(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داجمل بابا سره په عربستان کې (د بابادلومړي تلین په مناسبت)

[05.Feb.2011 - 11:55]

یادونه: د اجمل خټک بابا په لمړي تلين په مناسبت چې په ۷ فرورئ د خوشال خان خټک په کتابتون (لایبریرئ) اکوړه خټک کی نمانځل کيږي

 لیک :  زاهد بونېرے ۔ خېبرواچ

دا دکال۱۹۹۲ء خبره ده، د حج مياشت وه چې زه د مکې معظمې پاکستان هاوس کښې د مېلمنو د اوسانې غاړې ته د اجمل خټک بابا په تکل کښې ورغلم۔نن ددوي د د پاکستان نه د راتلو ورځ وه۔په يوه تمبه لګېدلي کاغذ ته مې پام شو چې په لويو رڼو ټکو يې پرې د اجمل خټک او مولانا کوثر نيازي نومونه ليکلي وو۔

زما دپاره  " اجمل خټک" يو افسانوي نوم وو۔  د خپل ماشوم والي د وخت نه  مې د اجمل خټک او سرۀ ډولۍ، اجمل خټک او انقلاب، اجمل خټک او د غېرت چغه  او اجمل خټک او پښتونستان خبرې اورېدلې وې۔خو نن چې زۀ د زلمي شعور خاوند وم، سياسي شعور مې لرلو، او دا چې زما د سياسي او قامي شعور په وده کښې د دې چغو او دغه شخصيت  ډېر لوئي لاس وۀ،  نن اجمل خټک د عوامي نېشنل پارټۍسرمشر او د سېنټ غړےوۀ، چرته مې ورسره مخامخ ناسته نۀ وه شوي خو د ليدو او اورېدو خواهش مې مدام کړےوۀ ـ  هم ددې مقصد د پاره مې ځان د جدې د پاکستاني قنصلګرئۍ نه د مکې مکرمې پاکستان هاوس ته بدل کړےوۀ۔

کوټې ته ورننوتم ، بابا په کټ کښې ملاست وۀخو ويده نۀ وۀ، سترګې يې غړېدلې، بره چت ته يې کتل۔  ما محسوس کړه چې بابا پروت  په مکه مکرمه کښې دےخو د فکر اسونه يې چرته بل ځائےزغلي ۔

با با ستړي مۀ شئ"۔  زما داواز سره بابا سمدست له کټه پاڅېدو، راغاړېوت او ښه شېبه يې په خپلې خوا پورې داسې ټينګ  نيولےووم ، لکه د مودو مودو راسې مې پېژني، يا لکه چې زما د راتلوپه انتظار ناست وۀ۔  دځان سره يې کېښنولم او تپوسونه يې رانه شورو کړل ۔بچيه د کوم ځائےنه راغلےيې ؟ 

ما وئيل !  په جده کښې يم ، نن سبا مې په حج مشن کښې ډيوټي ده او ستاسوخدمت ته حاضر شوم ۔  تپوس يې رانه اوکړو ، دلته نور پښتانۀملګري شته ؟  ما ورته ووئيل چې بابا په لکونو پښتانۀد عربستان په دې خاوره د مسافرۍ ژوند تېروي ، بلها په قام مئين زلمي د خوارۍ مزدورۍ سره سره تنظيمي کارونه هم کوي ـ  ددې سره بابا خپل څادر ته لاس کړو او راته يې وئيل ، " چرته دي،ځه چې تپوس يې اوکړو او جرګه ورسره اوکړو"ـ  ما ورته ووئيلچېبابا تاسو لږه دمه اوکړئ، ټول به اوينئاو ددې نه پس خو به ووائم  چې ترڅو اجمل بابا هلته وۀ، زۀد هغۀسېکتر وم ـ

د جدې ملګري مې د بابا د راتګ نه خبر کړل ۔په دې دوران کښې رانه بابا د تنظيم په اړه تپوسونه شورو کړل ـ  د بده مرغه په دغه وخت  کښې د جدې د اې اېن پي تنظيم په ټوټو کښې ويشلےشوےوۀ، ما پرې د بابا سره تفصيلي خبرې اوکړې او په ټول صورتحال مې خبر کړو، په دې غرض چې کله ملګري راشي نو تنظيمي معاملات به لازمي راوچتيږي نو چې بابا ورته په ذهني توګه تيار وي ـ  ما ورته ووئيل چې دې ځائےاول تنظيم دوه پرې شو، د دواړو غاړو ملګري په قام مئين خلک وو خو سياسي پوهه يې نۀ درلوده، په ذاتي او قامي ښېګړو کښې يې بېلتون نۀ شو کولے، د ذاتي او سياسي اختلاف په فرق نه پوهېدل او په دې ناپوهۍ کښې يې عزيزولۍ او سياست دواړه دلاسو وښوئيدل ـ کله چې د فکر خاوندان تنظيم ته راننوتل نو هغوي د روغې جوړې کوشش اوکړو خو ذاتي انا د دې کوششونو په لار کښې خنډ شوه ـ  کله چې د هغوي دسولېکوششونه ناکامه شو نو انتخابات يې اوکړل، بلې غاړې له يې د خبرو اترو بلنه ورکړه ، خو د چرګ پښې دوه نۀ شوې ۔

نن سبا هغه ملګري ، چې دفکر خاوندان دي او په سياسي مسئلواو  بحث پوهيږي ، هم د يوې ستونزې سره مخ دي ۔د دوي تر مېنځ فکري ناستې د اختلاف لوئےټکےدے۔کۀيو اړخ ته دا فکري ناستې د ملګرو ډېر ښۀتربيت کوي او په مختلفو سياسي، سماجي او معاشرتي مسئلو بحثونه کيږي خو دا خبره هم په خپل ځائےده چې کله په سياسي موضوعاتو ناستې کيږي نو ارومرو د ګوند سياسي تګلاره او پاليسۍ د بحث لاندې راځي، نو په مختلفو مسئلو د پارټۍ په سياسي درېځ نيوکې هم کيږي او ستائينه هم کيږي ـ د بېلګې په توګه د مسلم ليګ سره اتحاد ته څۀ ملګري په درنه سترګه نۀ ګوري او د هغوي خپل دليلونه هم دي، د هغوي وېنا دا ده چې کله فکري ناسته کيږي نو په ناسته کښې دې بحث ازاد وي او هر ملګرےد خپلې رائېپه څرګندولو کښې ازاد دے۔کۀڅوک ملګرےورسره اختلاف لري نو دا د هغه حق دے، البته په اولس کښې دې په هرحال د پارټۍ د فېصلې دفاع وشي، خو څۀملګري بيا د دې نظر سره اختلاف لري او د هغوي په اند د پارټۍ په پاليسۍنيوکه، کۀپه اولس کښې وي او کۀپه فکري ناستو کښې، د پارټې د ائين او ډسپلن نه سرغړونه ده ـ

کوم ملګري چې په ازاد بحث يقين ساتي، په دليل باور لري۔ د دليل په بدرګه خپل درېځ وړاندې کوي او د نورو دليل اورې او مني هم، د هغويوېنا ده چې پاليسيد وخت د ضرورتونو سره بدليږي رابدليږي او په خپلو ناستو کښې پرې بحث کول، رائې ورکول او اختلاف کول د کارکن حق دےاو دا چې داسې کول د منشور نه بغاوت نۀ دے، البته په اولس کښې به په هر حال د پارټۍ د هرې فېصلې دفاع کوو ـ

ما ورته ووئيل چې بابا نن ماسخوتن د دې ورستي موقف پلويان څۀملګري ستاسوليدو له مکې مکرمې ته راروان دي  بابا زما نه زما د خپلې ذاتې رائې او په ګوند کښې د پوزيشن تپوس وکړو، ما ورته ووئيل چې بابا ذاتې او سياسي ملګرتيا مې هم د دې ورستۍ ډلې سره ده،البته د پرو جمبو له کبله د تنظيمي ذمه وارو نه لاس په سر شوےيم او اوس د تنظيم غړےنۀ يم ـ  بابا زما په خبره ډېر خوشاله شو او سپارښتنه يې راتهوکړه چې تر څو د څۀروغې جوړې لار ګودر نۀ وي پېدا شوے،بايد زۀدې د چا په ننګ لاړ نۀ شمـ  بابا زما موجودګي د ځان لپاره په تنظيمي ډول نېک فال وګڼلوـ

د ماسخوتن د پارټۍ د کابينې څۀ غړي د خپل صدر نوشېروان خټک په مشرۍ کښې د بابا ليدو له راغلل ـ اوږده ناسته وشوه ۔د خېر پخېر نه پس په مختلفو موضوعاتو ښې ازادې خبرې وشوې، لکه د افغانستان حالات، د حل لاره، پښتونستان، پراسټرائېکا، ګلاسنوسټ ، امريکا، روس، مسلم ليګ، پيپلز پارټي، اې اېن پي،  تنظيم،منشور او ائين۔البته د پارټۍ په مقامي ستونزو هېڅ خبره ونۀ شوه  ـ زۀغلےناست وم، خدمت مې کولو او خبرې مې اورېدې ۔  د بابا د خبرې خاکه دا وه چې باچاخان به وئيل چې د جناح پاکستان مات شوےدےاو کۀپنجاب غواړي چې نوےپاکستان دې جوړ شي او ژوند دې وکړي نو د نورو ورڼو سره به ارومرو کښېني او خبره به ورسره کوي  او دا چې پنجاب هم اوس د دې ټکي احساس کړےدےاو هغه د نورو قامونو سره ناستې ته تيار دےاو د سياسي اختياراتو وېش ته هم جوړ دے۔  زمونږ کردار ومنلےشو، د ګوند خلاف دسيسې ودرېدلي دي نو مونږ دې په زور ولې ځان ته بلا لنګه کړو۔  مونږ خپل ائين او منشور نۀ دےپرېښودےاو د مسلم ليګ سره مو سياسي اتحاد نۀدےکړےبلکې انتخابي مفاهمت شوےدےـ  هغوي د پيپلز پارټۍ په بېوفائۍهم په تفصيل خبره وکړه۔

لکه چې مخکښې مې يادونه وکړه چې په قامي او عالمي دواړو اړخونو اوږد بحث وشوـ  دشوروي اتحادپه ړنګېدو بابا ووئيل چې ګڼ شمېر لاملونه دي خو يو لوئےسببيې دا هم وۀ چې په هغه ځائےکښې د يو کلن ماشوم دپاره چې کوم قميص ګنډلےشوےوۀ، ماشوم د لسو کالو شو، د شلو شو، د پنځوسو شو خو قميص يې بدل شو، نۀ ورته ګيندې او ټوټې لګول کېدلېنو ځکه دغهقميص وشلېدو۔

محفل ډېر خوندور او تر سحر د بانګهدوامي وۀ  ـ  بابا د دې ملګرو په ليدو او د هغوي په سياسي پوهه او په سياسي موضوعاتو کښې د دلچسپۍ او په قامي او عالمي سياست د هغوي د خبرتيا نه ډېر متاثره وۀ، چې ملګري رخصت شو نو راته يې ووئيل ما مدام دا کوشش کړےدےاو دا مې ارمان وۀ چې په هره سيمه د ګلانو بوټي نهال کړم  ـ د سعودي عرب تر حده مې دا ارمان پوره شو ـ

په يوه بله موقعه يې راته زما د يو سوال په جواب کښې ووئيل چې  افغانستان ته د تګ نه وړاندې يې ځائےپه ځائےڅۀ د ګلانو بوټي په دې خيال نهال کړي وو چې د دې نه به يوه ښکلېقامي ګلدسته جوړه کړي، خو حالات څۀ په داسې مخه واوښتلچې دويافغانستان ته لاړلاو د خپلو بوټو خصمانه ترېنهپه نيمه کښې پاتې شوه "او چې کله بېرته راغلم نو هر ګل ځان په يواځې سر ګلدسته ګڼلو، د هر يوه نه ليډر جوړ شوےوۀ"ـ

د بابا په سعودي عرب کښې د هلو ځلو داستان ېو ځانله موضوع ده چې په هغې به کۀ خېر وي چرته په بل مضمون کښې خبره وشي۔

مکه مکرمه وه او کۀ مدينه منوره ، زۀاو کوثرنيازي صاحب خو به اکثر ويده پاتېشو خو بابابه هر مانځۀله ځان حرم شريف ته رساوۀ۔ مازيګر به مونږ يو ځائےحرم شريف ته تللوـ  د راتلو سره خلک نفلونه وکړي،دعاګانې غواړي اوزمونږ به هم دغه معمول وۀخو د بابا خبره بېله وه ـ  د مانځۀاو طواف نه پس به  يوې غاړې ته غلےکښېناست، يو عجيبه شان کېفيت به يې وۀ، د ځانه او د جهان نه به ورک شان ښکارېدلوـ  ما د سعودي عرب په خپل ژوند کښې په حرمېنو کښې د تفکر دا انداز چرته د بل چا نۀ دےليدلےـ

يووارې هم دغه شان د ځانهورک شان ناست وۀ، ما ترې تپوس وکړو چېبابا ولې خپه شان ښکارې؟  ـ  بابا د حجر اسود غاړې ګڼې ګوڼې ته اشاره وکړه او راته يې ووئيل، بچيه!، دې خلکو ته فکر وړےيم  ـ  د دنياد ګوټ ګوټنه اسوده مسلمانان دې ځائےته راځي خو هر يو خپل غم راخيستےوي۔ د بل چا د تکليف او غم ورسره هډو احساس نشته ـ فکر وړےيم چې ايا د حج منشا او فلسفه هم دغه وه چې مونږ دې خپل ځانونه وژاړو او کۀ  دا چې مونږ د نړۍ له ګوټ ګوټه راغليخلک دې خپل ځان، انسانيت او نړۍ ته په ورپېښو ستونزو او کشالو صلاح وکړو، د حل يوه لاره دې ورله ولټوو او چې بېرته خپلو خپلو کورونواو خېلونوته ستانه شو نو چې خپل خپل قام دخپلې جرګې او مصلحت نه خبر کړو ـ

مونږ چې به کله هم د حرم شريف نه بهر ته راوتلو نو د بابا سترګو به چاپېره پښتانۀلټول، په شا شا به يې پسې کتل، موسکےموسکےبه شو او ماته به وئيل  'پښتون دے' ـ د دې نه ما اندازه لګوله چې دا سړےپه قام څومره مئين دےـ

يوه ورځ د پاکستان هاوس نه په څۀ کار پسې راکوز شوو،په لاره روان ووـ د سرک په غاړه يوې افريقايۍماشومې څادر غوړولےوۀ ، خواږۀشيان يې پلورل، بابا ورته څو څو وارې په شا وکتلاواخر بېرته پسې راغے، مخې ته ورته کښېناست ـ  ماشومه تکه توره وه، بابا به ورته کتل او موسکےموسکےبه کېدو، بيا ئې راله لپه د ماشومې په وړاندې د پرتو چاکلېټو او نورو خوږو شيانو ډکه کړه  راتهئې ووئيل دې ماشومې له پېسې ورکړه ـ

سوچ مې کاوۀچې بابا يو خوا دا وايي چې خواږۀشيان ورلهبد دي اوبل اړخ ته دا په دوړو ککړ او سخا په سخا څيزونه اخلي ـ  ما وئيل بابا چرته ښۀمارکيت ته به تلي وےاو د ښۀمعيار چاکلېټ مو به اخيستي وےخو بابا وئيل چې بايد ماشومې ته پېسې ورکړمـ  (د بابا ټولې پېسې به زما سره پرتې وې او زما په لاس به خرڅ کېدې)  ـ

ماښام چې کله خپلې کوټې ته راغلو نو بابا ووئيل چېدغه ماشومه چې سکول ته د تلو عمر يې دےخو په سرک ناسته ده چاکلېټ خرڅوي ـ  مطلب دا شو چې غربت يې سکول ته نۀ پرېږدي او خودداري يې د چا په مخکښې لاس غزولو ته نۀ پرېږدي نو موروپلار يې ورله دا کار کتلےدے  ـ  د داسې خلکو د مرستې يواځينۍ لار دغه ده چې سودا ترې واخيستل شي، ځکه چې هسې پېسې ورکول يې د خوددارۍ سپکاوےدےـ  پاتې شوه دا خبره چې هغه افريقايۍوه اوتورپوستېوه نو بچيه!يوه خبره ياد ساتهچېيو بنيادمتر هغه وخته پورې ښۀقام پرست نۀدے  تر څو چې په زړۀکښې د ټول انسانيت لپاره مينه او درناوےونۀ لري ـ  د خپل ځان او قام سره مينه او د نورو سره نۀ مينه يا کرکه د بربادۍ او تباهۍ لارې پرانيزي ـ

د حج ټول احکامات بابا په ښۀډول ترسره کړل خو دوه خبرو زه ډېر متاثره کړم ـ يود عرفې مېدان چرته چې زمونږ په شان خلک، چې حج او عمره کول ئېد معمول کار دے، ټوله ورځ په عرفه کښې ګرځيراګرځي ـ په دغه ورځ د پاکستان لوئےلوئےسياست مدار چې تعلق يې د سم لاسي سياسي ګوندونو سره وۀ، پخپله د مذهبي چارو وفاقي وزير او نورومذهبي مشرانو ټوله ورځ په ګپ شپ تېره کړه  خو  'کافر'  او  'ملحد'  اجمل ټوله ورځ په سجده پروت وۀ  ـ

 کوزې به پرېږدي ما پسې به مېخانې ګرځوي
 کۀ زاهدان شو خبردار د مېخوارۍ  نه  زما

 البته کوم څيز چې زۀتر هر څۀ زيات متاثره کړم او زما په ذهن يې نۀ ورانېدونکےنقش پرېښود، بلکې د بابا لهبرکته پخپله ما ته وخت او ژوند دغه موقع وبخښله او زما د ژوند لومړۍ او غالباً چې وروستۍ تجربه وهـ  کله چې پاکستاني حج پلاوي ته د روضهرسول(ص)تمبې پرانستل شوې او زۀهم د حج پلاوي سره د سرورکائنات(ص)مزار ته دننه ورننوتم نو عجيبه شان منظر وۀ، د يو عام  مسلمان  په حېث زما د جذباتو اندازه تاسو پخپله کولےشئـ  کله چې مونږ دننه ورننوتو نو زمونږ ټول مذهبي او سياسي مشرانو، چا په خاورو  ښکلولو شورو وکړه،څوک قبر ته په سجده پرېوتل، چا ورپورېسر او تندےمښلو، د چا له سترګو اوښکې روانې وې، عجيبه عجيبه حرکتونه يې کول، د سعودي پروټوکول افسرانو به بيا بيا منع کول چې داسې حرکات مۀکوئخو چا اورېدلـ  خو اجمل د ټولونهجدا ښکارېدو ـ  بابا  يو دېوال ته شا کړه اوډېر په عقيدت غلےودرېد، سر يې ښکته کړےوۀ،دواړه  سترګې يې پټې وې ـ  زۀورسرهپه خوا کښې هم د هغۀپه شان ودرېدم ـ  زما په اند په وجود خو بابا زما خوا کښې ولاړ وۀ ولېپه يقين سره وئيلےشم چې په باطني طور هغهپه هغه ځائےکښې موجود نۀ وۀـ   د اجمل بابا دا بردباري او وقار زما دومره خوښ شو او

دومره رښتونولي او عقيدت راته پکښې ښکاره شو چې زۀيې په ټکو کښې بيان نۀ شم کولےـ په بل اړخ چې مې خپل مشران او د مذهبي ګوندونو مشران په خاورو او د دېوالونو په ښکلولو او په دېوالونو پورې په ځان مښلو وليدل نو يوه ريا شان راته پکښې ښکاره شوه او بې اختياره د لېوني فلسفي غني خان دا شعر راياد شو چې:

د ريا سپي جوټه کړي دلربا له ورکول

په مدينه منوره کښې به هم لکه د حرم مکي، په عبادت کښې به بوخت وۀ اويا به غلےپه سوچونو کښې ډوب په وقار ناست وۀـ  په مسجد نبوي کښې يوه ورځ هم دغه شان په فکر کښې ډوب ناست وۀچې ناڅاپه يې سر راوچت کړو او ماته يې ووئيل:  زاهده !  د پاکستان د حج پلاوي ټولو غړو ته په پاکستان هاوس کښې د راټولېدلو بلنه ورکړه، څو مهمې خبرې ورسره کول غواړمـ  په پلاوي کښې د مختلفو سياسي او مذهبي ګوندونو مشران، سرکاري چارواکي، وزيران، سفيران او خبريالان شامل وو، ما ټولو ته  سحر د راټولېدو بلنه ورکړه ـ

بابا په اصل کښې دا خلک دې له رابلليوو چې په پاکستان کښې چې په هر لور د بې باورۍ او کرکې اور بل دے، نو ضرورت د دې خبرې دےچې مونږ پرېداځائےغور او فکر وکړو او د هواري  په لارو چارو يې خبرې وکړو او چې بېرته وطن ته لاړ شو نو خپل قام ته خپله اېجنډا کېږدوـدې ته اجمل بابا او کوثرنيازي د شپې په خپل بحث کښې د مشاورت او مصالحت نوم ورکړےوۀ۔

د غونډې اغاز يو پښتون مسلم ليګي مشر ددې نه وکړو چې اې اېن پي د پاکستان مخالفه ډله ده او پاکستان ماتول غواړي، په دې ماحول کښې په يوه قامي اېجنډا بحث نۀ شو کېدےاو ناسته بې له کومې نتېجې پاےته ورسېده ـ

دوويشت ورځې ډېر لوئےوخت دےاو ما چې په دې ورځو کښې د بابا په شخصيت کښې کوم وقار، بردباري، رښتونولي، عقيدت، مينه،سادګي، خاکسارياو خوږوالےمحسوس کړو، زۀ فکر نۀ کوم چې په بل کوم شخصيت کښې به  دا ټول شيان په يوځائےووينم  ـ 

دماشوموالي نه د اجمل بابا نوم او کردار زما لپاره افسانه وه خو چې کله ورسره کښېناستلم او مشغول شوم او ددومره نزدې نه مې وليدو نو هغهراته ټوله مينه مينه، سوچه پښتون، د ژور فکر څښتناوځواکمن انسان ښکاره شو  ـ 

د بابا په شخصيت کښې لوئےمېقناطيست وۀ، خبرو به يې سړےهپناټائز کاوۀ او دا ځکه چې څۀ به يې وئيل، د زړۀ د اخلاصهپه ساده ټکو او خوږه ژبه به يې وئيل ځکه چېپه هغه يې خپله کلکه عقيده او باور وۀ ، دغه وجه وه چې خبره به يې رسا د زړۀ تل ته کوزېده  ـ

څۀ خلک په مثال د اوړي وي د سړي پوستکےسيزي او څۀ خلک لکه  د ژمي په شان څرمن وچوي خو د اجمل بابا شخصيت لکه سپرلےوۀ، دهر چا سره خوشاله او هر څوک ورسره خوشاله  ـ

نن اجمل بابا د اکوړي په هديره کښې ويده دےخو د هغه فکرونه به تل ژوندي وي ـ يو ځل بيا د غني خان يو شعر راياد شو چې:

په قبرونو کښې پرتې دي لاس و پښې شونډې او ګوتې
څوک شي قبر جوړولےد دې سرو سترګو خمار له

انسان په خپل قد نۀ لوړيږي بلکې دا د هغۀفکرونه، خيالات او تصورات وي چې هغه لوړکړي۔ اجمل بابا ډېر لوئےشخصيت وۀـ تر څو چې دا دنيا ژوندۍ ده او غريب مخلوق ژوندےدے، اجمل بابا به ژوندےوي  ـ  انساني فکرونو له تر اوسه چا هديرې نۀ دي جوړې کړې تر څو چې د هغۀفکر نه بل ښۀ فکر نۀ وي راغلےـ  کۀ انساني فکرونه په قبرونو کښې ښخېدلےنو نن به د ارسطو او سقراط وجود نۀ وےـ 

عموماً دا ګيلې کيږي چې اجمل بابا خلکو ونۀ پېژندو قدر يې ونۀ شو، زما په اند اجمل د خلکو موضوع نۀ وۀ، بلکې خپله خلک او د هغوي کړاوونه د اجمل بابا موضوع وه او اهمه خبره دا ده چې هغۀ مونږ پېژندليوو او زمونږ قدر يې وکړو ـ

Zahid Buneray
KhyberWatch Network
www.khyberwatch.com
- زاهد بونېرے
بېرته شاته