(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان نوی پارلمان پرانستل شو

[26.Jan.2011 - 18:34]

25.01.2011 Wed.,Deewa

د افغانستان جمهور ریس  حامد کرزى تير۲۰۱۰ کال دستمبر په مياشت کې  دترسره شوؤ لانجمنو ټولټاکنو دپلټنو دغوښتى څخه تير شوى او دشورو (چارشنبی) په ورځ د جنوري په ۲۶ مه نیټه  يې دافغانستان پارلمان پرانستى دى.
دپارلمان دپرانستل کيدو وروستو په افغانستان کې ديوې اوونۍ راهسې روان سياسي بحران له مينځه تللى دى.
 حامد کرزي غوښتل چې  دستمبر په مياشت کې دترسره شوؤ   هاغو لانجمنو ووټونو دټولټاکنو ديوې ځانگړې محکمې له لارې پلټنه وکړي چې دټگۍ ټورۍ  شکايتونه پرې راپورته شوي وؤ.
خو دپارلمان نوؤ ټاکل شوؤ استازو دهغه دغه گام غيرائيني گرځولى ؤ او وئيلي يې وؤ چې صدر  په دغسې کولو سره غواړي خپل مخالفين دچوکو څخه لرې کړي.
دغو استازو دا دړکه هم کړې وه چې هغوي به پارلمان دصدر حامد کرزي  دصلاح مشورې څخه پرته پرانيزي.
 دپارلمان استازو لمړى  د لوړې کولو په مهال په قران پاک لاسونه کيښودل او وروستو ورته صدر حامد کرزي دپارلمان په پرانستل کيدو مبارکي ووئيله.
په دغه مهال حکومتي وزيران، بهرني سفيران او په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونو مشر جنرال ډيوډ پيټرياس هم موجود ؤ.
صدر حامد کرزي  دپارلمان د249ؤ غړو ښکتني ايوان يا اولسي جرگې پرانستې غونډې  ته پخپله وينا کې ددې هيلې څرگندونه وکړه چې دپارلمان غړي به دافغانستان په جمهوري نظام کې مثبت کردار ادا کړي.
هغه وويل زۀ ستاسو دکاميابۍ لپاره دعا کووم او غواړم چې زمونږ دحکومت درې واړه ستنې دافغانستان پرمختيا او ثبات لپاره خپلې ذمه وارۍ ادا کړي.
خو هغه په اشارو سره وويل  دانتخابي نتيجو حيثيت اوس هم لانجمن دى، دپارلمان ټولټاکنو په حقله مونږ ته اوس هم دگڼو پوښتنو ځوابونه ورکول دي.
صدر حامد کرزى په ټاکنو کې دشکمنې ټگۍ ټورۍ دپلټنو مکملولو  پورې دپارلمان دپرانستې غونډې ځنډولو په حق کې ؤ خو دملگرو ملتونو، امريکا او نورو لويديزو هيوادونو دفشار په نظر کې نيولو سره هغه تيره اوونۍ دپارلمان په پرانستو اتفاق کړى ؤ.
نوؤ منتخب شوؤ استازو خبردارى ورکړى ؤ چې کۀ چرې حامد کرزى دپارلمان غونډه راونۀ بلي نو هغوي به دصدر دملاتړ پرته دقانون جوړولو دعمل پيل وکړي.
دپارلمان پرانستې غونډې ته دوينا په مهال  په هيواد کې دسلامتۍ دوضعيت ديادونې کولو په ترڅ کې افغان صدر حامد کرزي طالب جنگيالو څخه دنهو کلونو راهسې دروانې جگړې دبندولو غوښتنه هم وکړه.
هغه وويل ستاسو(طالبانو) ديوې کارروايۍ په ځواب کې بين المللي پوځونه زر بريدونه کوي  چې پکې په کليو بمبارۍ کيږي، ونې کټ کولى شي، کۀ چرې تاسو غواړئ چې هيواد ته دا زيانونه ونۀ رسيږي نو جگړه بنده کړئ او کۀ چرې تاسو دغسې وکړئ نو غيرملکي پوځيان به هم خپلې کارروائي بندې کړي.
افغان صدر په تيرو وختونو کې هم  دغسې غوښتنې کړي دي خو طالب مشران وائي  دهيواد څخه  دغيرملکي پوځيانو دمکمل وتل کيدو پورې حکومت سره دامن مذاکرات او تندلاريتوب ختميدل شونې نۀ دي.
صدر حامد کرزي دخپلې وينا په مهال افغانستان کې دسياسي او اقتصادي ثبات په لړ کې دشوؤ هڅو يادونه وکړه او وې ويل افغان اولس ددغه سخت هدف ترلاسه کولو اراده کړې ده.
په افغانستان کې په اتلسم ستمبر شوؤ لانجمنو انتخاباتو له امله تقريباً تر شپږو مياشتو تيريدو باوجود  افغان پارلمان نۀ ؤ پرانستل شوى.
دافغانستان بې پلوه انتخاباتي کميشن دپلټنو څخه وروستو په څلورو کې  يوه برخه ووټونه رد کړي وؤ او کامياب شوي څليريشت کانديدان يې هم نااهله گرځولي وؤ.
افغان چارواکو دټگۍ ټورۍ او بدعنوانۍ دخواؤشا پنځوؤ زرو شکايتونو دجاج اخستو وروستو دستمبر په لمړۍ نيټه دټولټاکنو دغوڅو نتيجو اعلان کړى ؤ.
دصدر حامد کرزي ددفتر څخه دجاري شوي يو بيان له مخې هغه وويل ځينو بهرنيو لاسونو دپارلمان دغونډې دځنډيدو په حقله زمونږ په پريکړه پوښتنې راولاړې کړې  او په هيواد کې يې دبحرانونو رامينځته کولو  هڅه يې وکړه.
بيان کې راغلي   دغو بهرنو لاسونو گټونکي کانديدان دپارلمان دپرانستل کيدو په حقله په غصه کې وساتل چې بايد هغوي دصدر دگډون څخه پرته پارلمان پرانيزي او دا چې دغه بهرني قوتونه به يې  ملاتړ وکړي.
ځينو استازو دپارلمان پرانسته تيره اوونۍ دپارلمان دغړو او صدر ترمينځ  دراپورته شوي تاؤتريخوالي دختمولو يوه هڅه وبلله.
دکابل څخه دپارلمان يوې غړې شکريه بارکزۍ وائي  دپارلمان پرانسته نوي شروعات دي.
هغه وائي حکومت دخلکو خدمت کول پکار دي.
حامد کرزي پخپله وينا کې دامريکا په مشرۍ دائتلاف او هغوي دپوځيانو مننه په دې وئيلو سره ادا کړه چې هغه دبې اطمينانۍ دغږ پورته کولو حق لري.
حامد کرزي وويل بايد هغوي په دې بده ونۀ گڼي چې کله مونږ دخپلو اولسي وگړو دوژنې يا دخپلو ونو دکټ کولو گيله کوؤ ځکه چې دا زمونږ قانوني حق دى.

په پښتونخوا کی د باچا خان بابا د برسئ په موقع په نشتر هال کی د عوامي نېشنل پارټۍ صدر اسفندریار ولي خان وویل چی  په جوماتونو او جنازو باندې حمله کونکو سره په دریو شرطونو خبرو اترو ته تېار دې.|
اسفندیار وویل دغه به د حکومت واک تسلېموي، تشدد ته به بد وایي او پاکستان کې دننه او بهر به په خاروه خارجیانو ته ځایې نه ورکوي او نه به یې خاوره د بل کوم هېواد پرضد د ترهگرۍ لپاره کاروي.
په خېبر پښتونخوا او مرکز کې د واکمن عوامی نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وویل په زور یې څوک هم خبرو ته کېښنولې نه شي.
هغه د وران کارو لپاره د طالب یا القاعده نوم اخستلو نه ډډه وکړه خو وې ویل دغه خلک د اسلام په نوم جوماتونه په بمونو الوزوي.
جنازو کې بمونه خلاصوي او د پښتنو مشرانو دښمنان دي.
د پېښور نشترهال کې د خپل  پلار خان عبدالولي خان د مرگ پېنځمې کلېزې او د باچا خان 23مې کلېزې ته د وینا په وخت نوموړي وویل کراچۍ کې پوښتون یو حقیقت  دې او لساني ډلې ایم کیو ایم ته به دغه حقیت منل وي.
هغه په غونډه کې په سند صوبه کې د گوند د مشر شاهی سېد کلک ملاتړ وکړو او وې ویل گوند د شاهي سېد سره پوره ولاړ دی.

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته