(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دPSDP له خوا دبینوا او ټول افغان د بندیدو غندنه

[27.Sep.2010 - 21:41] بینوا ـ ویبپاڼی د ځوان پیاوړی پښتون ښاغلی خالد هادي حيدري او ټول افغان ـ ویبپاڼی د ځوان پیاوړی پښتون ښاغلی شیرزاد کامه وال په مشرئ او هڅو د ژورنالیزم د اصولو په چوکاټ کی د انټرنټ پر مخ د خپلی وسی سره سم تازه ،کوټلی او معیاری مالومات د هیواد دننه او بهر ټولو پښتنو ته رسوی، دپښتو ژبی او کولتور په پالنه او پرمختیا کی په رسنیز ډګر کی پوره ونډه لری . دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په افغانستان کی دبینوا ویب پاڼی بندیدل او ټول افغان ویب پاڼی ته د بندیدو ګواښ په کلکه سره غندی او پدی باور لری چې د پښتون قام شعوری او تاریخی دښمنان به هیڅکله دخپلو شو مو او پر دوپالو موخو په پلي کولو سره د پښتنو د ځوان کول اراده کمزوري نه کړی . دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP دافغانستان د حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوی چې په بینوا بندیز پای ته ورسوی او د افغانستان په اوسنې حکومت کې د پښتنو په نامه په لوړو څوکیو(کرسیو) ناستو ټولو حکومتي واکدارانو غږ کوی چې د پښتون قام قسم خوړلو دښمنانو د ناروا کړنو مخه ونیسئ او په زغرده د پښتنو د حقوقو دفاع وکړئ. دغه راز د نړئ په ګوټ ګوټ کی په ټولوپښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شئ ،تر څو د دښمنانو موخی شنډي کړئ په درناوی عزیز سرشار د پښتنوټولنیزولسولیز ګوندد خپرونو چارو مشر Aziz Sarshar Press and Information Secretary of Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته