(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کندهار کي ځانمرګي بريدونه ٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله

[12.Feb.2011 - 21:57]

په کندهار کي چاودنو او ځانمرګو بريدونو له ٦٠ زياتوکسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار راډیو:د کندهارد امنيې قومندانۍ مخي ته د زرنګار سالون په سيمه کي د څلورو ځانمرګوبريدونو او موټر بم چاودنو په پايله کي د ملکي وګړو په ګډون له ٦٠ زياتو کسانو تهمرګ ژوبله واوښته.

دغه خبري کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسوقومندان او د سرحدي پوليسو قومندان ماځيګر مهال د کندهار په مطبوعاتي مرکز کي د يوېخبري غونډي پرمهال وکړې.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي څلور تنه ځانمرګي بريد کوونکينن د کندهار د امنيې قومندانۍ مخامخ د زرنګار په نوم د ودونو سالون ته ننوتلي وه اوپر پاوکم دوولس بجې يې د کندهار د  امنيې قومندانۍ لور ته څلور راکټونه وتوغول چيدرې د امنيې قومندانۍ او يو  د کاکا سيد احمد د عالي لېسې پر تعمير ولګېدل.

والي وايې چي په سالون کي څلور سره ځانمرګي د پوليسو په ګوليو لګېدلي چي درې يېوژل سوي او يو بل  په زخمي حالت کي د پوليسو لاسته ورغلى دى.

هغه وويل چي په دې بريدونو کي ټولټال ١٥ تنه افغان ملي پوليس شهيدان او ٢٣ نورژوبل دي، دملي امنيت رياست يو تن ساتونکى شهيد او دوه نور ژوبل دي او همداراز دښوونځى د نهه زدکوونکو په ګډون ٢٥ تنه ملکي کسان ژوبل سوي دي.

نوموړي دغه بريد په شديدو ټکو وغندى او دا ډول بريدونه يې له اسلام او افغانيتڅخه ليري وبلل او کندهاريانو ته يې ډاډ ورکړ چي امنيتي ځواکونه به يې ډېر ژرتنظيموونکي ونيسي.

کندهار والي په دې بريد کي شهېدانو ته د فردوس جنت، زخميانو ته د عاجلي شفا اودوستانو او کورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.

په کندهار کي د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو قومندان پاسوال سالم احساسوويل چي مخالفينو د څلورو ځانمرګو بريدکوونکو تر څنګ په دې سيمه کي ٦ عرادې موټرونههم چاودني ته چمتو کړي وه چي درې يې چاودېدلي او دري نور يې ددوى له خوا شنډ سويدي.
هغه وويل چي دا مهال وضعيت خپل عادي حالت ته راګرځېدلى دى ولي امنيت ځواکونهلا په سيمه کي سته شتون لري څو د نورو مشکوکو موټرونو پلټنه وکړي.

ډیوه: بلخواپه ملاکنډ ايجنسۍ کې د خالي په سحر ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه درې عسکر ژوبل شوي دي.
يو پوځي وياند کرنل عارف خان وائي  د خالي په ورځ دملاکنډ په بټ خيله سيمه کې  امنيتي ځواکونو يو تن اودرولو او هغه ته دتسليميدو وينا وکړه چې په دې دغه تن په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد وچول.
 دچاؤدنې څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دموجودو تندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي دي.
 په امنيتي ځواکونو دغه بريد يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شو چې تيره ورځ پاکستاني پوځيانو دسوات او دير په گډه پوله دمومندو ايجنسۍ څخه سوات ته دتښتيدونکو تندلارو په ضد عمليات ترسره کړل او 11 تندلاري يې ووژل.
دغه ځانمرگى بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې څو ورځې وړاندې  دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې  هم په امنيتي ځواکونو يو ځانمرگى بريد ترسره شوى ؤ چې پکې د30ؤ څخه زيات پاکستاني عسکر وژل شوي وؤ
.

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته