(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دتشدد په پېښوکې 29 کسان وژل شوي دي

[27.Nov.2010 - 22:52] ډیوه: 27.11.2010افغان چارواکي وائي په جنوب ختيځ ولايت پکتيکا کې د پوليسو په مرکز دوه ځانمرګي بريدونه ترسره شوي چې پکې د لمړيو اطلاعاتوله مخې 12 کسان وژل شوي دي او16 ژوبل شوي دي. د پکتيا دولايتي شورا مشر نواب وزيري په دغه هکله وئيلي دي ځانمرګي بريد کوونکو دپوليسو وردۍ اغوستې وې. د هغه وينا ده يو ځانمرګي د پوليسو دهيډکوارټر دننه او بل ددروازې سره نزدې په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد چولي دي. هغه وويل دچاؤدنو په ځايې کې په ګڼ شمير کې مړي پراتۀ دي. د ځائي پوليسو يو وياند جنرال داؤد اندرابي وائي دواړه چاؤدنې پرله پسې دشلو منټو په دمه کې ترسره شوي دي. بلخوا نيټو ویلي افغان او ائتلافي ځواکونو تيره شپه په ختيځ افغانستان کې دعملياتو په مهال لږ ترلږه 15 تندلاري وژلي دي. د نيټو لخوا جاري کړل شوي بيان کې وئيل شوي دي امنيتي ځواکونو دننگرهار په شيرزاد اولسوالۍ کې دطالبانو ديو مشر لټه کوله چې په دغه مهال پرې دتندلارو لخوا بريد وکړل شو. بيان کې راغلي له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ په شوې نښته کې 15 جنگيالي وژل شوي دي. نيټو وائي اوس مهال دا معلومات ترلاسه کوي چې ايا په دغو وژل شوؤ طالبانو کې هاغه طالب مشر هم شامل دى چې هغوي يې لټه کوله؟ په سيمه کې يو ولسوال محمد حسن ددغه نښتې په هکله وئيلي دي په نښته کې ديو مقامي طالب کمانډر په شمول خواؤشا 18 تندلاري وژل شوي دي. همدغه شان ايساف وائي پرون دجمعې په ورځ په جنوبي ولايت هلمند کې ائتلافي اوافغاني ځواکونو وروستو له هغې دوه شکمن تندلاري ووژل اوګڼ شمير يې ونيول چې دافغاني او ايساف ځواکونو په نخښه کولو لپاره يې 17 ناکامه هڅې وکړې. تیره ورځ په شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوي دډرون بريد کې لږ ترلږه څلور جنگيالي وژل شوي دي. د سرچينوله مخې بې پائيلټه جاسوسي الوتکو د جمعې په ورځ د شمالي وزيرستان په پېر کلي کې په يو گاډي دوه ميزائيلونه داغلي دي. په دغه بريد کې څلور شکمن جنگيالي وژل شوي خو دا نۀ ده معلومه شوې چې په وژل شوؤ کې دالقاعده يا طالبانوکوم مهم مشر هم شامل دى که نه؟ په روانه مياشت کې دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو لخوا په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ترسره شوى دغه لسم بريد ؤ. په دغو بريدونو کې تر ټولو ستر بريد دنومبر په 16مه نيټه په شمالي وزيرستان کې دتندلارو تر استعمال لاندې يو کور او گاډي باندې ترسره شوى ؤ چې پکې 20 کسان وژل شوي وؤ. شمالي وزيرستان په سيمه کې دهاغه تندلارو ځاله گڼل کيږي چې وخت په وخت افغانستان کې دناټو په ځواکونو بريدونه کوي او بيا دپولې څخه راديخوا په دغه قبائيلي سيمه کې ځانونه پټوي. په دغو تندلارونۀ يواځې افغانستان کې داړي گړي تورونه لگول کيږي بلکې دافغانستان او پاکستان په گډه قبائيلي سيمه کې دفعاله طالبانوله لوري وخت ناوخت دپاکستان په شمول دنړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې هم دبريدونو گواښونه کيږي او زياتره وخت دغه طالبان په پاکستان او سيمه کې دورانکارۍ دکيدونکو پيښو ذمه وارۍ هم پخپله غاړه اخلي. امريکائي چارواکي وخت په وخت داسلام اباد څخه په شمالي وزيرستان کې دهاغو تندلارو په ضددعملياتو غوښتنه کوي چې په گاونډي افغانستان کې ميشتو بهرني عسکرو باندې دبريدونووروستو بيرته دغه قبائيلي سيمې ته وراوړي، خو پاکستان وائي په شمالي وزيرستان کې به عمليات په مناسب وخت او خپلو وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي. دکال 2008ء داگست مياشتې څخه دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد ترسره شوؤ 150ؤ څخه زياتو ؤ دډرون بريدونو کې دالقاعده او طالبانو ديو شمير لوړپوړو مشرانو په گډون خواؤشا 1100 کسان وژل شوي دي. بلخوا د پاکستان په واکمن ائتلاف کې دشامل مذهبي گوند جمعيت علماء اسلام مولانا فضل الرحمان چې نن سبا د برتانیا په سفر دې ویلي دي که حکومت هاغه عیسائې مېرمن چې په شکمنه توگه یې درسالت توهین کړې په معامله کې بهرنې فشار ومنلو او په رسالت قانون کې یې بدلون کولو هڅه وکړه نو ټولو هېواد کې احتجاجي لړۍ پېل کېدې شي. مولانا فضل الرحمن لندن کې ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړۍ مرکه کې وویل د نوموړي گوند ترڅنگ ټول مذهبي گوندونه پاکستان کې دننه د وسله والې مبارزې په حق کې نه دي او همېش یې په جنگیالو غږ کړې چې وسلې دې غورځوي او حکومت سره دې خبرو ته کېښني.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته