(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپوږمۍ له كابو يو كلن ځنډ وروسته بيافعاله شوه

[22.Nov.2010 - 22:46] سپوږمۍ ويبپاڼهwww.spogmai.com چې د يوشمېرافغانو ليكوالو په مټ د سپوږمۍ رسنيز او كلتوري مركز لخوا چليږي، د لوى اختر د مباركې ورځ په لومړۍ ورځ، له كابو يوكلن ځنډ وروسته بيا فعاله شوه. سپوږمۍ ويبپاڼه به د تېر په شان،وخت په وخت مينه والو ته په خوږه او درنه پښتو ژبه پوهنيزې، ادبي، تاريخي، سياسي،كولتوري،ټولنيزې، مالوماتي،سياسي ليكنې او تاوده خبرونه وړاندې كوي. همداراز په دې هڅه كې به وي چې د هېواد له بېلابېلو وګړيو او مخورو اشخاصوسره مركې وكړي او له روان ناورين څخه د وتلو پر لارو چارو يې كتنې، اند او ليكنې خپرې كړي. سپوږمۍ هوډ لري چې د تېر په شان د پښتو ژبې علمي مطالب را ټول او د نړۍ جال په مټ يې د نړۍ تر هره ګوټه ورسوي، چې د اړتيا په وخت كې ترې مينه وال بشپړه ګټه واخلي او له بل لوري په انټرنيټ كې پښتو ليكنې په اسانۍ وموندلاى شي. همداشان سپوږمۍ كوښښ كوي چې په هېواد كې دمدني ژوندانه او اسلامي+افغاني چوكاټ كې د ولسواكۍ لپاره د عدم تشدد مبارزه وكړي او خپل درانه هېوادوال چې له لسګونو كلونو راهيسې په پردۍجګړه كې سوځي، د نړيوالو له پټو دسيسو څخه خبر كړي. هيله ده چې مينه وال به له سپوږمۍ سره د تېر په شان خپلو همكاريو او لاسنيوي ته دوام وركړي او خپلې ليكنې، نظريات ... به په دې پته [email protected] برېښليك كړي.
Mob:- 0093(0) 786 7777 26 0093(0) 7786 3132 5 E-mail:- [email protected] [email protected] [email protected] - نتلى
بېرته شاته