(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انترنت پر مټ د افغانانو لپاره یو بې ساری ابتکار

[23.Oct.2010 - 17:58] د روان کال د اکتوبر په ۱۷ مه د اینترنت په نړیوال جال کې د افغان زده کوونکو او محصلینو لپاره د بنډار یا چت وېبپاڼه راووتله.ددغه سایت خبر پرون د بي بي سي ، د چین نړیوالې رادیو او یو شمېر وبسایتونو نه خپور شو. ددغه سایت چلوونکی وایي ، چې ددغه پاڼې یوه په زړه پورې بېلګه داده چې ګټه اخیستنه ترې ډېره ساده ده او کارویان کولای شي چې ددغه سایت په ارشیف کې د خپل دوران خپل ټولګیوال پیدا کړي، هغوی سره بنډار او د زړه خواله وکړي، په فوروم کې برخه واخلي او په بېلابېلو مسلو باندې بحثونه وکړي. ددغه سایټ چلوونکي زیاتوي چې، په ډېر لږ وخت کې د هېواد له ګوټ ګوټ نه د ۴۸ ساعتونو په بهیر کې په سلګونه محصلینو او زده کوونکو په دغه سایت کې راجستر شوي،او دا بهیر په ډېره چټکۍ سره دوام لري.ددغې وېب پاڼې پته په لاندې ډول ده www.hamsenfi.com - انجنیر عبدالقارد مسعود
بېرته شاته