(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جومات دننه ځانمرگي بريد کې ۷۰ کسان شهیدان شول

[05.Nov.2010 - 12:38] دره ادم خيل : جمعه د 2010 نوامبر 5مه د پښتونخوا سوبې سرښار پيښور سره نزدې نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې داخور خيل په سيمه کې يوې سترې بمي چاؤدنه کې د70 ؤ څخه زيات کسان شهیدان شوي او په شلگونو نور ژوبل دي. ځان مرګی برید یابمی چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې په جومات کې دجمعې دنمانځه لپاره په لويې شمير کې خلک موجود وؤ وائس اف امريکا سره دخبرو په مهال دکوهاټ ډي سي او شاهدالله په دغه ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ ؤ کسانو دوژنو دپخلي په ترڅ کې وويل دغه چاؤدنه يو ځانمرگي ترسره کړې ده. هغه وويل ځانمرگى دجمعې دنمانځه په مهال جومات ته ننوتو اؤ دخواؤشا400 ؤ کسانو په مينځ کې يې په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو. د خیبر نیوز د راپورونو له مخی ځان مرګی برید کوونکی یو ۲۱ کلن هلک ؤ چی د پښتونخوا په ځایي وخت په یوه بجه او ۴۰ دقیقو جومات ته د ننوتو سره سم ئی ځان والوځولو او په لسګونو بی ګناه مونځ کونکی پښتانه ئی شهیدان او ژوبل کړل. دغه راز د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حسين د مړيو شمېر ٤٠ ښودلى او وايي چی اتيا تنه ټپيان دي. دچارواکو وينا ده دچاؤدنې له امله دجومات ودانۍ ته سخت زيان رسيدلى دى ژوبل کسان دپيښور اؤ کوهاټ روغتون ته رسول شوي دي دپيښې څخه وروستو په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه دچاؤدنې ځايې ته ورسيدل، ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې واخسته. دچاؤدنې وروستو په سيمه کې ټول کاروباري مرکزونه تړل شوي او سخته ويره ترهه خوره شوې ده.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته