(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دPSDPانګلینډ څانګی مشر د هلمند والی سره لید نه

[08.Jan.2011 - 12:48] تیر ۲۰۱۰ ع کال د هلمند والی ښاغلی محمد ګلاب منګل د يوی ډلګه ګئ سره انګلستان ته راغلی ؤ،د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) د انګلستان د مرکزې څانګی د مشر ښاغلی ایډوکیټ یوسف علی خان دده په درناوی کی یو شمیر ملګری راغونډ او دده سره ئی د هیواد او سیمی او په خاصه توګه د پښتنو په روان کړکیچ د نظریو بدلون کړی دی. ښاغلی محمد ګلاب منګل او ښاغلی ایډوکیټ یوسف علی خان د هیواد په اوسنیو حالاتو رڼا واچوله او دPSDP انګلینډ څانګی مشر ښاغلی يوسف علی خان ایډوکیت د خپلي وینا په يوه برخه کی وویل: د هر څه نه وړاندی زه دخپل ګوند PSDP له خوا خپل ګران میلمه د هلمند د ګورنر (والی) ښاغلی ګلاب منګل صیب او د هغوئ سره په ډله (وفد) کی شریک ټولو محترمو میلمنو ته د انګلستان د برمنګهم ښار په راتګ پخیر راغلی وایم
اودغه راز خپلو ټولو د یو کی پښتنو ته هم په دی ځای کی د راغونډیدو او خپلو درنو میلمنو ته د درناوی ورکولو په مناسبت په خیر راغلی وایم او مننه ئی کوم چی مونږ سره ئی پدی غونډه کی ګډون کړی دی عریزانو ! میلمانه د ډیر لیری نه د لږ وخت لپاره راغلی دی ، لږه ګړئ مونږ سره دی نو لدی امله غواړم چی خپله لږی خبري وکړم او نورو ملګرو ته هم د خبرو موقع ورکړم، چی د خپلو خیالاتو اظهار وکړی او چی په زړه ئی څه وی چی په لږ وخت کی ئی ووائی ځکه چی وخت ډیر کم دی.
ښاغلی منګل صیب او درنو ملګرو ! ټولي نړئ او خلکو ته مالومه ده چی(PSDP) ولی او د څه هدف لپاره په ۱۹۸۱ ع کال کی د ډاکتر کبیر ستوري په مشرئ په جرمنی کی جوړه شوه. غټ هدف ئی د احمدشا بابا د وطن Reunificationاو د پښتنو خپلواکی لاسته راوړل دی، ځکه دا د پښتنو وطن دی او د ۳۰ کالو راهیسی په دغه خاوره د بی ګناه د پښتنو قتل عام روان دی ، دا وطن نه مونږ ته چا په زکات کی راکړی اوو نه په خیرات کی ؟ دا زمونږ او ستاسی د مشرانو، نیکونو او د ډیرو مالومو او نامالومو غازیانو د قربانیو نتیجه ده. عزیزانو! مونږ له سوچ پکار دی ، پښتانه دژوند د بقا او د فنا په ډګر ولاړ دی. زه تاسو ټولو محترمو ته خواست کوم، راځئ چی PSDP د پلیټ فارم نه د میرویس خان نیکه او خوشال خان بابا غورځنګ روان کړو او د لاهور او اصفهان نه یوځل بیا ځان خلاص کړو، د امو نه تر مارګلې د احمدشاه بابا لویه پښتونخوا جوړه کړو. عزیزانو ! افغانستان دګڼو او بیلا بیلو قبیلو او قامونو ټاټوبی دی ، هر څوک د چا چې دې وطن کی کور او
ګور دی، هغه هم پدی وطن دومره حق لری لکه څومره چی ښاغلی ګلاب منګل او ښاغلی کرزی صیب لری. مونږ ته د پښتنو په په اوسني بد حال او خاصکر د محکومې پښتونخوا پښتنو ته وایم چی زما په خبرو ډیر غور پکار دی ، که تاسو بنګال او یا هغه نورو قومونو ته فکر وکړئ چی د ازادئ نه مخکی څنګه ؤ، او اوس ئي ژوند څنګه دی. ازادی او خپلواکی ورکولي کیږی نه، بلکه اخستل کیږی، دا قربانی غواړی، د ا جدوجهد غواړی. راځئ چی د پی ایس ډی پی د بیرغ لاندی د عدم تشدد د لاری په ملګرو ملتونو (اقوام متحده) او نورو نړیوالو امن دوسته سازمانونو کی شروع وکړو، په بین الاقوامې سطحه مقدمه شروع کړو او که دا ونه کړو نو دغه د پښتون نسل کشې او پښتون وژنه به مخ پر وړاندی روانه وی. زمونږ قام او زمونږ مذهب ته به زمونږ د بی اتفاقئ له وجی نور نقصان ورسیږی او مونږ به لا نور کمزوری شو. زمونږ د بچو ښه مستقبل، ښه ژوندون صرف او صرف په یوه وجه امانت، سلامت او په ضمانت پاتی کیدای شی چی مونږ ټول پښتانه د امو څخه واخلی تر مارګلې پوری د یو متحد وطن لپاره یو موټی شو، او ددواړه خواو څخه پښتانه په یو اتفاق په جمعه راووځي او د پښتون قوم تر منځ تش په نامه د ډیورنډ کرښه د عدم تشدد له لارې ورانه کړی، پدی سره به نه یوازی سیمی ته بلکه ټولی نړئ ته امن راشی .
درنو عزیزانو ! زه تاسو ټولو ته په درناوی سره خواست کوم چی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) لښکر مظبوط کړئ، PSDPصرف یوه پارټئ نه، بلکه د پښتنو یو علمي او قانوني لښکر او سنګر دی، کوم چی به په بین الاقوامی نړئ کی د پښتنو استازیتوب کوی او د پښتنو مقدمه به مخ پر وړاندی بیائی. د وخت د کمښت له امله زه خپلي خبری د خوشال خان بابا په لاندینی شعر پای ته رسوم

په دا هسی وخت چی وخت د نام وننګ دی دا بی ننګه پښتانه کا څه رفتار د مغلو پښتانه په توره ښه دی که په پوهه پښتانه وی څه هوښیار

ډیره ډیره مننه - اکرام الله خان
بېرته شاته