(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوباما په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلى

[04.Dec.2010 - 11:14] ډیوه 04.12.2010 د امريکې صدر (جمهور ریس) بارک اوباما د جمعې په ماسخوتن په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلى دى. د ا د صدر په حیث د ښاغلی اوباما دوییم سفر دی دددی کال د مارج په میاشت کی هم نوموړی په ناڅاپی سفر کابل ته راغلی و. صدر اوباما د شپې په تيارۀ کې دخراب موسم په وجه دافغانستان شمال لوري ته په بگرام هوائي اډه کې کوز شوى دى. د سپېنې ماڼې ویاند ویلي چې د خراب موسم له امله ښاغلې اوباما وه نه کړې شي چې د خپل افغان سیال حامد کرزي سره په کابل کې لېدل کتل وکړي. ټاکل شوې ده امريکائي صدر به په افغان جگړه کې بوخت امريکائي پوځيانو او نورو لوړپوړو پوځي مشرانو سره ليدنې کوي. صدر اوباما به دامريکائي سفارت خانې عملې او صدر حامد کرزي سره ليدلو لپاره نيغ کابل ته رسيږي خو په افغانستان کې دخراب موسم په وجه نوموړى ته نۀ دى رسيدلى. صدر اوباما چې تيره مياشت يې په لیزبن کې حامد کرزي سره ليدلي وؤ اوس به دبگرام هوائي ډگر څخه دويډيو کانفرنس له لارې هغه سره خبرې کوي. د امريکې مرستيال ملي مشاور ډين رهوډز وئيلي دي صدر اوباما پلان لري چې ددسمبر په مياشت کې د نظرثاني شوې تگلارې نتيجه اعلان کړي. دسرچينو له مخې صدر اوباما به په پوځي اډه کې ديو روغتون دننه د ژوبل شوؤ پوځيانو پوښتنه هم کوي. صدر اوباما به د اتو مريضانو سره ليدنه کوي چې پکې پينځه عسکر او درې غيرپوځي ټيکه داران دي. روغتون ته دتللو وروستو به نوموړى پوځيانو ته هم وينا کوي. د امريکې دصدر جوړيدو راپديخوا افغانستان داوباما دغه دوهم سفر دى. نوموړى دمارچ په مياشت کې هم افغانستان ته ورغلى ؤ. څيړونکي وائي صدر اوباما هڅه کوي دکال 2011م دجولا ئي تر مياشتې پورې داسې حالات پيدا کړي چې دافغانستان څخه دامريکائي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي. د رپوټونو له مخی د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا کیلاني نن د خالی (شنبی) په ورځ د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي په بلنه کابل ته ځي چې دواړه ملکونونو د اړیکو په باب خبرې کوی. ښاغلی ګیلاني به له افغان سوداګرو سره هم په یوه غونډه کې ګډون وکړي. بلخوا وکي لیکس ويب پاڼې پخپل يونوي انکشاف کې په ډاگه کړې ده چې د افغانستان صدر حامد کرزي د نوې پاک افغان تگلارې جوړيدو څخه يوه مياشت وروسته امريکا ته خبردارى ورکړى ؤ چې د ترهگرۍ په ضد جگړه کې تر هاغه وخته پورې کاميابي نۀ شي ترلاسه کيدى ترڅوچې د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکه ائي ايس ائي دافغان طالبانو ملاتړ دوامداره ساتي. دري پبلکن دجان مکين په شمول دامريکا قانون جوړونکو يوې ډلې ته دهرکلي په مهال صدر حامد کرزي وئيلي ؤ دپاکستان او افغانستان په دوه اړخيزواړيکو کې خنډ د پاکستان دپوځ او ائي ايس ائي لخوا دافغاني طالبانو مرسته دوامداره ساتل دي. دافغانستان لپاره دامريکې سفير کارل ايکن بيري په يو خفيه دستاويز ويزکې دکال 2010م دجنورۍ په 10مه نيټه دغسې ليکلي وؤ چې دغه دستاويز وکي ليکس جاري کړى دى. دامريکې صدر براک اوباما دافغانستان او پاکستان په هکله خپله تگلاره دکال 2009م ددسمبر په مياشت کې په ډاگه کړې وه. امريکا چې وکي ليکس لخوا دغه دستاويزات پټول اوجاري کولي يومجرمانه عمل گرځوي نۀخو يې ددغو دستاويزاتو دسموالي څخه انکار اؤنۀ يې هم تصديق کړى دى. وکي ليکس ليکي په افغانستان کې جگړه دپاکستان دهمکارۍ څخه پرته نۀ شي ختميدى ځکه حامد کرزى غواړي په دغه هکله دامريکا مرسته ترلاسه کړي. ليکس وائي صدر حامد کرزى دافغانستان دکورني وضعيت په اړه په خپل استخباراتي مشر امرالله صالح بې باوره دى. دغه راز د ويب پاڼې وکي ليکس لخوا د نوؤ انکشافاتو او خفيه دستاويزاتو جاري کولو لړۍ دوامداره ده او د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن او دپاکستان صدر اصف علي زرداري ترمينځ تيليفوني خبرې اترې شوي دي. دامريکې خارجه وزيرې په تيره يوه اوونۍ کې دوکي ليکس لخوا په خفيه سفارتي دستاويزاتو دخفگان څرگندولو او ددغو کاغذونودغندنې کولو په غرض دپاکستان او فغانستان دصدرانو په شمول دنړۍ 12ؤ مشرانو سره خبرې اترې کړي دي. دزيارت په ورځ دپاکستان دصدر اصف علي زرداري ترڅنگ هيلري کلنټن دارجنټينيا صدر فرننډيز ډي کرچنر سره هم خبرې اترې کړي دي. دخارجه محکمې وياند پي جى کراؤلي له مخې هيلري کلنټن ددواړو هيوادونو صدرانو سره دوکي ليکس په خفيه دستاويزاتو دخفگان څرگندونه وکړه. کراؤلي وويل دپاکستان اؤ ارجنټينيا صدرانو هيلري کلنټن سره په دغوخبرو کې دامريکې سره دخپلو هيوادونو دارزښت او دوستۍ څرگندونه وکړه. بيگاه ماښام دامريکې دخارجه وزيرې هيلري کلنټن او دپاکستان صدر زرداري ترمينځ شوؤ دغو تيليفوني خبرو کې دواړو مشرانو ددې ارادې څرگندونه وکړه چې دوکي ليکس انکشافاتو سره به دپاکستان او امريکې اړيکې نۀ اغيزمنې کيږي. په ډاگه دې وي چې دوکي ليکس انکشافاتو وروستو دامريکائي انتظاميې له لوري دپاکستان حکومت سره په لوړه کچه دغه لمړى تماس ؤ. دواړومشرانو په دې خبره هم اتفاق وکړو چې دوکي ليکس انکشافات نۀ يواځې دا چې غيرقانوني دي بلکې دغه انکشافات دسياق وسباق څخه لرې دي او په ناقصو معلوماتو اډاڼه لري چې ورسره به ددواړو هيوادونو ترمينځ ترسره شوي خط وکتابت باندې هيڅ فرق نۀ پريوځي. هيلري کلنټن او اصف علي زرداري په دې اړخ هم داطمينان څرگندونه وکړه چې دغه انکشافات دماضي برخه ده چې دمستقبل په چارو به اغيزه نۀ کوي. خارجه وزيرې هيلري کلنټن دوړاندې څخه دوکي ليکس لخوا ددغه خفيه دستاويزاتو دجاري کول عمل نۀ يواځې په امريکا بلکې په نړيواله ورورولۍ بريد گڼلى دى. دخارجه محکمې لخوا دورکړل شوي فهرست له مخې کلنټن تر دې مهاله دليبريا صدر ايلن جاهنسن سرليف، دچين سټيټ کونسلر ډائي بنگيو، دکاناډا دبهرنيو چارو وزير گيډو ويسټرويلى، دفرانس دنوي خارجه وزير ميکيولي الياټ ميري، دبرطانيې خارجه وزيرې وليم هيگ او دسعودي خارجه وزير سعودالفيصل سره تماسونه نيولي دي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته