(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل خان د راخلاصیدو پوری به احتجاج جاری ساتو

[08.Nov.2010 - 22:58] 08.11.2010, Peshawar: د کوزی پښتونخوا د یونیورسټۍ استازانو د اسلامیه کالج د پوهنتون د ریس (وائس چانسلر ) دتښتول کیدوخلاف په احتجاج لاس پورې کړی دی. پیښور کې د اسلامیه کالج یونیورسټۍ وائس چانسلر یا مشر اجمل خان د ۲۰۱۰ ع کال د ستمبر د میاشت په ۷مه نیټه د پیښور نه تښتول شوی دی د اتوار (یکشنبی) په ورځ د جنگیالو د طرفه خورکړی شوې یو وډیو کې اجمل خان په حکومت غږ کړی چې د نومبر د ٢٠مې نیټې پورې دې د هغه د اغواکونکو غوښتنې ومني. هغه وائې ژوندې يي په خطر کی دی دا نه ده معلومه چې د اجمل خان داغوا کارانو څه غوښتنې دي د ګل (دوشنبی) په ورځ پښتونخوا کې د یونیورسټۍ استازانو د اجمل خان د راخوشې کولو په حق کې احتجاج کړی دی. ددوې وینا ده ترهاغه وخت پورې به خپل احتجاج جاری ساتو، ترڅو حکومت اجمل خان صحیح سلامت ازاد کړی نه وي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته