(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ د ډاکتر کبیر ستوری مبارزی ته د قدر په سترګه ګوری

[25.Apr.2006 - 11:48]
محمود خان اڅکزی
پېښور 25.04.2006 نېټه د پښتونخوا ملی عوامۍ پارټۍ مرکزی صدر ښاغلی محمود خان اڅکزی، صوبای صدر ښاغلی مختار یوسفزی او جنرال سکرټر ښاغلی ارباب مجیب الرحمن نن سهار په لس بجو په راحت اباد پېښور کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرخدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری کورته لاړل او د ارواښاد روح ته ئې دوعا وکړه. ښاغلی محمود خان اڅکزی وویل ډاکتر کبیر ستوری د افغانستان ملی منلی او وتلی سیاسی مبارز وو چې نه یوازی د افغانستان په دننه کې بلکه په ټول افغان وطن کې په سیاسی مبارزینو کې یو د ډیر محبوبیت لرونکی قومی او اولسی مشر وو. خدای بحښلی ډاکتر صاحب ستوری د لر او بر افغان ملت د ملی وحدت پلوی او د دغه لوی ملی وحدت لپاره مبارزه کوله . د پښتو نخوا ملی عوامی پارټۍ د ډاکترکبیر ستوری مبارزی ته د قدر په سترګه ګوری او درناوی ئې کوی. ښاغلی اڅکزی زیاته کړه! د خدای بخښلی ستوری ارمان لا پوره شوی ندی هغه ته د عقیدت د ګلونو د وړاندی کولو د ټولو نه ښه لاره به دا وی چې د هغه ارمانونه یانې د افغان وطن ، ملی وحدت، قامی حاکمیت او استقلال په کلکه دفاع وکړای شی . ښاغلی اڅګزی وویل د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د کورنۍ او د پښتون سوشل ډیموکراتیک پارټۍ ټولو ملکرو سره په دغه لوی غم کې یو برابر شریک دی. - د پښتونخوا خبریال د پېښور نه
بېرته شاته