(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بحرین او لېبیا کې د مظاهرو لړۍ دوام لري

[17.Feb.2011 - 22:43]

17.02.2011Deewa:

د تیونس او مصر د کامیاب اولسي انقلابونو وروسته اوس د عرب نړۍ نورو هېوادونو کې هم  اولس د شخصي حکومتونو او باچایانو پرضد مظاهرې کوي.
په بحرین ، یمن او لېبیا کې هم اولس د د ډیرې مودې نه ناست خپلو حکمرانانو پرضد مظاهرو باندې لاس پورته کړې.
د امریکې د څېړنو ادارې مډل ایسټ انسټیوټ کارپوهه مائیکل کولینز ډن وائي کوم څه چې په مصر کې وشو هغه څه به په دغه هېوادونو کې ونشي خو مصر کې پېل شوې احتجاج به مصر کې نه ختمېږي.
نوموړي ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل په عرب نړۍ کې چې اوس څه روان دي دا د 1989 م نه وروسته په لسېزه کې د یورپ کې شوي بدلونو په رنگ دي. ښاغلې ډن زیاته کړه د عرب نړۍ اولس د غېر جمهوري او شخصي واکمنو نه تنگ شوي دي . 

په بحرین او لېبیا کې د شخصي حکومتونو پرضد روانو مظاهرو کې دپولیسو او احتجاج کونکو تر منځ نښتې شوي دي.د بحرین پایه تخت مانامه کې د نښتو په مهال څلور کسان وژل شوي دي. ر پوټونه وایي مانامه کې پولېسو د سیاسی اصلاحاتو راوستو لپاره ورغونډ شوؤ په زرگونو مظاهرچیانو باندې تشدد کړی چې پکې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.مظاهره چیانو د مانامه په پرل چوک کې احتجاجي کېمپ لگولی وؤ په کوم باندې چې پولېسو د سحر وختي د اوښکو بهيونکى گيس او د ربړ گولۍ استعمال کړي. د نهې ورځې راهسې پېل شوو احتجاجونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول اکثر شېعه مسلمانان برخه اخلي. بلخوا د غربي مطبوعاتي ادارو نه ترلاسه شوي رپورټونه وایي په لېبیا کې هم د زیارت په ورځ مظاهره چېان حکومتي ځواکونو سره په نښتو بوخت پاتې شوي دي.
د لېبیا مخالفو ډلود زیارت ورځ د قار ورځ گرځولې ده. د مخالفو ډلو ویب پانړې وایي د هېواد دویم غټ ښار بن غازي کې پولېسو سره د نښتو په مهال شپږ کسان وژل شوي دي. د بشري حقونو سازمان هېومن رائټس واچ ویلي پولېسو لږ تر لږه 14  کسان نیولي دي. د لېبیا مشر معمر قذافي ملاتړو په پایه تخت ټرېپولي کې د نوموړی په حق کې مظاهرې کړي دي. د لېبیا صدر معمر قذافي 42  کالو نه په واک کې دی. د لېبیا جلا وطنه مخالفو ډلو مشرانو ،د لېبیا بشري حقونو غړو او نورو فعالینو د سوشل مېډیا یعنې فېس بوک او ټوئیټر د لارې د  لېبیا په اولس غږ کړی چې د قار ورځ کې برخه واخلي.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د زیارت په ویلي بحرین کې د حکومتی ځواکونو لخوا د مظاهرچیانو پرضد تشدد باندې سخت غم جان شوې دی.
نوموړي ویلی ټولو هېوادونه ته پکار دي چې د اولس بینادي غوښتنې ومني او د بشري حقونو سرغړونې نه کوي.

- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته