(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو په کونړ کې ۲۱ قومي مشران تښتولي

[31.Jan.2011 - 22:07]

تاند رپوټ (دوشنبه/ 2011جنوري۳۱) د افغان چارواکو په وینا وسله والو طالبانو په کونړ ولایت کې د پاکستان پولې ته نژدې یوویشت تنه داسي قومي مشران تښتولي چې خپلوان یا زامن یې د افغانستان په حکومت یا د ناټو له ځواکونو سره کار کوي.

د کونړ ولایت امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دغه ولایت په مروره ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یوویشت قومي مشران نامعلوم لوري ته په مخه کړي دي .

ده وویل چې دا پېښه اته ورځې دمخه شوې ده.

کونړله باجوړ ایجنسۍ سره پوله لري چې القاعده او طالبان پکې مرکزونه لري.
د کونړ ولایت د امنیې قومندان جنرال خلیل الله ضیایې رسنیو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې د نورو قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب دا ستونزه حل کړي .

د وسله والو طالبانو دوو قومندانو قاري سجاد او قاري ضیاالرحمن هم تایید کړه چې د دوی ملګرو دا قومي مشران تښتولي دي.ضیاالرحمن فرانس پریس اژانس ته په استولي ایس ایم ایس کې د قومي مشرانو د تښتولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.ده همداراز ویلي چې د دغو کسانو خپلوان د افغانستان په ملي اردو او ملي پولیسو کې شامل دي او د ځینو خپلوان له ناټو سره همکاري لري.نو ترڅو چې د دغو سپین ږیرو زامنو او خپلوانو له حکومت سره همکاري پای ته نه وي رسولې، دوی به برمته (۲۱ قومي مشران) خوشي نه کړي.ده همداراز وویل دا کار یې په دې خاطر وکړ چې دغو قومي مشرانو ته یې څو څو وار ویلي وو چې باید خپل زامن د ملي اردو او پولیسو له لیکو وباسي خو هغوی دا کار ونه کړ.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې یوه سیمه ییز دولتي مامور د نوم د نه ښوولو په شرط وویل چې طالبانو لومړی دا قومي مشران یوه جومات ته دغونډې لپاره وروبلل او له لنډو خبرو وروسته یې درست ونیول او نامالوم لور ته یې په مخه کړل.ده همداراز وویل چې له طالبانو سره خبرې روانې دي چې تښتولي قومي مشران او سپین ږیري خوشي کړي خو تراوسه پوري خبرو ګټه نه ده کړېSource: Taand.com

ډیوه رپوټ قندهار ـ  د  قندهار ولايت مرستيال والي لطيف اشنا د خالي په ورځ يو ځانمرگي بريد کې وژل شوى او پينځه کسان نور ژوبل شوي دي.
دوالي وياند زلمي ايوبي وئيلي دي  مرستيال والي لطيف اشنا دقندهار ولايت مرکز قندهار ښار کې هاغه مهال ووژل شو کله چې هغه دکار لپاره دخپل کور نه راووتو.
هغه وويل پيښه کې ژوبل شوي کسان يو نزدې روغتون ته وړل شوي دي.
سرچينې وائي په موټر سائيکل سور يو ځانمرگي تن په قندهار ښار کې  هاغه مهال  مرستيال والي په نخښه کړو کله چې هغه په يو کار پسې دخپلو دريوؤ ساتونکو سره په گاډي کې روان ؤ.
په قندهار کې دايساف ځواکونو يو مشر دنوم نۀ څرگندولو په شرط ځانمرگي بريد کې دمرستيال والي دوژنې پخلى کړى خو په دې حقله يې نور جزئيات نۀ دي ورکړي.
په کابل کې دامريکې سفير کارل اينکنبيري دقندهار دمرستيال والي دوژنې غندنه کړې او وئيلي يې تندلاريتوب ته دماتې ورکولو لپاره کيدونکې هڅې به په دغه رقم پيښو رامينځته کولو سره کمزورې نۀ کړل شي.

پښتونخوا  ۳۱جنوری ۲۰۱۱ ګل (دوشنبه):  پیښور کې د ځانمرگي برید په شمول دوه بمي چاؤدنې شوې دي، په نتیجه کې يي د پولیسو یو مشر چارواکې په شمول شپږ کسان وژل شوې دي.

رپورټونه وائې پاکستاني طالبانو د ځانمرگي برید پړه په غاړه اختسې ده چې ویل کیږي یو تنکې ځوانان ترسره کړې ده. تنکې هلک د ځان پورې تړل شوی بم د پولیس گاډې سره نزدې خلاص کړی، په نتیجه کي د پولیسو یو لوې افسر په شمول پنځه کسان اوژلی شول.

ځانمرگي برید کې د پولیسو سپرانټنډنټ رشید خان، د هغه ډرئیور، محافظ او دوه نور کسان وژلی شوې دي

د پولیسو خلاف په بله حمله کې د پیښور په مضافاتو کې د پولیسو یو گاډې سره نزدې بم خلاص شوی دی، په نتیجه کې یو پولیس چارواکی وژل شوی دی. په دغه چاؤدنه کې درې نور پولیس زخیمان شوې دي.رپورټونه وائې د تحریک طالبان پاکستان ترجمان اعظم طارق د ځانمرگې ذمه واري په  غاړه اخستې او وئیلې دي چې طالبانو د وړاندې نه وئیلې چې پولیس او امنیتي ځواکونه به په نخښه کوي

Source: Deewa radio

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته