(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حامد کرزی: دفتر یې ایران نه پېسې اخلي

[25.Oct.2010 - 20:03] ډیوه :د افغانستان صدر حامد کرزۍ نن په ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۰ نیټه د گل (دوشنبي) په ورځ په خپل یو بیان کې دا خبره منلې ده چې ایران ورته په کال کې یو یا دوه ځله پېسې ټکې ورکوي. ښاغلي کرزۍ ویلي دا پېسې ښه په صفا ډول مالي مرستې دي. صدر کرزۍ وویل ایران د نوموړي دفترته په مختلف موقعو سلگونو زره ډالر ورکړي دي. ښاغلي کرزۍ دا بیان د نیویارک ټائمز ورځپانړه کې خپور شوي یو مضمون په ځواب کې ورکړې کوم کې چې د صدر کرزۍ د دفتر مشر (چېف اف سټاف) عمر داودزۍ په اړه ویل شوي وو صدراتي ماڼې کې د ایران مفادات پر مخ بوتللو لپاره پېسې ټکې اخلي. صدر کرزۍ وویل ښاغلې دوادزې دغه پېسې د هغه په امر اخلي. نیویارک ټائمز ورځپانړې په خپل یو راپور کې د نامعلومو ذریعو د خلې لیکلي وؤ چې ایران خپل اثر د افغانستان ، امریکا او ناټو تر منځ اختلافونو زیاتولو لپاره کاروي تیره ورځ د امریکې یوې مهمې ورځپاڼې وئیلې ایران د افغان صدر حامد کرزي دد فتر مشر یا تر ټولو لوې مرستیال یا چیف اف سټاف ته په میلینونو ډالرې پیسې ورکړې دي. نیویارک ټائمز ورځپاڼه خپل رپورټ کې وائې عمر داؤدزۍ ته دغه پیسې په دې مقصد ورکړی شوې دي چې د افغانستان په صدارتي ماڼۍ کې د ایران مفاداتو ته وده ورکړی شي. د نامعلومو سرچینو د خلې نیویارک ټائمز وائې ایران غواړې چې د افغانانو او د هغوې امریکائې او نیټو مرسته کونکو ترمنځ خلا پیدا کړي. ورځپاڼه وائې ایراني چارواکې افغان صدراتي ماڼۍ ته په اسانۍ تگ راتگ کولی شي او د هغوي د پاره د پروټوکول یا د درانوي د معمول ترتیبات هم لرې کولی شي. نیویارک ټائمز وائې افغان وولس مشر حامد کرزي او د هغه مرستیال عمر داؤدزۍ د ایران لخوا ورکړی شوې پیسې د پارلیمان غړو، قبائیلي مشرانو او طالب مشرانو باندې په دې مقصد ویشلې دي چې د هغوې وفاداریانې ترلاسه کړی شي. ورځپاڼې د یو نامعلومه افغان چارواکې د خلې وئیلې داؤد عمرزۍ ته ایران یو نه واخلې تر دواؤ میلینه ډالرو پورې پیسې هره میاشت ورکړې دي. او یو نامعلومه سفارتکا ویئلې په ځنې موقعو خو تر شپږ میلنه ډالرو پورې پیسې هم په یو وخت ورکړی شوې دي. نیویارک ټائمز وائې حامد کرزي او عمر داؤدزۍ د ورځپاڼې لخوا هغوې ته د لیږلې شوؤ پوښتنو جوابونه ورکولو نه ډډه کړې. هم دغه رنگ نیویارک ټائمز وائې افغانستان کې د ایران سفیر فدا حسین مالکې هم د څه پوښتې جواب نه کړی. نیویارک ټائمز وائې د مالکې ترجمان دغه الزامات د غربي او خارجي میډیا لخوا شیطاني گپ شپ بولي دي پدی تړاو امريکا دايران لخوا افغان صدر حامد کرزي ته نيغ په نيغه دزياتو پيسو دورکړې تر شا په پرتومقصدونو دشک او شبهې څرگندونه کړې ده. دامريکې دخارجه محکمې وياند فلپ کرولي دگل په ورځ وئيلي دي واشنگټڼ افغانستان ته دايران دامداد دورکړې په حق او دافغانستان لخوا ددغه امداد دقبلولو په حق هيڅ رقم نيوکې نۀ لري. هغه وويل امريکائي چارواکي دتهران په مقصدونو شک لري ځکه چې ايران په سيمه کې دبې ثباتۍ رامينځته کولو په هڅو کې ککړ پاتې شوى دى. دسپينې ماڼۍ وياند بل برټن وائي په افغانستان کې دايران دزياتيدونکي اثر له امله نړيواله ورورولي دانديښنو سره مخ ده. دگل په ورځ دافغانستان صدر حامد کرزي منلې وه چې هغه دايران څخه دپيسو ډکې تيلې ترلاسه کړي خو دهغه په وينا دغه دامداد يوه روڼ انده طريقه ده. هغه وويل دپيسو دغه اخستل او ورکول خفيه نۀ وؤ. کرولي وئيلي ؤ واشنگټن هم افغاني چارواکو ته نغد رقم ورکړى دى ، خو دغه طريقه په اوسنيو کلونو کې تر زياته حده محدوده شوې ده. امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز تيره اوونۍ راپور ورکړى ؤ چې افغان مشران دغيرملکي سرچينو څخه ترلاسه کيدونکې پيسې دافغان قانون جوړونکو، قبائيلي مشرانو او طالب کمانډرانو دوفادارۍ ترلاسه کولو لپاره استعمالوي. بلخوا د امریکا یو نامتو اخبار په یو خبر کې ویلي شویدي چې د افغانستان د صدر حامد کرزۍ لخوا طالبانو سره نیغ په نیغه د رابطو کولو د هحو په وجه د پاکستان امنیتي چارواکي ډیر زړه ماتې شویدي. د واشنگټن پوسټ په ویب پانړه د اتوار په ورځ چهاپ شوي یو خبر کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي چارواکو د خلې ویل شوي دي چې دوي د امریکې حکومت د داسې کوم گام پرسر خبردار کړي دي چې ترمخه یې امریکایي اولس په دې زر قانع کړې شي چې جگړه کې پرمختگ روان دی. دوي خبرادارې ورکړو چې پاکستان په دغه جگړه کې بې ارزښته نه دی. واشنگټن پوسټ ورځپانړه په خپل راپور کې وایي چې امریکایي سفارت کاران وایی دوي پاکستان اهمیت کموال نه غواړي خو په دې خبرې زور ورکوي چې طالبانو سره به خبرو اترو کې به افغان حکومت مشري کوي. پاکستاني چارواکو د امریکایي پوځي مشرانو لخوا په دغه خبرونو هم شک وښودول چې وایي گني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې اترې نزدې دي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته