(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سيلاب ځپلو سيمو کې اووه ملينه خلک سرپناه نۀ لري

[21.Oct.2010 - 11:11] د ډیوه راډیو د خبر له مخی ملگرو ملتونو دنهې په ورځ وئيلي دي په پاکستان کې دراغلي خونړي سيلاب ددريوؤ مياشتو تيريدو باوجود اوس هم خواؤشا اووه ملينه خلک د اوسيدو لپاره دکورونو څخه محروم دي. دملگرو ملتونو يوې وياندې سټيسي ونسټين په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دپاکستان په سيلاب ځپلو سيمو کې خواؤشا اووۀ ملينه خلک بې کوره ژوند کوي. هغې وويل درې مياشتې دمخه راغلي خونړي سيلاب 1.9 ملينه کورونه هم تباه کړي دي. ونسټين وويل په سيلاب ځپلو سيمو کې خواؤشا 14 ملينه خلک سملاسي بشري مرستو ته اړتيا لري او زياته يې کړه ملگرو ملتونو په روانه مياشت کې په 39ؤ سيلاب ځپلو ضلعو کې په 2.5 ملينه خلکو خوراکي مواد او راشن ويشلي دي. سږ کال دپشکال دزياتو بارانونو له امله دهيواد دشمال لويديزو برخو څخه پورته شوؤ سيلابي موجونو ددريوؤ مياشتو په مهال خيبرپښتونخوا، پنجاب، سندهـ او بلوچستان کې په زرگونو کليو کې تباهي خوره کړې وه. خواؤشا 10,000 کورونه تباه شوي او په لويه پيمانه ولاړ فصلونه او دکرکيلې ځمکې ته هم زيان رسيدلى ؤ. يواځې په خيبرپښتونخوا کې لږ ترلږه اووۀ لکه څاروي ددغه قدرتي افت په مهال مړۀ شوي وؤ. چارواکو په دغو سيلابونو کې د1700ؤ کسانو دوژنې پخلى کړى دى. بلخوا د دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ کې دډزو او هدفي وژنو په بيلا بيلو پيښو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 40ؤ ته رسيدلې ده. د سرچينو له مخې ددغو کسانو له وژنې وروستو پوليسو داړي گړي او ډزو په تور د 60ؤ نه زيات کسان نيولي دي. دډزو دغه تازه پيښې دصدر په اکبر رود او ملير سيټي کې رامينځته شوي چې دغلته د نامعلومو وسله والو په ډزو درې کسان وژل شوي دي. په کراچۍ کې نن په دريمه ورځ هم دوژنو په پيښو کې کمى نۀ دى راغلى او سحر وختي په رنچهوړا لائن، اورنگي ټاؤن، لانډهي و ملير او اکبر روډ صدر کې نامعلومو وسله والو شپږ کسان په ډزو سره وژلي دي. ددې نه علاوه لي مارکيټ، اقبال مارکيټ، اورنگزيب مارکيټ او خواؤشا سيمو کې هم دډزو خبرونه ترلاسه شوي دي. همدغه شان تير ورځ دعيدگاه سيمې څخه دتښتول شوؤ دوؤ ځوانانو مړي ترلاسه شوي چې هغوي په ډزو سره وژل شوي دي. په گلشن اقبال سيمه کې دموتي محل سره نزدې هم ديو تن مړى ترلاسه شوى او دوه کسان دملير په سيمه کې وژل شوي دي. په لياقت اباد، سائټ ايريا، بلديه ټاؤن، ، ميټها، گلشن اقبال ، عزيز اباد او نورو سيمو کې هم 7 کسان وژل شوي دي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته