(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ننګرهار کې دكيوكشن كان كراټې سیالۍ...

[02.Jan.2011 - 15:34]
په ننګرهار کې دكيوكشن كان كراټې سیالۍ ترسره شوې .
په ننګرهار ولايت كې د څلورو ولايتونو تر منځ د کیوکوشین كان كراټې دوه ورځنۍ پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې. د ننګرهار ولايت په مركز كې د كېوكشن كان كراټې دوه ورځنۍ پيل شوې سيالۍ د تېرې جمعې په ورځ پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو كې د څلورو ولايتونو، ننګرهار، پكتيا، خوست او لغمان ۷۵ تنه لوبغاړو برخه اخيستې وه، چې په پاى كې ننګرهار لوبغاړي په دې وتوانېدل چې لومړى مقام خپل كړي. په دغو سياليو كې د پكتيا كیوكشن كان كراټې لوبغاړو دوهم، د لغمان لوبغاړو درېيم مقام خپل كړ.
د افغانستان د کیوکېشن کان کراټې سازمان سلاکار او د سهیل ختېڅ زون مشر ښوواند استاد محمد الله صابري رسنيو ته وويل چې په دې سياليو كې په ګډون ډېر خوښ وو او ويل يې چې دغه ولايتي سيالۍ د دوئ لوبغاړو ته زړورتيا ورپه برخه كوي چې په راتلونكو نورو لوبو كې ښايي ښه وځليږي.
صابري وايي د دغو دوستانه سياليو ته چې موخه يې د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شريكول او د لوبغاړو يو له بل سره پېژندګلوي وه، د خوست او پكتيا څخه اووه، له ننګرهار او لغمان څخه پكې (۶۸) كسانو برخه اخيستې وه. دى د پكتيا ولايت په دوهم مقام خپلولو خوشال وو خو ويل يې چې د دې ولايت لپاره د المپيك ملی کمیټه بايد دې لوبې د پراختيا په خاطر كوټلي ګامونه واخلي .
د يادونې وړ ده چې په پكتيا ولايت كې لاهم د ژمنيو لوبو او تمرينونو د ترسره كولو له پاره وړ ميدانونه او جمنازيمونه نه شته .
داود تپان پکتیا- داود تپان
بېرته شاته