(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ټولټاکنو نتيجو د اعلان وروسته احتجاج روان دى

[24.Nov.2010 - 21:06] Deewa 24.11.2010 د افغانستان دټولټاکنو ازاد کميسيون دخالي په ورځ دستمبر په 18مه نيټه دترسره شوؤ پارلمانو ټولټاکنو نتيجې اعلان کړي دي چې ددغو نتيجو اعلانيدو وروستو په کابل کې احتجاج هم شوى دى. د ټولټاکنو ازاد کميسيون په پارلماني ټولټاکنوکې بريالي شوي درې نور کانديدان هم نااهله گرځولي چې له دې وروستو داحتجاجونو په لړۍکې نور شدت هم راغلى دى. ائي اي سي په افغانستان کې درائيو دعمل ترسره کيدل يوه ستره کاميابي گرځولې وه، د ستمبر د 18مې نيټې پارلماني ټاکنې په افغانستان کې دامريکا لخوا دطالبانو په ضد په کال 2001ء کې دکارروايۍ پيل کولو راپديخوادوهمې ټاکنې وې خو ددغو ټاکنونتيجې هم دزياتې بدعنوانۍ له امله ځنډيدلې وې. په افغانستان کې کوم معياري سياسي گوندونه نشته او دپارلمان دلاندې ايوان د249ؤ چوکو لپاره اودريدونکي 2514 کسان ټول ازاد کانديدان وؤ. په داسې حال کې چي د غزنې لوی شمېر اوسېدونکي نژدې ۸۰ سلنه پښتانه دي خو بیا هم حتی یو پښتون توکمه نه دی توانېدلی بریالی شي. هغه ددې لپاره چې په ۱۳ ولسوالیو کې ټولټاکنې نه دي شوې او په پاتې ۵ کې په پراخه پیمانه درغلی شوي دي. ددغو پارلماني ټولټاکنو په مهال په هيواد کې دامنيت سختې ستونزې هم موجودې وې اودافغانستان دټولټاکنو دازاد کميسيون چئيرمين فضل احمد وائي چې په غزني کې ترټولو زياتې درايې اچونې مرکزونه دغيرمحفوظتيا له امله تړل شوي وؤ. هغه وائي په هاغو سيمو کې چې پکې درايې اچونې ځائيونه پرانستي وؤ زياتره خلک درايې اچونې لپاره نۀ وؤ ورغلي. هغه زياته کړه دبيلگې په توگه په يوه اولسوالۍ کې خلکو يواځې درې رايې اچولې وې. دافغانستان يو ټاکنيز چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي په هيواد کې ترسره شوؤ دغو پارلماني ټاکنو کې اکثريت لرونکو پښتنو دپارلماني دکوزني ايوان 88 چوکۍ گټلي دي چې تير ځل يې شميره 112 وه. دافغانستان اليکشن کميشن چارواکو وروستو له هغې چې ورته په ټولټاکنو کې د5,000ؤ پورې شکايتونه ترلاسه شول په دغو ټولټاکنو کې داچول شوؤ 5.6ؤ ملينو ووټونو څخه 1.3 ملينه ووټونه باطل گرځولي دي. په دغو شکايتونو کې 2,500 شکايتونه دسنجيده نوعيت گرځول شوي وؤ. داليکشن کميشن چئيرمين زياتوي ټول په ټوله 24 کانديدان نااهله گرځول شوي دي، په هغوي کې درې هاغه کانديدان هم شامل دي چې دحکومتي چوکو نه يې استعفي نۀ وه ورکړې. په هغوي کې دصدرحامد کرزي ملگري او دهغه نزدې خپلوان هم شامل دى. فضل احمد وائي دغزني ولايت دټولټاکنو نتيجې به وروستو مقررولى شي اؤ په نورو 33ؤ ولايتونو کې دنتيجو عمل سرته رسيدلى دى. په ټولټاکنو دانديښنو څرگنديدو او احتجاج کوونکولخوا دنتيجو دمنسوخولو دغوښتې باوجود داليکشن کميشن چئيرمين وويل يو وار به بيا ټاکنې نۀ ترسره کيږي. دصدر حامد کرزي ددفتر مخې ته په کابلکې خواؤشا 150 کسان راټول شوي وؤ چې دټولټاکنو دنتيجو په ضد يې نعرې پورته کولې او بينرې يې پورته کړې وې چې پرې دائي اي سي په ضد نعرې درج وې. پوليسو گيرچاپيره سړکونه ړلي وؤ او په دغه احتجاج کوونکو يې سخت نظر ساتلو. صدرحامد کرزي په دغه هکله وئيلي دي له دې امله چې دغو خلکو په هيواد کې دپارلماني دښکتني ايوان لپاره چوکۍنۀ ده گټلې روډونه بندول او تشدد رامينځته کول سم کار نۀ دى او نوموړي دغه عمل دهيواد په ضد گڼلى دى. په دغو احتجاج کوونکو کې زياترو دا دړکه هم ورکړې ده چې کۀ چرې دهغوي غوښتنې ونۀ منل شوي نو زياتره افغانان دياغيتوب په لوري سميدلى شي. تیره ورځ دافغانستان د انتخباتو د شکایاتو کمیشن ویئلې دې د درغلۍ د الزاماتو ورستو په پارلیماني ووټونو کې کامیاب ١٩ امیدواران نا اهله گرځول شوې دي. کمیشن د اتوار په ورځ اعلامیه کې وئیلې دوه نور داسې امیدواران چې ددغه نااهلیو په وجه گټه ور کیدی شول، د هغوي نتائج هم د درغلیو د الزاماتو په وجه رد کړی شوې دي. د کمیشن یو چارواکې وئیلې نا اهله گرځول شوې امیدواران د کمیشن د فیصلې خلاف د اپیل حق نه لري. د ستمبر په ١٨ مه نیټه شوې د پارلیماني انتخباتو ورستو د شکایاتو کمیشن په ووټونو کې د درغلیو ٢،٥٠٠ شکایاتو ته کتنه کوله. انتخبات د افغان پارلیمان د ٢۴٩ چوکو د پاره شوې ؤ. بلخوا د امريکې يوې ورځپاڼې نيويارک ټائمز پرون د نهې (سه شنبي) په ورځ پخپل يوراپور کې ادعا کړې ده چې اوس اوس په کابل کې دافغان چارواکو سره دخفيه مذاکراتو کوونکى تن په اصل کې دطالبانو لوړپوړى مشر ملا اختر محمد منصور نۀ بلکې يو ټگمار ؤ. دغه خبره په افغانستان کې دجگړې دختمولو هڅو لپاره يو ستره ضربه گرځولى شي. دتيرو څو مياشتوڅخه دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ روانو خبرو اترو کې دپرمختگ ادعاوې کيدې اؤ نيټو هم طالبانو سره دصدر حامد کرزي دحکومت ددغو تماسونو ملاتړ ښودلې ؤ. خو اوس داسې ښکاري چې په خبرواترو کې کوم پرمختگ نۀ دى شوى اوامريکائي چارواکي هم په دغه هکله دنااميدۍ څرگندونه کوي. دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرو اترو څخه خبر يو لويديز سفارت کار په کابل کې نيويارک ټائمز سره دخبرو په مهال ددغه شکمن تن په هکله وويل هغه ملا منصور نۀ ؤ او مونږ ورته لويې ، لويې رقمونه ورکول. دنيټو او افغان چارواکو نيويارک ټائمز ته وئيلي دي دطالب کمانډر په شکل کې دغه شخص دپاکستان څخه راغلى ؤ او هغه ددوي سره درې ځله ليدلي وؤ، تر دې چې دافغان صدر حامد کرزي سره په صدارتي ماڼۍ کې دليدنې لپاره دغه دوکه باز طالب مشر دنيټو په الوتکه کې کابل ته راوستل شوى ؤ. دطالبانو مشر ملا محمد عمر تيره اوونۍ پخپل يو بيان کې دافغان حکومت سره دطالبانو دامن مذاکراتو اطلاعات بې لارې کوونکې اوازې گرځولې وې او دغه رقم راپورونه يې رد کړي وؤ. امريکائي چارواکو ورځپاڼې ته وويل هغوي دلمړۍ ورځې څخه دمذاکراتو کوونکي طالب مشر داصليت په هکله شک لرلو. خو په قندهار کې دافغان چارواکو سره ترسره شوې دهغه ددريمې ليدنې څخه وروستو دملا منصور پيژندونکي يو افغان مشر وينا وه چې هغه په مذاکراتو کې دطالبانودمشر کردار ادا کوونکى شخص نۀ پيژني،خو ددې باوجودنۀ خو امريکائي اونۀ هم افغان چارواکو ددغه شکمن دوکه باز څخه دهغه دپيژندگلو په هکله څه پوښتنې وکړې او افغان چارواکو ددې هيلې څرگندونه کړې وه چې هغه به دخبرو اترو لپاره بيا راځي. نيويارک ټائمز دځينو چارواکوله خلې وئيلي دي دطالب کمانډر شکل جوړونکى دغه تن ددوکې په ورکړې سره دمالدار جوړيدوهڅه کوي. ځينې چارواکي شک لري چې دملا منصور په توگه دغه دوکه باز شخص به دپاکستان استخباراتي شبکې ائي ايس ائي افغان حکومت سره خبرو له راليږلى وي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته