(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د استاد شهسوار سنګروال څلور نوي چاپي اثار

[04.Jan.2011 - 17:38] روان کال د افغانستان د ادبیاتو او تاریخ ځولۍ د استاد سنګروال په څلورو نوو تحقیقي او تخلیقي اثارو ښکلې او شتمنه شوه. په لندن کې افغان ادبي جرګې او د شملې مهالنۍ ادارې دا کتابونه په پېښور کې چاپ او له لندن نه خپاره کړل.  د استاد سنګروال له دې اثارو څخه درې یې تاریخی او څېړنیز اثار دي چې په اړونده موضوع کې لومړني هر اړخيزه تحقیقي اثار بلل کېږي. په دې څېړنو کې له لسګونو نړیوالو تحقیقي اثارو نه سربېره د برېتانیا د بېلابېلو کتابتونونو او ارشیفونو  له لاسي او زړو چاپي پاڼو او نسخو نه  ګټه پورته شوې ده. د دې اثارو څېړنیزه بڼه  له دې کبله هم بې جوړې ده چې ګڼو تاریخي حقایقو او ناندره اییزو  سکالو ته د یو بې پلوه او رښتیا پاله قضاوت په بنسټ کتل شوي دي، او لیکوال پرته له دې چې د خپلو ملي او هېوادنیو احساساتو  تر اغېز لاندې راشي، یوازې د مسلکي او څېړنیزو ارونو په رڼا کې د دې ولس د ادبیاتو او تاریخ تیاره ګوټونه راڼه کړي دي. دا اثار نه یوازې د ادبیاتو او تاریخ مینه والو او زده کړیالانو ته د لوست اړین توکي دي، بلکې په دې اړه د راتلونکو څېړنو د بډاینې لپاره هرومرو دي. کېدای شي د سيمې پوهنتونونه او کتابتونونه، کلي او کورونه، بانډې او کنډوالې، شخصي یادونه او ساتنځایونه، نړیوال مرکزونه او علمي اثار د داسې خامو او سوچه توکو نه ډک وي چې د دې  ولس د اوسمهال، تېر او لرغونو پېرونو په اړه ډېرې ناویلې کيسې ولري، خو دا توکي یوازې د داسې څېړنو په مټ را ټولېږي، علمي بڼه ورکول کېږي، او بیا د ګټې اخیستنې وړتیا خپلوي. دا بهير  په هره بله ژبه او هر بل ولس کې پوخ او پیاوړی دی، خو په مونږ کې ډېر کمزوری او تنکی دی، او یوازې د لاندې کتابونو په څېر اثار د دې بهیر د غوړیدونکو څانګو نوتې بلل کېږي ۱ـ داستاني او هنري ادبیات د استاد سنګروال دا ارزښتمن اثر د افغانستان ادبیاتو کې اسطورې، افسانې، او تخليقي کيسې له لرغونې اریانا نه نیولې تر ننه پورې څېړلې دي. د دې کیسو تمثیلي اړخ یې له پخوانیو ناټکیانو او کیسه ویونکو نه نیولې، تر نننۍ انځوریزې تکنالوژۍ پورې، ټول غټ پړاوونه شنلي دي. د اریایانو داستاني ادبیات، ولسي داستاني ادبیات، تخلیقي داستاني ادبیات، د افغانستان تمثيلي او انځوریزه شتمنۍ ، دې ټولو سکالو ته د مینه والو تنده په دې کتاب کې ماتیږي. ۲د تاریخ مرصع تاریخي څېړنه دا اوس یو منلی خو تریخ حقیقت دی چې د افغانستان د تاریخي او فرهنګي شتمنیو یوه غټه او بډایه برخه په بېلابېلو تاریخي پېرونو او پړاوونو کې ډېری وخت د باندنیو یرغلګرو او نیواکګرو په لاس او کله هم د کورنیو جګړو له امله له منځه تللي دي. د "لرغوني پښتانه" او "تاریخ سوري" په څېر په لسګونو اثار به یا خاورو خوړلي وي یا غمازانو.
خو کوم اثار چې په لاس کې هم شته هغه څېړل شوي او برسېره شوي نه دي، او ایله یوه وړه برخه یې د ولس ګټې اخیستنې ته تیاره ده. له دې اثارو څخه یو هم "تاریخ مرصع" دی چې د افغانستان د تاریخ ډېر ګوټونه یې کتلي دي، خو له ناښه مرغه ولس ډېر لږ لوستی دی. د استاد سنګرول دا اثر د "تاریخ مرصع" ډېرې برخې څېړلې دي، کره کتنه یې پرې کړې ده، او د ګټې اخیستنې لپاره یې سپړلی دی.
 د بریتانیا کتابتونونو کې د پښتو قلمي نسخو پېژندنه نږدې ټول لویدیځ هېوادونه په خپلو موزیمونو، ارشیفونواو کتابتونونو کې ډېر داسې توکي، لاسي او چاپي اثار، او پاڼې لري چې د هېواد په تاریخ شوې څېړنه پرې لا بډایه کېدای شي. په دې مرکزونو کې د متحده ایالتونو د کانګرس کتابتون، او د لندن د ختتځو او افریقايي څېړنو مرکز ( چې پخوا انډیا افس نومېده) ډېر ارزښتمن دي.  په دې ټولو کې برتانیوي مرکزونه ځکه دډېر ارزښت لرونکي دي چې په نیمه وچه باندې د برتانیوي واک په مهال یې ډېرې لاسي نسخې خوندي کړي دي او لندن ته یې راتښتولې دي. د سنګروال صاحب دا اثر د برتانیې په درې غټو ارشیفي مرکزونو کې شته پښتو لاسي نسخې د لومړي ځل لپاره په پښتو ژبه راپېژندلې دي. دا اثر په برتانیوي کتابتونونو کې د پښتو قلمي نسخو د کتلاک شننه، څېړنه او پښتو ده. دا اثر په خپل ډول کې لومړنی کار دی. د دې کار ارزښت تر ټولو ډېر د افغانستان د تاريخ او ادبیاتو څېړونکو ته جوت دی.
دا لکه ورکه زرکه دا شاعرانه او عاطفي سرلیک د استاد شهسوار سنګروال د شپږم شعري غونډ نوم دی. تر دې د مخه "شمله"، "د شبنم ښيښه"، او "دنکریزو پاڼه"  پنځه ویشت کاله د مخه د ۱۹۸۵او ۱۹۹۰کلونو تر منځ د افغانستان دولت له خوا خپاره شوي دي. "ما مساپر په کاڼو ولي جانان" په کال ۱۹۹۵په پېښور کې د احمد شاه ابدالي پوهنتون خپور کړی و. "سپین غر لپاسه څانګه"  څو کاله د مخه په لندن کې د افغان ادبي جرګې لخوا چاپ او خپور شو. د استاد دا شعري غونډ، "دا لکه ورکه زرکه"، د ازادو او قافیه والو شعرونو د مساپرۍ د ژوند یوه عاطفي مجموعه ده. "دا لکه ورکه زرکه" کېدای شي د شاعر لپاره ځانته مفهوم ولري، خو ماته پکې د خپل ژوند انځور ښکاري چې په خپل هېواد کې زېږېدلی او تنکی شوی یم خو دا دی کلونه وشول چې پردیو بانډو کې ورک یم او د وطن ژوند مې بیا نه دی نصيب شوی...، زه لکه ورکه زرکه.- خسرو سنګروال
بېرته شاته