(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواشيني پيغام

[21.Jan.2011 - 20:21]

د ارواښاد اکاډيمسين کانديد سناتور ډاکټر محمود حبيبي د مړيني له کبله د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام

 

نيټه: ١-١١-١٣٨٩/٢١-١-٢٠١١ د عربو متحده امارات

په  ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نوميالي ژورناليست، ليکوال او ټولنيز شخصيت د اکاډميسين کانديد سناتور ډاکټر محمود حبيبي د ٨٤ کلني په عمر د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد ډاکټر محمود حبيبي چې د فرانسي هېواد څخه د لوړو زده کړو خاوند او د افغانستان د مطبوعاتي، کلتوري او فرهنګي برخو په وده او پرمختيا کې د يو سپيڅلي افغان په حيث ونډه اخيستي چې د راډيو افغانستان، د هېواد د مختلفو رسنيو او علومو د اکاډيمي په تأسيس، د ژورناليستانو د ملي اتحادي په وده او د افغانستان د مشرانو جرګي به پياوړتيا کې د ده نه ستړي کيدونکي سپيڅلي هلي ځلي د ولس د قدر وړ او تل پاتي به وي.

د ارواښاد ډاکټر حبيبي څخه ارزښتناکه علمي او کلتوري اثار پاته چې د هېواد د علم او فرهنګ په بډاينه کې د قدروړ دي چې تل به د ليکوالانو فرهنګيانو او ځوانانو لپاره د ګټي وړ وي.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه پداسي حال کې چې د ارواښاد اکاډميسين کانديد سناتور ډاکټر محمود حبيبي مړينه د هېواد علمي مطبوعاتي او کلتوري ډګر ته لويه ملي ضايعه بولي، پدي غم کې ځان د دوي د محترمي کورنۍ سره شريک او د پاک الله (ج) دلوي دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس، کورني او دوستانو ته ېي جميل صبر غواړي.

روح دي ښاد وي

په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر

Gharanai Khwakhuzhi
Head of Media Section and Foreign Relations
Khwakhuzhi Literary and Cultural Association
Cell: 0093 700 197765
235, Shar-e-Now
Kabul - Afghanistan
- الحاج خواخوږی
بېرته شاته