(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وسله والو مومند ايجنسۍ کې درې ښوونځي والوزول

[09.Nov.2010 - 20:50] ډیوه: په مومند ايجنسۍ کې نامالومو تندلارو درې پرائمري سکولونه په چاؤديدونکو موادو سره الوځولي دي. دسرچينو له مخې تندلارو دغه ښوونخي (سکولونه)دمهمندو ايجنسئ دصافي تحصيل په قندارو سيمه کې الوځولي دي خو پکې چاته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې. په مومند ايجنسۍ کې دکال 2007م څخه راپديخوا 65 سکولونه دتندلارو لخوا په چاؤديدونکو موادو او نورو بريدونو کې تباه کړل شوي دي. په قبایلي سیمو او پښتونخوا کی تیرو څو کالونو نه تندلارو په زرگونو سکولونه په بمونو الوځولي دي او په ځېني موقعو کې یې ښځې استاذانې هم وژلي دي. بل لوري ته هم په صافي تحصيل کې وسله والو تندلارو په امنيتي ځواکونو بريدونه کړي چې پکې دوه عسکر وژل شوي دي. سرچينې وائي لمړۍ چاؤدنه دصافي تحصيل په عسکراباد سيمه کې هاغه مهال ترسره شوه کله چې دسيمې څخه دامنيتي ځواکونو دگزمې يو گاډى تيريدلو. پيښه کې ديو عسکر دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي. هم په دغه سيمه کې ترسره شوې يوه بله چاؤدنه کې هم يو عسکر وژل شوى دى- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته