې وروسته کانديد اکاديميسين محمد اعظم سيستاني ته بلنه ورکړه شوه چي دغونډې دابرخه په خپله وينا پرانيزي ،ښاغلي سيستاني صاحب په خپله وينا کي دځوان نسل په وړاندي دوالدينومسوليتونوپه ګوته اودځوان نسل نه ئي وغوښتل چي دبشري ټولنې په ځانګړ ې توګه سويډن او نوروپر مختللو هيوادوکښي دعلمي ،تخنيکي اوټول اړخيزوامکاناتونه په استفادې سره زياروباسي دپوهی اوعلم په برکت په ټولنه کي ديوه فعال اومثبت عنصرپه توګه خپل رسالت سرته ورسوي .ورپسې دځوان ليکوال اوپېژندل شوی ژورناليست ښاغلي ايمل پسرلي نه غوښتنه وشوه چي خپل پيغام دکنفرانس برخه والوته ورسوي . ښاغلي پسرلي په خپلو لنډوخبروکي دښاغلی سيستاني صاحب دويناپه په يادولوسره دې ټکي ته اشاره وکړه چي افغانان بايد دځوانانو اوپه ځانګړې توګه دپېغلوټوساليمي روزنې اوژوند ته جدي پام واوړوي .دنارينه تر څنګ دي په ټولنيزوچاروکي دښځورول اوارزښت ته هم په کمه سترګه نه ګوري .هغه وويل دټولواسلامي اوافغاني دوديزوارزښتوپه نظر کي نيولوسره بايد زموږ خويندوته هم دازمينه برابره شي تر څودافغانستان په اړوندټولومسائيلوکښي له نارينه سره ګډه برخه واخلي . تر ښاغلي ايمل پسرلي وروسته په ډنمارک کښي مېشت افغاني اغلي زرلښت حبيب ته بلنه ورکړه سوه چې خپله وينااو انتخاب سوي شعر په خپل ښکلي اوازدکلمه کړي . بيا ښاغلي انجنير صاحب عبدالباقي لعلي ته وارورسيد هغه پخپله وينا کښي دافغانستان اوسني ناندريز سياسي اوپوځی حالت ته په ګوته نيولوسره ټول افغان رون اندي وحدت اويواولي ته راوبلل اوله هغوي نه ئې غوښتنه وکړه چي خپلو ملي او انساني دندوته په پاملرنې سره ټول افغانان په ځانګړې توګه روڼ اندي دخپل ولس اوهيوادپه وژاندي مسوليتونه له پامه ونه غورځوي اوديووالي په روحيه سره ئې دخپلو تاريخي مسولتونو رفع کولوته راوبلل اوپدې برخه کي ئي دځواننانورول ګټوراو اړين وباله . تر دغې وينا وروسته له ښاغلي هلمند شيرزاد څخه غوښتنه وسول چې خپل ښکلی شعر ولولي ،ښاغلي شيرزاد دوه شعرونه ولوستل اودکنفرانس دګډون والو لخواپه چکو چکو بدرګه سو. تردې وروسته دکابل پوهنتون له پخواني استاد اصف بهاندنه غوښتنه وشوه چي خپله ليکنه ولولي . دښاغلي حاجی محمد نوزادي رارسېدلې وينا دوخت دکمي له امله ونه لوستل شوه،وار دسپرغۍ ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک پرهېز ته ورسېد،نوموړي دځوان نسل پر رسالت ،کلتوري ارزښتونواودويب پاڼوتر منځ دښه تفاهم اوګډي همکاری په اړوند لنډې خوکره خبري وکړې . بيادهيوادډاټ کام لومړنۍ پښتو خپلواکي ويب پاڼي له جوړونکي اومسول ښاغلي هارون وردګ نه غوښتنه وسول چي خپل نظر دکنفرانس له ګډون والوسره شريک کړي .ښاغلي وردګ پخپلوخبروکي دويب پاڼې دجوړيدوداړتيا دراپيداکېدو اوداچي څنګه ئي خپله پاڼه جوړه کړه دغونډي برخه والوته معلومات ورکړ . ورپسې د لر او بر ويبپاڼې مسئول ښاغلي عبدالله احسان دکنفرانس دجوړونکوڅخه دمننې په څرګندولوسره دافغاني ويب پاڼودرول اوګډې همکاري اوددوي په وړاندي دځانګړوستونزواوګوت څنډونوپه اړه مفصلي خبري وکړې اوپردې ټکي ئې ټينګاروکړچي په رشتياسره رسنۍ دعاموخلکوپه رابيدارولواو هغوي ته دورځنيو معلوماتوپه رسولوکي حياتي رول لري ،عبدالله احسان هم دټولوافغاني ويب پاڼوچلوونکي ګډې همکاری اويودبل سره مشوروته راوبلل . د سمسور ويبپاڼې مسئول ښاغلي سمسور حبيبي هم خپل پيغام دکنفرانس ګډون کوونکو ته واوراوه . دپيغام تر اورېدو وروسته دټوکوداتو کتابونودليکونکی د ښاغلي پيرمحمد باوري صاحب څخه هيله وسول چې پخپلو خوږو ټوکو ددوی په وياړ د کنفرانس فضا لا نوره هم خوندوره کړي . ښاغلي باوري دخپل تيرسوی قلمي کاراوفعاليت اوراتلونوکوپلانوپه هکله دغونډي برخوالوته معلومات ورکړه اودخپلې ويناپه دوهمه برخه کښي ئي په خپلو خوږټوکودغونډي فضانوره هم خوندوره اوښکلې کړه . ورپسې ښاغلي صديق ننګ،عبدالغفور اميني ،ځوان شاعر او ژورناليست ولي عبدالله، له هالنډنه راغلي ځوان شاعر نذير احمد نذير په خپلو ښکلو شعرونودکنفرانس فضا نوره هم رنګينه کړه . دغونډې دکارددوهمې برخي په پاي کي دنيم ساعت لپاره دډوډۍ خوړلولپاره تفريح اعلان سوه . تر دمې وروسته دکنفرانس دريمه برخه دافغانستان پېژندل سوی شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر ته بلنه ورکړه سوه چي دابرخه په خپله وينااوښکلي شعر پرانيزي . ښاغلي سرتير صاحب په خپلو لنډو خبروکي دداسي غونډوجوړېدل ګټوراوحياتي وبلل اودکنفرانس له کوربه نه ئي دمننې په څرګندولوسره دخپلو ښکلواوزړه راکښونکوشعرونوپه ويلودپروګرام ددې برخې دړه پرانيستل . تر سرتېرصاحب وروسته دخداي بخښلي حاجي حميد الله حميدلور اغلي ملغلري حميد دخپل پلار هغه شعر ولولي کوم چي هغه محروم لس کاله وړاندي ئې دپښتو ادب دستوري ګل پاچا الفت په وياړ نړيوال سمينارکي خپله لوستی وو . بياخوږ ژبې شاعر ښاغلي هيوادشير زاد ،ښاغلی عيسی خان بهرام دپښتو ژبي تکړه شاعر ودير صافي صاحب ځوان اوخوږ ژبې شاعرولايت خان ځدراڼ په خپلو شعرونو چي په ګرمو چک چکو اوولولوسره بدرګه کېدل دغونډي فضارنګينه کړه . تردې وروسته پياوړي ليکوال ،ژباړونکي اوتکړه ژورناليست ښاغلي صالح محمد صالح ته بلنه ورکړه سوه چي ستېج سرته تشريف راوړي او ددوی په وياړ راغلو مېلمنو سره د زړه خواله وکړي . دصالح صاحب ترخپلوخوږواوروانوخبرو وروسته دروزګان ملي مهالنې خپرونې په وروستی اوکنفرانس ته ځانګړې سوې ګڼه کي دجلال امرخيل خپورسوی شعر ولوست . بيا خوږ ژبو شاعرانو ښاغليو سلام اندړ، قدرت حليم ،نياز محمد پياوړي په خپلو شعر ونودغونډه نوره ښکلې اوزړه راکښونکې کړه . دغونډي وروستی ويناوال ځوان او نازکخياله شاعر ښاغلی اجمل اندوو. ښاغلي اند صاحب هم دنوروپه څيردددې کنفرانس جوړېدل دځوان نسل دهڅوني لپاره ګټور وباله اودکوربه څخه چي دادرنه غونډه ئې ددوي په وياړ جوړه کړې اوداډول منلوښاغلو اواغلوفرهنګيانو اوفرهنګپالو ته ئې دګډون بلنه وکړې دکوروداني په ويلوسره دخپلو څو ښکلو شعرونوپه اورېدودکنفرانس کارپاي ته ورساوه .دښاغلي اجمل اند شعرونه په زيات ږوږاوچک چکوبدره کېده . دکنفرانس دکارپه وروستی برخه کي ددوستی فرهنګی ټولنې له مشر ښاغلي حيبيب الله غمخور نه هيله وسول چي ددوستی فرهنګی ټولنې هغه پرېکړه اعلان کړي کوم چي ځوانو فرهنګيانو،ليکوالواوشاعرانو ته ئې ددې کنفرانس په وياړ ستاينليکونه ،مډالونه اونوريادګاري نښانونه منظورکړي دي . ښاغلي حبيب الله غمخور ددوستۍ فرهنګی ټولنې دمشرتاب جرګې پرېکړه ليک تر لوستلووروسته دښاغلي کانديداکاديميسين محمد اعظم سيستاني څخه ئي غوښتنه وکړه چي ښاغلو اجمل اند، صالح محمد صالح ، پيرمحمد باوري، ايمل پسرلي ته هغه ستاينليکونه ورکړه کوم چې د دوستۍ د فرهنګي ټولنې له خوا منظورشوی دي . بيادښاغلي سرتير صاحب څخه هيله وشول چي دلراوبر ويب پاڼي مشر عبدالله احسان اوښاغلی ولي عبدالله ته ستاينليک ورکړي . له ښاغلي پسرلي ايمل صاحب څخه هم غوښتنه وسول چي ځوان شاعر ښاغلی نذير احمد نذير، دسپرغی ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک پرهيز اوسمسور ويب پاڼي مسول سمسورحبيبي ته ستاينليکونه ورکړي. بيا ښاغلي سرتير صاحب ځوان شاعر ښاغلي هيوادشيرزاد ځوان ژورناليست دښاغلي احمدشاه اعظمي اوقدرت حليم ته ستاينليکونه ورکړه . له ښاغلي صالح محمد صالح څخه هيله وسول چي اغلې زرلښته حبيب ته ستاينليک ورکړي . همدا ډول دښاغلي حاجي حکمت الله حکمت ،ښاغلي محمداقاشيرزاداوښاغلي عبدالباقي لعلي نه هيله وشول دافغانانودعلمي اوفرهنګی مرکزدواليبال ټيم ځوانانوته مډالونه ووېشي . دغونډي دکوربه ټولنې مشر حبيب الله غمخور لخواځوان اوخورژبې شاعر ولايت خان ځدراڼ ته ستاينليک ورکړه سو. بياښاغلي حاجي حکمت الله حکمت دبوکس په لوبوکي وتلي ځوان سهيل هوتک ته منظورسوی کپ ددې په خاطرچي هغه نه وو دهغه قبله ګاه عبدالحی هوتک ته تسليم کړ .هداډول دمالمو ښار ځوان ترينر احمد رشاد اڅکزی ته د حاجي حضرت مومند صاحب لخواکپ ورکړه سو . ديادولووړده چي دډاکتر کلام مومنداوانجينر عبدالاحد عزيزي ،احمد ګل اندړاوجنرال عبدالرشيد لخواهم پر مستحقوکسانويادګاري نښانونه وويشل سوه . بياوارښاغلی حبيب الله غمخورته ورسېداوهغه دځواني موسکا اندړ اوځوان شاعر نيازمحمد پياوړي نه په ډيره ښکلې اوعالي بڼه دپروګرام دپرمخ بيولوپه خاطر دمننې اوکوروداني په څرګندولوسره دسوي ته دلازياتو برياووغوښتنه وکړه اودټولنې لخوادکنفرانس په وياړ يادګاري سمبولونه دکنفرانس يوشمېر ګډون والوته ديادګارپه توګه ورکړه سول . همدا ډول ئي ددې درنې غونډي په وياړ له نمارک نه راغلو خوږژبوشاعرانو اوفرهنګيانوهر يو ښاغليو صديق ننګ،ودير ساپي اوعيسی خان بهرام په ځانګړويادګاري نښانوونازول سول . غونډه دکنفرانس دګډون والو،ويناوالو اوټولوهغودوستانونه چي په خپلو هر اړخيزه مرستواوملاتړئې د کنفرانسدجوړېدوزمينه برابره کړې ،په ځانګړې توګه له ټولوهغوځوانانوڅخه چي دکنفرانس دکاردسمبالښت عکاسی اوفلمبرداری ،په مالموکي دشمشاد تلوزيون دکامره مين ،هغوچي دکنفرانس دګډون والولپاره دډوډۍ خوړلوپر وخت مېلمه پالنه او دسالون د پاک ساتلو په برخه کښي نه ستړي کېدونکي زيار ايستلي دمننې په څرګندولواودلوي څښتن له دربارنه دوي ته دلازياتوبرياوپه غوښتنه سره پاي ته ورسېدل . ديادولو وړئې بولوچي ددې کنفرانس په پته يوشمېر رالېږل سوی پيغامونه اوليکنې دروزګان مهالنۍ په ځانګړې ګڼه کي چاپ سوی دوستان ئي هلته لوستلاي سي اوپاته دهمدغه کنفرانس داساسي وينا سره يوځاي خپاره سوي دي ،درانه مينوالو اولوستونکې کولاي سي دکنفرانس ټول پاته موادهلته ولولي . ددوستۍ فرهنګی ټولنې پرېکړه ليک دلوي اوبخښونکي خداي په نامه سويډن دمالمو ښار د۲۰۱۰ ز کال داګست ۱۹ مه ددوستۍ فرهنګی ټولنې مشرتابه جرګې داګست پر ۱۹ په خپله فوق العاده غونډه کي چي دافغانستان دخپلواکي دبيرته ترلاسه کېدود۹۱ کليزي په مناسبت جوړه سوه دنورومسائيلوپه څنګ کي دځوانو فرهنګيانو، اديبانواو ليکوالودستايني،هڅونې اودرناوي په خاطردنړی کنفرانس په اړه تر هر اړخيز بحث وروسته پرېکړه وکړل چي لاندي کسان او ويب پاڼومسؤلين دي په ستاينليکونو وستايل سي : ۱/ ځوان اونوښتګر شاعر اوتکړه ژورناليست ښاغلي اجمل اند. ۲/ دټوکوراټولونکی دافغانستان دملي اردو پخوانۍ افسر ښاغلی پيرمحمد باوري . ۳/ ځوان اوهڅاند ليکوال ،شاعر ژباړونکی اوفعال ژورناليست ښاغلی صالح محمد صالح . ۴/ په کړاونو کي راټوکېدلې ،هڅانده اوفعاله ژورناليسته ،ليکواله اغلې نجيبه لېمه . ۵/ ځوان ژورناليست ،ليکوال اوپېژندل سوی ژورناليست ښاغلي ايمل پسرلی . ۶/ ددعوت مجلې او ويب پاڼي مشر ښاغلی طارق بزګر ۷/ په بلجيم کي دافغان ادبي بهير مشر ښاغلی حاجي محمد امين باوري ۸/ دافغانستان دراډيوتلويزيون اوبې بې سي راډيوژورناليست ښاغلی ولي عبدالله ۹/ دبينوا ويب پاڼې مسول ښاغلی خالد هادي حيدري ۱۰/ دلراوبرويب پاڼي مسول ښاغلی عبدالله احسان ۱۱/ دټول افغان ويب پاڼي مسول شيرزاد کاموال ۱۲/ دتل افغان ويب پاڼي مسول ډاکتر جمشيد سمون ۱۳/ دافغان جرمن انلاين مسول ښاغلی کبير ۱۴/ دسپرغی ويب پاڼې مسول ښاغلي عبد المالک پرهيز ۱۵/ غورځنګ ويب پاڼي مسول روح الله الهام ۱۶/ دوړانګي ويب پاڼي مشر شيرولى يارمحمد شينوارى ۱۷/ هيواد ويب پاڼي مسول هارون وردګ ۱۸ / سمسور ويب پاڼي مسول سمسورحبيبي ۱۹/ خوست ويب پاڼي مسول رحیم خان تڼی ۲۰/ اغلې زرلښته حبيب ۲۱ / تکړه شاعر دروزګان ملي مهالنۍ خپرونې دشعر اوادب دبرخي مسول اوتخنيکی چاروهمکار ښاغلي هيوادشيرزاد. ۲۲/ دڅوژبونه پښتو (ډيکشينريو) جوړونکی دالمان ږغ راډيو فعال ژورناليست ښاغلي احمد ولي اڅکزی ۲۳/ دناروژي ،پښتو ډيکشينری جوړوونکی اودويکيپېډيا پښتوبرخی فعال کارکوونکی په پولنډ کي دطب پوهنځۍ محصل نجيب بياباني . ۲۴/ دسويډني پښتو لومړني ډکشينری جوړونکی ښاغلي عبدالمنان ماموند . ۲۵/ ځوان شاعرښاغلی نياز محمد پياوړی ۲۶/ ځوان شاعر قدرالله حليم ۲۷/ ځوان خوږژبی دعالي استعداد څښتن شاعر ولايت خان ځدراڼ ۲۸/ ځوان اوپه خواريوکي رالوي شوی شاعر ښاغلی نذير احمد نذير ۲۹/ ځوان اوفعاله فرهنګی څېره دمشال راديو تکړه ژوزناليست ښاغلی احمدشاه اعظمي ۳۰/ در وزګان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکاراوتکړه ليکوال اوژباړونکی ښاغلی ډاکتر نثار احمدصمد . ۳۱/ در وزګان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکار،مشهور ژباړونکی اودغښتلي قلم خاوند ښاغلي رحمت آريا. ۳۲/ در وزګان ملي مهالنۍ خپرونې همېشنۍ قلمي همکارپېژندل سوی ليکوال اوسياسي څېړونکی ښاغلی هدايت الله هدايت . همدا ډول پرېکړه وسول چي دمالمو ښاردفټبال لومړنی ځوان ترينر جايزه ګټونکی تنکی ځوان احمد رشاد اڅکزی ، دبکس په لوبوکي وتلي ځوان سهيل هوتک ، دښاغلی ميوند شيرزادپه هڅو له پخوانه جوړسوی دافغانانو دعلمی اوکلتوري مرکز دواليبال ګروپ دې په ځانګړو مډالونووهڅول سي . ددوستۍ پرهنګی ټولنې مشرتابه جرګه پداسي حال کښي چي دغوپياوړو ځوانو ليکوالو،اديبانو ،شاعرانو اوفرهنګيانوته ددې بري اوستاينليکونودترلاسه کېدوپه مناسبت دزړه له کومې مبارکي وايي دلوي اوبې نياز څښتن له دربارنه تاسواودافغانستان ټولوزلمو(اغلو اوښاغلو) لپاره خپل هيوادته دخدمت په لارکښي دلازياتو برياليتوبونوغوښتنه کوي . پدې هيله چي يوه ورځ په جګړه ځپلي افغانستان کي دايمي سوله ټينګه او اولس ئي دښېرازه ژوند څښتن سي . ددوستۍ فرهنګی ټولنې مشرتابه جرګه -------------------------------------------------------------------------------- پرانيستونکې وينا په نامه دهغه خداي مي دا بيان دئ چې يونوم يې په نومونوکې سبحان دی د۲۰۱۰ کال دسپتمبر ۱۸ مه سويدن دمالمو ښار حبيب الله غمخور دسويډن دمالمو په ښارکې دافغانستان دپياوړوځوانو،فرهنګيانو،اديبانواوشاعرانودهڅونې اوستاينې په خاطر دنړۍ له مختلفو هيوادو نه راغلواديبانو،شاعرانو،فرهنګيانواواوفرهنګپالو! اجازه راکړۍ تر هر څه وړاندي په سويډن کي ددوستۍ فرهنګی ټولنې اودمالمو دښاردفرهنګپالواووطنپالو افغانانو،دمالمو ښاردولتي اوټولنيزوادارو په استازيتوب تاسودرنو ميلمنو،پوهانو،فرهنګيانوپه اروپا کښي دفرهنګی ټولنواستازو،شاعرانو،ليکوالو اوپياوړوژورناليستان په ځانګړې توګه هغوته چي داغونډه ئي په وياړ جوړسوې ښاغليو پير محمد باوري ، اجمل اند او صالح محمد صالح ته دزړه په مينه دښه راغلا ست په ویلوسره ستاسو ټولونه دزړه له کومي مننه کوم چي دټولوکاري اوورځني ژوندله مصروفيتونوسره موپه خپل ګډون داعلمي او ادبي غونډه لانوره هم درنه کړه . اغلو اوښاغلو! زموږ ننۍ علمي او ادبي کنفرانس پوره دوې ورځې کم دوه کاله وروسته په همدې تاريخي تالار کښي دايرېږي . دادی نن د۲۰۱۰ زکال دسپتمبر اتلسمه دسويډن دمالمو په ښارکې اوسېدونکي منلي اوغيرتي افغانان هغه افغانان چي په رښتياسره ئي په هرعلمي اوفرهنګی کارکښي زموږ ملاتړلې اوددوي دملاتړپه پايله کښي پردې بريالي سو يوچي دا ډول درنو غونډود جوړېدو جوګه سو. دادی دهمدې هڅوني اوملاتړ په زوردافغانستان په تاريخ کي پدې نام اونښان ددې لومړني علمي او ادبي کنفرانس کوربه يو . پر ځاي ئې بولم له خپلو ټولوهغوافغانانواغلو اوښاغلونه چي په خپل هراړخيز ملاتړاو مرستوئي ددې علمي او ادبي کنفرانس دجوړېدو امکانات برابرکړه اوپه ورين تندي ئې زموږ سره ددې درنې غونډي په جوړېدو،دکارونو په سمبالښت اودميلمنوپه هرکلي اوهغوي ته په خپلو کورونوکي په مېلمه پالنه بې ساري مرسته کړېده دزړه له کومې دمننې اوکورودانۍ احساس څرګند کړم . کورمو ودان همدا ستاسو بې ساري ملاتړ دی چي موږ دمالمو په ښارکې دهر ډول غونډو دجوړېدو جوګه کېداي شو.وياړ په تاسو غوندي فرهنګپالووطندارانو! وياړ زموږ په هڅانده زلموچي په خاص شوق اوعلاقه ئې ددې کنفرانس دجوړېدواودچارودسمبالتيالپاره شپه او ورځ تلاښ کړی . اوهمدا اوس چي کنفرانس شروع دی په ورين تندي دخپلو درنو مېلمنو عزت کوي ،دداډول ځوانان شتون او احساس ئي زموږ لپاره لوي وياړ دی . دخپلو ځوانانوحق به مي اداکړی وي که ووايم ددې درانه کنفرانس دجوړېدو مبتکرين هم همدا ځوانان وه چې ځيني دوستان ئي زمادټيم په نامه يادوي .په رشتيا دادوي وه چي ان د۲۰۰۹ کال دديسمبر په مياشت کښي ئي پر نيمه شپه زمانه دداسي غونډي دجوړېدو اوستاسو ګرانومېلمنودرابللو غوښتنه وکړه .خوښ يم چي ددوي دا ارمان خودادی په خير اوخوښۍ سره پوره سو. ګرانو ځوانانو! که ستاسو همدا ډول هڅونه اوملاتړ موجود وي پدې باوريم چي موږ به دخپل هيوادپه اړوند دډيرو نوروعلمي ،ادبي اوسياسي کنفرانسونودجوړيدوجوګه اوسو . دې تاريخي ټکوته مي ځکه اشاره وکړه چي که په اروپاکښي دکومو علمي او ادبي کنفرانس اوداشان لويو غونډودجوړېدو تاريخ ته ځيرسونودمالمو ونډه دنوروهيوادوپه پرتله درنه ده،اوددي دروندوالي دليل دادی چي دمالمو افغانونودخپل هيواد او ولس په وړاندي دخپل ملي مسوليت نه دی هيرکړی . ددې غونډې دجوړېدونه زموږ موخه يوازي دانه ده چي ستاسو اغلو اوښاغلوهڅونې اودرناوي پر لارو چارو وږغېږو بلکې پدې ستاينه اوهڅونه به ددې نسل پر اوږيولوي ،دروند اوملي مسوليت کښېږدو اودابه ورته په ګوته سي چي په يوه ټولنه کښي ځوانان څومره سترمسوليتونه لري . اميدواريم چي زموږ دغه ځوان نسل دې ټکې ته جدي پاملرنه ولري چي دخپل هيواد اوافغان ولس په وړاندي اوپه عام کښي دټول بشريت په وړاندي ستر انساني مسؤليت په بری سرته ورسوي . دځوانو قلم قلموالواودهغوي مينه والو! زموږ دپاره دوياړ ځاي دی چي نن موږ سره پدې درنه غونډه کي دافغانستان وتلی تاريخ پوه اوغښتلي څېړنيز قلم خاوند کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني په ګډون دافغانستان دځوانسل پېژندل شوی ليکوال، شاعران ،ژورناليستان اوانترنټ پاڼو جوړونکی،پياوړې فرهنګی څېرې اونورتاسو غوندي درانه شخصيتونه له ځان سره لرو. اغلو اوښاغلو! په کنفرانس کې دبرخي اخيستلولپاره د انګليستان ،ناروي ،ډنمارک، هالنډ،جرمني اوسويډن دمختليفوښارو اوسېدونکوافغان اديبانو، شاعرانو،ليکوالو، ژورناليستانواودمختلفو ويب پاڼومسولينو،فرهنګي ټولنو استازو تشريف راوړی . زموږ لپاره دوياړ ځاي دی چي زموږسره دسويډن دمالمو دښار ددولتي او فرهنګې ادارو استازي دمالمو په ښار کي دNBV ،استازي برخه لري . پر ځاي ئي بولم چي دمالمودښاردولايت مقام داړونده ادارواوهيلي دناحې له مشرتابه دکروکسبيک دښونځی له مدير نه دهراړخيزه مرستواومعنوي ملاتړ په خاطردزړه له کومي مننه وکړم . غواړم په وياړسره څرګنده کړم چي ستاسو ځوانوليکوالو،شاعرانواوفرهنګيانوددې جوړسوی علمي اوادبی کنفرانس په نامه دنړۍ دمختلفو هيوادوڅخه زيات شمير افغاني ليکوالواوپوهانو له محتواډکي ليکنې اوپيغامونه راليږلې دي،زه يې دوخت دکمښت له امله دټولونه دزړه په مينه دمننې په څرګنده ولوسره دبېلګې په توګه دڅونومونه اخلم : وتلي شاعر،ليکوال اوڅېړونکی عبدالباري جهاني ،له افغانستان څخه د پوهنوال رسول باوري، له هندوستان څخه پوهنوال ډاکتر خالق رشيد،له کاناډانه دمشهور ليکوال ښاغلي حاجي محمد معصوم هوتک ،له امريکانه پېژندل سوی ليکوال اوژباړونکي ښاغلي رحمت اريا ،دامريکاداوهايوايالت اوسېدونکي افغاني دري ژبې شاعري چي اوس په افغانستان کي کارکوي اوددې په غوښتنه ئې دنامه له يادونونه ډډه کوو،دغښتلي قلم اوعالي تحليل خاوند ليکوال اود افغانستان دسيمه ايزو مطالعاتودمرکز رئېس ښاغلي عبدالغفور ليوال ، دافغانستان دراډيو تلويزيون رئيس اوپياوړي ليکوال ښاغلي زرين انځور،دافغانستان څخه دتکړه ليکوال ښاغلي غلام نبي مبتکر،په ډنمارک کښي مېشت افغان ليکوال پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبينوا ويب پاڼي مشر،ليکوال اوشاعر ښاغلي خالد هادي حيدري ، تکړه اوځوان ليکوال حبيب وقار،د غورځنګ ويبپاڼي مشر روح الله الهام ،دخوست ويب پاڼې مشر رحيم خان تڼۍ، په کابل دکليد راډيو دفرهنګي چارو مسوول صديق الله بدر، ښاغلي ارش ننګیال ، د مینې راډیو مؤسيس، دکوزي پښتونخواله مختليفو سيمو،داستراليانه زموږ دهيواد غښتلی ليکوال محترم هدايت اله هدايت، دافغان استرليادبشردوستا نو ټولنې، ستکهلم نه زموږ پېژندل سوی ليکوال ښاغلي سرلوڅ مرادزي دکامي فرهنګی اوختيځ خپرندويه ټولنې په لندن کي د افغان ځوانانو ټولنې اونورودوستانونومونه يادولاي شو . غواړم دبينوا ويب پاڼي له مسول خالد هادي حيدري نه ددوې دهغه ميني او اخلاص نه مننه وکړم کوم چي ددې کنفرانس سره ئي لري دوي دغه شعارپه خپل ابتکار جوړاوله ډوبۍ نه ئي موږته په خپل مالي لګښت راولېږه . هېره دي نه وي چي ددې درنې غونډي په نامه له کابل،کندهار،هلمند،ننګرهار،کنړ، فراه،پکتيا،خوست ،مزار شريف، روزګان اوکندوز څخه هم دبرېښنا ليک په مټ ليکونه اوپيغامونه ترلاسه سوې دي . زموږ هيوادوالوپه خپلو برېښناليکونوکښي خپل دميني ډکوسلامونواوپيرزوينوپه وړاندي کولوسره ليکلې: اميد واريو ددغه کنفرانس عنعنه اودودتر نورواروپايي هيوادواوګران افغانستان پوري هم راوغځېږي تر څوزموږ ځوان نسل نه يوازي داچي وهڅول سي بلکی خپلو ځانګړو ملي مسوليتونوته هم متوجه کړاي سي . دوي دسويډن دمالموپه ښارکي داوسېدونکو افغانانواودوستۍ فرهنګی ټولنې دمشرتابه جرګې نه هم مننه کړې چي تل دداسي درنو غونډوکوربه وي . دوي ليکلي داچي دلومړۍ ځل لپاره ستاسو په مټ دځوان نسل دهڅونې اوستاينې لپاره داسي کنفرانس رابلل کيږي موږ افغانانولپاره دوياړ خبره ده اوتاسوته ددې کنفرانس دجوړېدو له امله مبارکي اوکورودانۍ وايو . پدې برېښناليکونوکښي اشاره سوې چي تاسو خبر ياست موږاوس دبدمرغيو اوناخوالوسره لاس په ګريوان يوچي هرڅه ئي رانه هيرکړی دي . شپه او ورځ لوي او واړه،نارينه اوښځې يوازي دژوندي پاته کېدواوعزت ساتلوپه تلاښ کي يو،په يوه خبره موږ هره لحظه ددوبلاوسره چي يوه ئي نا امني اوبله ئي دولتي مامورين دي لاس په ګريوان يو .کله چه په بهر کي خواره واره افغانان داډول علمي اوفرهنګي غونډي جوړوی،په رښتيا سره مودخوښيو اوښکی په سترګوکي ټوپونه وهی . اوله ځان سره وايوپه بهرکښي دادی افغانان شته چي يوه ورځ دوي اوياددوي بچی ددې خاوري عزت اوپت وساتي اودهغوپر قبر اوربل کړی کومو چي موږ اوزموږ خاوري ته ئې په سپکه سترګه کتلې ،اوموږ ئي تردې کچي زورولی يوچي دماشومانواوميندوله چېغو مو اوس عرش عظيم لږزېږي .سره لدې چي په بهرکي به هم دداسي غونډو جوړول اسانه کارنه وی خوپه هر حال ستاسو دژوند حالت ترموږ ښه دی ،ستاسو نه غواړودغه معمول وساتی اودخپلووياړلوشخصيتونو درناوی اويادوکړی . هيله موداده چي که افغانان ياست يوه لحظه دغه دپردوپلاس بل شوي اورکي وريت افغانستان مه هيروی ،زموږ داميدسترګی يوزاي ستاسوپه لورکږې دي ،موږکه دلته د شکايت لپاره خوله وازه کړو نوسرمو را باندي غوڅېږي . درنو هيوادوالو! واقيعت خو دادئ چي تاسو په خپل ګډون ،پيغامونو اوبرېښنا ليکونوموږ ته وياړ راوباخښه اوموږ مونورهم وهڅولو چي دافغاني کلتور دپياوړتيا،وياړلو شخصيتونودرناوی دځوان نسل سالمې روزنې او هڅونې ته تردې لاهم زياته پاملرنه راواړوواو ددغه ډول درنوعلمي او ادبی غونډود جوړيدو جوګه شو . بلې دوستانو! د وياړونو يادونه يوازي هغه اولسونه اوټولنه کولای شي چي دهغه په ارزښت پوهېږي اونه غواړي هرڅه دتاريخ په آرشيف يازيرمتون کي بې ګټې پاته شي . ديوې ټولني دوياړ نوپه معرفي کولو سره دهغه اولس دښې پيژندني لپاره اساسي لار ي پرانيستل کيږي،ځکه نودولسونو لپاره دخپلو وياړونو لمانځنه ،دځوان نسل سالمه روزنه ،هڅونه اوستاينه د هغوي د پايښت اساسي لامل ګڼل کېداي شي . همدا لامل دي چي د نړۍ ويښ اوبيدارولسونه د تيرو وياړونو يادونه له ياده نه باسي . د داسي ادبي اوعلمي غونډوله جوړېدونه زموږ موخه هم همدا ده تر څوزموږ ځوانان دغه اساسي ټکي ته پاملرنه وکړي چې دوي دخپل جګړه ځپلي ولس په وړاندي څومره ستر مسوليتونه لر ي . موږ غواړوپه دوامداره توګه ځوان نسل دغه ټکي ته متوجه کړو چي بايددخپل هيواد دتاريخ اووياړنو علمی ،ادبي اوسياسي شخصيتونواوخپل دهيواد دتاريخ په اړوندکره اودقيق معلومات ورلري . موږ غواړودورته غوندودجوړېدو په مټ عملأ داپه ګوته کړوچي ددوي هيوادعلمي شخصيتو، پوهانو اوديبانوروزلوته چي وکولاي شي خپلې ټولنې اوبشريت ته ګټور تمام شي دڅښاک اوخوراک غوندي اړتيا لرو. له نېکه مرغه موږ اوس دهرې ورځې په تېرېدواوبشری ناخوالوپه لمسولوسره پدې پوهېدلي يوکه غواړو روښانه اويوپر مختللې راتلونکې ولرونواړينه خبره داده چي روڼ اندي اوسالم ځوان نسل ولرو. دسالم او اګاه نس ل روزنه دټولوافغانانوملي او انساني دنه بولم .که موږ غواړودبهرنيانو اويابل هغه چاچي دهغو باداري مونه خوښېږي له تسلط نه خلاص اوسو،نوبايد خپل راتلونکی نسل سالم وروزواودهغوي لپاره دهر ډول تعليم اوتحصيل امکانات برابرکړو. زموږ په اوسني کنفرانس کښي داسي ځوان ليکوال اوشاعران شته چي دژوندپه ډيرو کړاونواوله کړکېچونونه ډکو شرايطو کښې ئي دځان دپوهاوي اومسلکی پوهی دترلاسي کېدوپه موخ زياتي خواری ليدلي خوتردغه ځايه ئي ځان رارسولی دي . که ددغودژوند لنډ تاريخ اوبڼې ته چي نن ئي موږ اوتاسوددوي په وياړ راټول سوی يوپام واړواوددوي دالنډخو ډير ژورژوندليک ولولودابه راته څرګنده سي چي افغان زلمی لکه دنړئ دنوروولسوځوان نسل دعلم اوپوهې په ميدان کي دسيالي جوګه کېداي سي . درنو فرهنګيانو اوفرهنګپالو! متاسفانه په افغانستان کي تر اوسه لاد تاريکو پيړيود اندونودخاوندانو واکمني ده، خو د هيواد نه بهر د يوشمير روڼ اندو هيوادوالواوکلتوري ټولنو په زيار او هڅو د وياړونود لمانځنې دودراژوندی کړی اودنړی وال معمول سره سم پالل کيږي . دوياړ ځاي دي چي بهر ميشتو افغانانو په تير ه لسيزه کي نه يوازي داچي د تيرو وياړونو نمانځنه يې وکړل ، بلکي د خپل دوران وياړلوڅيرو او منلي شخصيتونه يې هم را وځلول . اغلو او ښاغلو ! ددې کنفرانس دجوړېدو موخه مو هم همدا ده چې يو خوموستاسو پياوړودقلم خاوندانو څه ناڅه حق اداکړۍ وي اوستاسو دعلمي اوادبي چوپړ قدرداني شوی اوله بلې خوا موپه ژوندنې دخپلو منلوځوانو شخصيتونواو پوهانودرناوی په يوه عنعنه بدل کړی وي .يو ولس بايد دخپلو علمي اوفرهنګي شخصيتونودرناوی دهغه په ژوند کښي وکړي ،تر څوهغه دا احساس کړي چي دهغه دزيار اوزحمت ته دهغۀ ولس دقدرپه سترګه ګوري . زه دشعر،ادبي ليکنواوټوکو دلوستلوسره دعلاقمند په توګه دمسلک له مخې ځانته داحق نه ورکوم چي ستاسوپر هستونو بحث وکړم داکار دغونډي نوروبرخه والوته پرېږدم . زه يوازي دومره ويلاي شم چي که پښتو ويب پاڼې په خپل منځ کي فرهنګی فعاليت سره کوردينه اويودبل په مرسته پر مخ بوزي دابه ډيره ګټوره تمامه سي . پدې پوهېږم چي هر ويب پاڼه ځانته نشراتي پاليسي لري خوبهتره ئي بولم چي دډله ايزي رسنۍ نشراتي پاليسي دملي او انساني ګټوله چينونه خړوبه شي . زموږځوان ويب پاڼه چلونکي نه بايد يوازي ديوه مطلب دپورته کوونکي اوناشر دنده پر غاړه ولري ، بلکي دخپل هر قلمي همکارزړه قدروکړي اودهغه ليکنه يوځل هرومروتر خپل نظر تيره اوټايپی تېروتنې ئي اصلاح کړي .تراوسه کله کله ليدل کيږي چي دمطالبونشرول په بېړه اويايوازي ديوې ليکنې اومطلب دنشرپه مفهوم ورسره برخورد کېږي . پر ځاي به وي چي ددې ويب پاڼودرانه چلوونکي دنورو ويبپاڼو،دهغوچي ډيري تجربې لري اودنړۍ په پرمخ تللو هيوادو کي فعاليت لري له تجربواومسلکي مهارت څخه نه دکاپي کېدوپه بڼه بلکي دګټوري اوعملي استفادې په شکل ګټه واخيستل سي. زه مسلکي نه يم خوکه لاندي ټکوته پام راواړول سي اوياتاسوپه خپل منځ کي پرې بحث وکړی فکرکوم بې ګټې به نه وي : ۱ / پدې ورستيوکې چي زموږ تاريخي اثار اوليکنې دپردوغلګروتر قلمي اوتخنيکي يرغل لاندي دي په ډېروخپروسوومطالبوکي لاس وهنه کيږي اوفکټونه ياله منځه ځي اوياغلط تفصيرېږي ، اړينه ئې بولم ددغه ناولي لاسوهنې سره دمبارزې په موخه زموږ دنومياليو مورخينو عملي آثار په پرله پسې توګه خپاره او په پاڼه كې داسي خوندي كړاى شي چي دتورولاسونوخاوندانولاس رسی ورته ناشونی وي . همدا ډول له ژونديو مورخينواوپوهانو څخه غوښتنه وشي چي خپلې ليکنې ويب پاڼوته درولېږي ترڅوله دي لاري ډير ژرلوستو نکي وکولاي سي دعلمي ،ادبي اوتاريخي اثارو ته لاس رسی پيداکړي . ۲/ دهغو ويب پاڼولپاره چې په افغانانوپوري اړه لري ډيره اړينه ده چي خپل ليکوال وهڅوی تر څودافغانستان دلويشت لوېشت تاريخ اوجغرافيې په اړه تاسوته څېړنيزي ليکنې وکړي .ترڅوموږ دخپل هيواد اوخلکوپه تاريخ ،پخوانيو رېښو،علمی اوفرهنګی وياړنو پوه نه سونه يوازي داچي پر مخ تګ به ګډوډوي بلکي له هغه برخي معلوماتوڅخه چي دهر نسل لپاره حياتي ارزښت لري بې برخی پاته سو. په ټولوپر مخ تللو هيوادوکي نه يوازي دهيواد دجوړېدو اوقهرمانيو تاريخ ليکل کيږي ،بلکي دهر ښار اوهر کلي تاريخونه ليکل کېږي اوپدې هکله نوي نسلونوته پوره اوکره معلوماتونه پرېږدي ،کېداي شي که ناوخته هم وي زموږدغه زلمي چي له ويب پاڼوسره سروکارلري له خپلو پوهانو وغواړي پدې هکله څېړنې وکړي اوستاسو له لاري ئې دتر لوستونکو او ځوان نسل پوري ورسوي . ۳ / دويب پاڼې دلا تکميلېدو په مقصد زما په عقيده بايد دټولنپېژندنې دعلوموبرخه برجسته شي اوپدې برخه کي دپوهانو په مرسته څېړنيزي ليکنې ،علمی مقالې اوله نورو ژبو پښتوته ژباړي خپرې سي . ۴ / په ويب پاڼه کي دځوان نسل دسالمې روزنې په موخه دټولنيزو خرافاتو اوناوړه دودونو سره دسالمې مبارزې پر مخ بيولوپه موخه ددې برخې ليکوالوته يوه ځانګړې کړکی پر رانستل سي .تر څو پخپلوعلمي اوڅېړنيزوليکنوزموږ په ټولنه کي دزړو اونو خرافاتوپر خلاف مبارزې سره مرسته وکړي . ۵ / دتنکيوماشومانولپاره لکه په نوروژبوکي دلوبوبرخه تراوسه هيڅ نسته ،زموږ ماشومان دنورو هيوادو دماشومانولپاره په يوټوب اونوروپروګراموکي لوبي ګوري په ژبه ئي نه پوهېږي يوازي ئي اکټوته خاندي . راسی پدې هکله فکروکړواودنړيوالو سازمانولکه يونيسف ،يونسکودماشومانودحقوقوددفاع نړيوال سازمانونه اونورونه دمالي اوتخنيکي مرستوپه راجلبولوداستونزه حل کړواوپدې وسيله خپل ماشوم له خپل کلوراوژبې سره په تړاوکي وساتو. ۶/ يوشمېردوستانو اويب پاڼوچلوونکو وړانديزکړی که دويب پاڼولپاره معينه ژبه وکارول سي اوددوي په ويناکه په ټول متن کي نه وي نودليکنې په عنوان کي دپښتو ((ې))ګانوته پاملرنه وسي،ځکه کله چي بيايوڅوک غواړي دغه مطلب دګوګل له لاري پيداکړي په اسانی سره یې پيدا کولاي سي اوکه دغه ټکی پکښي مراعت نسي ديومطلب پيداکول دګوګل له لاري ناشونۍ دی . پدې هکله که دټولوليکوالولپاره مشکله وي نوويب پاڼې چلوونکی که يوه دل لار په خپل منځ کي سره کوردينه کړي اودتفاهم پر بنيادوکولاي سي ديوه مطب ترنشروړاندي ددغو ټکو اصلاح ته متوجه سي دابه ئي موقتي دحل لار وي .همدلته غواړم يوه حياتي ټکي ته اشاره وکړم اوهغه داچي دويب پاڼي چلونکی که په دواړوژبومطالب نشروی اويا يوه ژبه ،په هغه ژبه بايدځان بلد کړي . که هر ويب پاڼه دتحريرهېئت ولر ي چي دليکنې دنشراواصلاح په اړه ورسره مرسته وکړي. که چاپي رسنيوته پام واړوهره ليکنه چي هغوي ته لېږل کېږ ي هغوي ئي تصحيح کوي اوبيائي نشرته سپاري ،ويب پاڼي هم بايد دادودخپل کړي . ۶ / د هيواد په اوسنيوکړکېچنو حالاتوکي وينو چي د پښتو ژبې سره بې ځايه اوبې دليله دښمني پيل سوې په قانون کي رسمي خود استعمال لپاره ئې ((شنه اوزرغونه)) پاټکونه جوړېږي . يوشمير خوپدې وسيله غواړي زموږ په واحد اويو مټی افغانستان کي دژبوجګړې ته لمن ووهي ،خوزموږ موخه جګړې ته لمن وهل نه بلکي دخپلې ژبې پاوړتياته جدي پاملرنه ده . ټول پښتو ژبې ليکوالو اودډله ايزو رسنيوسره په تړاو کي افغانانو به هغه وخت خپله ملي او انساني دنده سرته رسولې وي تر څوله دغه پاټکونه تيراودپښتوژبې له استعمال اوپياوړتياسره مرسته وکړي . البته دې ټکې ته په ګوتنېونه سرمې په هيڅ صورت موخه نورو خويندو ژبوته چي هغه هم زمادولس ژبې دي سپکاوی اويادهغوي په وړاندي ددښمنۍ راپارول ندي ،خودادځان حق بولم دخپلې مور له ژبې دفاع وکړم ،دهغې دپراختيا،دود اوپياوړتيا لپاره له پښتنې مورنه پيداسوی خپلې تيروتنې ته متوجه کړم . زه باورلرم چې تاسو ځوسن نسل به خپله ژبه ديرغلګروله هر ډول وحشيانه اوکرغېړنو حملواوتېريو نه وساتی . موږ بايد دې ټکې ته هم جدي پام ولروچي دژبو سوداګر دژبې په وړاندي دپښتو ژبې دښمنانوتبرته لاستی وانه چوي،ژبه مورده دمورسره مينه ،دهغې درناوی اوساتنه لکه دهيوادساتنه پرموږ ټولوافغانانو فرض اوزموږ ملي دنده ده. دخپلوخبروپه رانغاړلوکښي دګرانو شاعرانواوادبي ليکوالو پام دې ټکي ته را اړوم چي په خپلوادبي ليکنو اوشعرونو کښي انسان، انسانيت ،بشري عاطفه ،ملي احساس، شهامت ،صداقت پاکی ،سوله ،عدالت ،يواوبل ته درناوي درسونه راونغاړی . ستاسوپه شعرونواوادبي انځورونوکښي دټولواجتماعی ناخوالواوناندريوسره دمبارزې ډګر اود زبرځواکو سره دډغرو ميدان تودساتل ،له هغوي سره دقلم په مټ مبارزه پرمخ بېول خوددې ترڅنګ دطبيعت ، ښکلا،ميني اومحبت انځورول ستاسوانساني دنده شمېرل کيږي .زموږدهيوادوتلوشاعرانوهغوچي په شعر اوادبي کيسوليکلوکښي ئي سرسپن سوی اثارو ته مراجع به ستاسو سره لويه مرسته وکړي . درنو دوستانو! څرنګه چي زموږ په دې غونډه کې زموږدهيوادځوان پيژندل سوې ،ليکوال ،څيړونکی، اديبان او شاعران برخه لري نه غواړم ددوي دشخصيت ،کارنامو،ادبي هڅو او نوښتونو په هکله نوروږغيږم . دغونډي دکوربه په دود درنو پوهانو او روڼ اندوته وار ورکوم ،ترڅوهغوي هريوپه خپل نوبت دکنفرانس ګډونوالوسره دزړه خواله وکړي . اجازه راکړۍ په سويډن کښي ددوستۍ فرهنګي ټولني دمشرتابه جرګې اوټولوهغوافغانانو په استازيتوب چي زموږ سره ئې ددې درنې غونډي په جوړېدوکي مرسته کړې يوځل بيا تاسو ددې تاريخې غونډي برخه والو ته دزړه اواخلاص په مينه کوروداني په ويلوسره څرګنده کړم چي ستاسو دالويه لورېنه به زموږ هيڅ وخت هيره نشي چي تاسودخپلو مصرو فيتونو سره سره لطف وکړ اودهيواد دځوان نسل دهڅونې په وياړ کنفرانس کښي موزموږ سره يوځاي پګ خپل ګډون داکنفرانس نورهم دروند کړ .په حقيقت کښي دا تاسو ياست چي پخپل راتګ اوګډون مو ددې درانه اوادبي کنفرانس اومشاعرې جوړېدل شوني کړل . پدې هيله چي زموږ دځوان نسل دهڅونې ،ستاينې اودرناوي په وياړتاسودرنواودقدومېلمنواوګډون والو دکنفرانس کاردخوښی ،صمېميت ،درناوی په فضاکي په بری سره پاي ته ورسېږي . زه خپلي خبري پدې ټکې رانغاړم چي موږ اوتاسو ټول افغانان لکه نورو ولسونه دخپل هيواد اوټول بشريت په وړاندي مسوليت لرو،پدې هيله چي خپل هيواددنوروهيوادو په شان لکه صالح محمد صالح چي وايي شرق دلمرختو ځاي خوتياره دي دتل لپاره روښانه کړو. بېشمېره برياوي ،روغتيا،هوساينه ،بسياينه اوخوښۍ مومل . ومن الله التوفيق -------------------------------------------------------------------------------- پيغامونه دNahimi.dk/pashtoویبپاڼی دکارکونکوپیغام ابراهیم نعیمی نیټه : ۹ / ۶ / ۲۰۱۰زکال ښاغلومشرانو، وړونواوخویندوالسلام علیکم! زه ابراهیم نعیمی اوزمادویبپاڼی ځوان کارکوونکی دادډول ګټوروغونډودجوړیدو څخه په کلکه ملاتړکوو. لومړی بایددښاغلی حبیب الله غمخوراوورسره ملګری ټیم څخه دزړه له کومی مننه وکړم چی دداسی یوپراخی اوګټوری غونډی نوښت یی کړی اوموږته یی دازمینه برابره کړه چی همدانن په دی تالارکی راټول شوی یو. ښاغلوحاضرینو! موږدخپل هیوادپه دننه اوبهرکی داسی لیکوالان، شاعران ، دادب اوفرهنګ په ټولوبرخوکی وتلی شخصیتونه لروچی ویاړورباندی کولای شوچی همدانن زموږسره په دی غونډه کی تشریف لری. دخوښی ځای دی چی په وروستیوکلونوکی دلوستلو، لیکلو، دویبپاڼوجوړونه اونوردی ته ورته هڅی په ځانګړی ډول دځوانانوله خوادومره ګړندی شوی دی چی دپرمختللوهیوادونود ځوانانوسره سیالی کولای شی. یوازی دومره په کارده چی زموږمشران پوهان دځوانوڅیروپه روزنه اولارښوونه کی ترپخوازیاتی هڅی اوتلاښونه وکړی ترڅو وکولای شی دنوی تکنالوجی څخه په ګټه اخیستنه د ننی اطلاعاتی نړی په لیکه کی ښه وځلیږی. ښاغلوحاضرینو! دروانی میاشتی په اتمه نیټه می دهیواددنامتوشاعراولیکوال یوه لیکنه چی دوړاندیزپه ډول وه دافغان جرمن په ویبپانه کی ولوسته. ښاغلی جهانی ټولوسیاستوالو، لیکوالانو، شاعرانواوپه ټول ډول روښان اندوته بیله کوم توپیر څخه دیوی ملی جرګی یاټولنی دجوړیدووړاندیزکړی وه ترڅوچی دهیوادپه روانو پیچلوحالاتوکی خپل رول اداکړای شی. ددی وړاندیزاودی ته ورته هڅوڅخه څرګنده ده چی ترهری وژوونکی سلاح نه دقلم زورټاکونکی رول لری اوپه ټولنه کی دقلم دخاوندانواوپه ټول ډول دفرهنګیانومسولیت دولس اوټولنی په مقابل کی ډیردرونددی. ددی لپاره چی دغه دروندپیټی موپه ښه ډول پورته کړی وی بایدد مرستی اویووالی لاسونه سره ورکړواوپه ځانګړی ډول دځوانواستعداددونوپه روزنه اوتشویق کی زیاتی هڅی وکړو. زه چی دیوځوان دتخنیکی مرستوپه مټ پورته یادده شوی ویبپاڼه چلومه ستاسوټولولیکوالانواوشاعرانوقلمی مرستواو لارښوونوته اړتیالرم ځکه په یوګل نه پسرلی کیږی. دخپل ځان لخوابایدووایم چی دځوانانوپه تشویق اودنوروویبپاڼوسره دښه اړیکواوتجربودتبادلی لپاره دزړه له کومی حاضریم. اودداډول ګټوروغونډوجوړیدنه زموږدکاروان لوری ومنزل ته په ښه توګه رسولای شی. په درناوی …………………………………………………………………………………………………. د لوی او بښونکي خدای په سپېڅلي نامه دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنګی څېروپه وياړ نړيوال کنفرانس اومشاعرې ته د غورځنګ ويبپاڼي پيغام درنو خويندو او وروڼو ! تر هرڅه وړاندي غواړم د دغه ستر او خورا مهم کنفرانس له نوښتګرو څخه د زړه له کومي مننه وکړم چي په خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو سره يې د هېواد د ځوانو فرهنګيانو د تشويق او هڅوني لپاره دغسي دروند او پرخای نوښت پیل کړ. د تحصیلي دورې د پيل له امله او د ځينو ستونزو له کبله مې له بده مرغه ونشو کړای چي په دغه پرتمينه غونډه کې ګډون وکړم، تاسو قدرمنو برخه والو ته چي د دغې غونډي د ګډون وياړ او نېکمرغي مو په برخه ده مبارکي وايم. په يقين سره ويلای شم چي دغه کنفرانس به له يوې خوا د هغو فرهنګيانو درناوی وکړي چي په تېرو کلونو کې يې د پښتو ژبي د ودي او پرمختګ لپاره هڅي کړې؛ او له بل لوري به نوي ځوانان دې ته وهڅوي چي د خپلې ژبي د ودي او پراختيا چوپړ او مسؤوليت ومني. هېره بايد نه کړو چي پښتو ژبي ته شوی کار په هيڅ ډول کافي نه دی، پښتو ژبه خورا ډېر نور کار او ودي ته اړتيا لري. زموږ په ګډون ځوانو فرهنګيانو چي د انټرنټ په کچه کومي هڅي کړې دي د قدر وړ دي، خو پښتو ژبه د انټرنټ په پراخه نړۍ کې له موږ څخه خورا ډېر نور کار غواړي. بنسټيز کارونه په هره برخه کې د کلونو کلونو لپاره د انسانانو د نېکمرغۍ لامل ګرځي، زموږ په آند که د انټرنټ په کچه پښتو ژبي ته په مشترک ډول بنسټيز کار وشي، له يوې خوا به د پښتو ژبي د ودي لامل شي او له بلي خوا به پښتانه د انټرنټ په نړۍ کې آسانتياوي ترلاسه کړي. داچي زموږ کاري ساحه په انټرنټ پوري تړاو لري، موږ وړانديز لرو چي د پښتو ويبپاڼو د انسجام او مشترک کار لپاره دي يوه ټولنه جوړه شي؛ د ټولني دنده به د ويبپاڼو د کار ارزونه، سلامشوره، د کلنۍ غونډي جوړول، غوره ويبپاڼي ته د کلنۍ جايزې ورکړه او داسی نور مسایل وي. هر کار د ادامې په صورت کې پايلي ته رسېږي، هیله لرو چي دا به د دغسي کنفرانسونو او غونډو پيل وي او کال تر بله به په ښه او شانداره توګه جوړ او ترسره شي. يو ځل بيا د دوستۍ فرهنګي ټولني په تېره بيا د قدرمن مشر ښاغلي حبيب الله غمخور کورودانی او قدرداني کوو چي په خپلو هڅو سره يې دغه ستر ابتکار وکړ او د راتلونکي لپاره يې بنسټ کېښود. د کنفرانس ټولو قدرمنو برخه والو ته د ښه وخت او برياليتوب هيله کوم. په درنښت د غورځنګ ويبپاڼي مشر روح الله الهام .................. د افغان ځوانانو ټولنې-لندن پیغام غمخور صاحب او د دې نوښت نورو ملګرو د افغان ځوانانو ټولنې – لندن په استازيتوب له تاسو او ستاسو ملګرو نه مننه کوم چې د خپلو نورو ډیرو ارزښتمنو بوختیاوو په ترڅ کې دا دی د افغان ولس تر ټولو غښتلې او تر ټولو ډیرې له پامه غورځیدلې برخې یعنې افغان ځوانانو ته مو پام شو. نن سبا افغان ځوانان ښایي د افغانستان د ټولنې تر ټولو وړتیامنه او له علمي پلوه ځواکمنه برخه وي. خو له بده مرغه تر ننه پورې له دې وړتیا او ځواک نه مثبته ګټه نه ده پورته شوې. د افغان ځوانانو ټولنه چې څه د پاسه یو کال د مخه په لندن کې د یو شمیر مساپرو ځوانانو په مټ پیل شوه دا اوس په هیواد کې د ننه او باندې ګڼې مرستندویه پروژې د افغان ځوانانو د علمي کچې د پخولو لپاره پر مخ بیایي. مونږ ویاړو چې ځان د هغه بختور بهیر لارویان ګڼو کوم چې تاسو په خپله نننۍ ناسته کې لمانځۍ. خدای مو لره ډاکټر خسرو سنګروال د افغان ځوانانو ټولنې مشر 2010.09.16 ......................... د پاک پروردګار په نامه درنو ځوانانو سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ! خوشاله یم چې دا ځل د ځوان نسل د لمانځنې ورځ راورسیده. کېدای شي دا لمړی ځل وي چې ځوانان ستایل ګېږي، حال دا چې ځوانان د نړۍ په پرمختګ کې لوی لاس لري او دا هم حقیقت دی چې د نړۍ په بدلون کې هم پوره ونډه لري. د ځوان علمي، ادبي او فرهنګي څېرو په ویاړ، په دغه نړیوال کنفرانس کې داسې ډیرې څېرې شته چې زموږ ه�- حبيب الله غمخور
بېرته شاته