(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کندهار کی ځانمرګی برید ۱۷ کسان شهیدان

[07.Jan.2011 - 18:37] نن د ۲۰۱۱ ع کال د جنوری په ۷ مه نیټه دجمعې په ورځ په کندهار کې په يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 17 کسان شهیدان شوي او د15ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي. دپوليس چارواکو له مخې په وژل شوؤ کې يو پوليس افسر هم شامل دى چارواکي وائي دغه ځانمرگي بريد په سپين بولدک سيمه کې دگوڼې په يو مقام شوې او وژل شوي زياتره عام وگړي دي قندهار په افغانستان کې دطالبانو مرکز گڼل کيږي او دغلته له دې وړاندې هم دبهرنيو پوځيانو ترڅنگ په افغاني پوځيانو او پوليسو دغه رقم بريدونه شوي دي کال 2010م کال په افغانستان کې تر ټولو خونړى کال ؤ چې پکې د700ؤ څخه زيات بهرني پوځيان اوپه په ډیر گڼ شمير عام وگړي هم وژل شوي وی بلخوا وزيرستان کې هم نن دجمعې په ورځ دشکمنو جاسوسي الوتکو په بريد کې لږ ترلږه پېنځه تندلاري وژل شوي دي استخباراتي چارواکو دنوم نۀ ښودو په شرط وئيلي بې پائيلټه الوتکو په غر لالې کلي کې دتندلارو په يو گاډي څلور ميزائيل داغلي دي په قبائيلي سيمو کې دا مهال دتاؤژن وضعيت له امله دغلته دخبريالانو ورتگ ناشونى شوى چې له دې امله په ميزائيلي بريدونو کې دکيدونکو زيانونو دازادو سرچينو څخه پخلى ناممکن دى. په شمالي وزيرستان کې دروان کال په لمړۍ ورځ دميزائيلو په دريوؤ بريدونو کې لږ ترلږه پنځلس شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ په کال 2010م کې دپاکستان په قبائيلي سيمو خواؤشا 120 ډرون بريدونو کې زياتره بريدونه په شمالي وزيرستان کې ترسره شوي وؤ چې پکې دطالبانو او القاعده يو شمير تندروه جنگيالي په نخښه کړل شوي وؤ. دغه قبائيلي سيمه دافغاني طالبانو دحقاني نيټ ورک مرکز گڼل کيږي او باور کيږي چې دسيمه ييزو تندلارو په ملتيا دغه جنگيالي دپولې دپورې غاړې ته دامريکا او ناټو په پوځيانو بريدونو کې ککړ دي. Source: Deewa Radio- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته