(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

PSDP د باچاخان د ملي ازادئ د عدم تشدد د غورځنګ برخه ده

[17.Jan.2011 - 18:05]
 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د  باچاخان  د ملي ازادئ د عدم تشدد  د غورځنګ یوه برخه ده 
که د پښتونخوا نوی تاریخ ته نظر واچوو، نو وبه وینو چی د پښتنو په خاوره دري قامي ازادي بخښونکي غورځنګونه منځ ته راغلي دی:
۱ ـ    د مغلو په مقابل کی د خوشال خان بابا (۱۶۴۳ ـ  ۱۷۲۱ ع) په مشرئ په ۱۶۹۹ ع کال کی قامي ازادی بخښونکی غورځنګ .
۲ ـ   د ایرانیانو په مقابل کی د میرویس خان نیکه په مشرئ په ۱۷۵۹ ع کال کی قامي ازادی بخښونکی غورځنګ چی د خپل قامي دولت بنسټ ئی کیښود چی ناستون (پایتخت) ئی  کندهار ؤ، او د کندهار په نامه یادیده چی وروسته بیا د احمدشاه بابا له خوا په ۱۷۴۷ ع کال کی د افغانستان  په نامه ونومول شو.
۳ ـ   د باچاخان د پښتنود قامي ازادئ د عدم تشدد غورځنګ.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ) د پښتنو د قامي ازادئ د عدم تشدد د غورځنګ یوه برخه د ه چی په ۱۹۲۹ ع کال کی د انګریزي ښکیلاکی ځواک په مقابل کی   دفخر افغان  باچا خان (خان عبدالغفار خان ) په مشرئ منځ ته راغی.
په بره پښتونخوا باندی د روسي پوځونو د یرغل وروسته ددی غورځنګ یو شمیر پلویانو د یو داسی ګوند د جوړیدو ضرورت ولیدچی  په بنسټي  حقیقی ولسولئ، په پښتني عنعنه او ټولنیز عدالت ولاړ وی.
 د اوږدی تیارئ  او یو بل سره دتماسونو وروسته د ۱۹۸۱ ع کال د جنورئ د میاشتي په لومړئ نیټه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند د جوړیدو پریکړه وشوه او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری تر مشرئ لاندی یوی جرګه ګئ ته چی مهم سړیتوبونه ئی ښاغلی علی خان محسود، ښاغلی لیاقت وطنپال او ارواښاد قدوس تندر ؤ، دا دنده ورپغاړه شوه چی د ګوند بنسټیزه (منشور) ولیکی، ددغه ګوند منشور د هیواد دننه  او بهر د پښتنو د ملی (قامي) ازادئ د غورځنګ د پلویانو له خوا تائید شواو د۱۹۸۱ ع کال د فبرورئ د میاشتی په ۲۷ مه نیټه په یوه بنسټیزه غونډه کی ومنل شو او د ګوند جوړیدل اعلان شول.
 د ټولو پښتنو د یووالي او ازادئ دګوند په توګه  دارواښاد  ډاکتر کبیر ستوری تر مشرئ لاندی پکی  د لري او بري پښتونخوا پښتانه راټول شول او په ګوند کی  د پښتنو یووالي په عمل کی پلي شو.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د  باچاخان  د ملي ازادئ د عدم تشدد  د غورځنګ  په نتیجه کی د نورو منځ ته  راغلوقامپرستو  ګوندونو لکه عوامی نیشنل ګوند اوپښتونخوا ملي عوامي ګوند سره نظریاتي یووالی او اړیکي لري. او دغه راز ټولو قامي مشرانو ته یو شان احترام لری.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی  د پښتنو رسالت  ورپغاړه دی ، دپښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالئ، ابادئ، خپلواکئ او قامی وحدت لپاره   د خپلی بنسټیزي (منشور) په  رڼا کی هلی ځلي او مبارزه  کوی.  چی پدی لړ کی ئی  وخت په وخت خپل غږ پورته کړی،د نظر څرګندونه ئی کړی،  بی شمیره اعلامي (پریس ریلیزونه) غونډی ، کنفرانسونه، سیمینارونه ئی  جوړ کړي ، خپل قامي مشران ئی ورته رابللی چی  دعوامی نیشنل ګوند او د پښتونخوا ملی عوامي ګوند مشرانو  سربیره  ګڼ شمیر قامې او ولسي  مشرانو  پکي  هم ګډون کړی ، چی د رهبر تحریک  ارواښاد خان عبدالولي خان ،د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا)،د پښتنو دروند مشرښاغلی محمود خان اڅکزی، د پښتنو دروند مشر ارواښاد اجمل خټک بابا،مور بی بی  میرمن نسیم ولی خان، د پښتنو دروند مشرښاغلی اسفندیار ولي خان  او ګڼ شمیر نور قامي ، ولسي او ملې مشرانو نومونه  د یادولو وړ دی.
دغه راز د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرانو د پښتنو دقامی ګوندونو او قامی مشرانو سره  هم خپل غږ یو ځاي کړي او  په پښتونخوا کی ئی  په بیلابیلو وختونو کی  په غونډو او سمینارونو  کی ګډون کړي  او د پښتنو د قامي وحدت  داحساس د رابیدارولو لپاره ئی عملي ګامونه اخستی دی.
داچی زمونږ ګوند د پښتنو قامي سنګر دی د لري او بري پښتونخوا پښتانه پکی راټول شوی دی چی  د ګوند د بنسټیزي (منشور) سره سم د ۲۰۱۰کال  دجون په ۲۹مه نیټه   د جرمنی دمرکزي څانګینوی  ټاکنه وشوه چی شپږ کسان د بری خوا او شپږ کسان د کوزي خوا د رایو په ډیره کی (قاطع اکثریت) سره بریالئ شوی، چی مونږ ته دا را په ګوته کوی  چی  زمونږ د ګوند په غړو کی ذهن ویشل شوی نه دی،  د لر ي ا و بري پښتونخوا د پښتنو تر منځ توپیر نه کوی . چی پدی تړاو د ګوند د جرمنی د مرکزي څانګي  د مشرانوجرګي  نوی مشر تابه  پدی ډول ده:
ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود د ګوند مشر (صدر) په توګه
ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د ګوند لومړی مرستیال(سینیئر نائب صدر) په توګه
ښاغلی نصیر خان دګوند دوییم مرستیال( نائب صدر) توګه
ښاغلی نصیرستوری د ګوند جنرال سیکرټری (عمومي منشی) په توګه
ښاغلی سیدحسن علی شاه  باچا د ګوند د جنرال سیکرټری مرستیال (ډیپټي جنرال سیکرټري)په توګه
میرمن ښاپیرئشینواری د ګوند د ښځو او ټولنیزو چارو دمشری په توګه
ښاغلی عزیز سرشار دګوند د خپرونو چارودمشرپه توګه
ښاغلی ډاکتر شیرولی شیر د ګوند د مشرتابه دفتر (دارالانشا) دمشر توګه
ښاغلی محمد اقبال لالا د ګوند د بهرنیوچارودمشر په توګه
ښاغلی الحاج خان محمد مبارز څاپی د ګوند د کورنیو چارودمشرپه توګه
ښاغلی ډوکتور ډګروال حضرت رسول دګوند د پوځيدچارو مشرپه توګه
 ښاغلی عبدالطیف اپریدی دګوند د کولتوري چارو دمشرپه توګه
چی مونږ ته دا راپه ګوته کوی چې د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ په غړو کی ذهن ویشل شوی ندی او د لر ي ا و بري پښتونخوا د پښتنو تر منځ توپیر نه کوی . چی دا د پښتنو د یووالی په لور کوټلی ګام او د ګوند بنسټی هدف او مرام دی .
 په درناوی
نصیر ستوري
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرال سیکرټري
اخستونځي:   
پښتونخوا مجله  اپریل۱۹۸۸ ټوک ۲ ګڼه   ۲   
     ـ       پښتونخوا مجله  نومبر ۱۹۹۲ ټوک ۶ ګڼه ۱۱
- نصیر ستوري
بېرته شاته