(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جلال اباد: دشهیدانو شمیره ۳۵ ته ورسیده

[20.Feb.2011 - 21:22]

20.02.2011 Sunday

د ننګرهار ولایت په مرکزیښار جلال آباد کې په بینک باندې شوې ځانمرگي حمله کې د شهیدانوشمیره ٣٥ ته رسیدلې ده. برید کې د ٧٠ نه زیات خلک زخمیان شوې ديددې نه وړاندې چارواکو په پیښه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره ١٨ ښودلې وه حمله د خالي په ورځ 19.02.2011جلال اباد کې دکابل بانک  په يوې څانگې شوې ده. اووه حمله کونکو چې ځانمرگي جاکټونه يي اغوستي وو او بمونه يي لرل، تر څو ساعتوپورې امنتي ځواکونو سره په ډزو کې بوخت وو

چارواکي وائي بريدکوونکو وړمبی  بینک مخې ته چاؤدنې وکړې او بيا يې په بینک بريد وکړو. دغه بینک ته د افغان پولیسو او پوځ تنخاگانې راځي. په حمله کې په وژل شوې کسانو کې امنیتي عسکر او عام خلک شامل دي.

د حملې ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې ده. دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي دهغوي دډلې جنگيالو هاغه پوځيان په نخښه کړي چې په بانک کې دتنخاگانې اخستو په غرض راټول شوي وو

هم د خالي په ورځ د تشدد په بله پیښه کې د اسټریلیا سره تعلق لرونکی یو عسکر او یو افغان ترجمان په ارزگان ولایت کې وژل شوې دي. د کال ٢٠٠١ راهسې د افغانستان کې د اسټریلیا ٢٣ عسکر وژل شوې دي. اسټریلیا واحد غیر نیټو هیواد دی چې افغانستان کې تر ټولو زیات عسکر لري

دنیټو د پوځونو له خوا په کونړ ولایت کی د بی ګناه ولسی وګړو د وژنی  په تائید د افغانستان صدر حامد کرزیوئیلې نیټو ځواکونو په دې ورستو ورځو کې  په کونړ ولایت کی  تر ٥٠ پورې ملکي کسان وژلې دي.

د اتوار په ورځ یو بیان کې حامد کرزیددغه وژنو غندنه کړې ده. چارواکې وائي وژنې تیره هفته په کونړ ولایت کې شوې دي

ددې نه وړاندې د کونړ والي یا گورنر فضل الله واحدي وئیلې ٦٣ کسان د نیټو په کاروائي کې وژل شوې دي چې زیاتره پکې ملکي کسان وو. ځائي چارواکې وائي په غازي آباد اولسوالۍ کې شوې د نیټو کاروائي کې ځمکنیاو هوائي ځواکونه شامل وو.

نیټو وئیلې د ملکي کسانو د وژنې په حقله د رپورټونو تحقیقات يي شورو کړې دي او سیمې ته يي تحقیقاتي ډله لیږلې ده. نیټو د یو ویډیو فلم په حواله وئیلې چې د کونړ په لرې پرته سیمه کې يي ٣٦ وسله وال کسان وژلې دي خو د نیټو ترجمان وئیلې چې د ملکې کسانو د وژنې په حقله يي کوم رپورټونه نه دي ترلاسه کړې

بلخوا پاکستاني طالبانو تحريک د پاکستان استخباراتي شبکې ائي ايس ائي  ديو پخواني مشر سلطان امير تارړ کرنل امام  دوژنې ويډيو جاري کړې ده

په دغه ويډيو کې دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود هم ښودل شوى دى
کرنل امام تير کال دمارچ په 25مه دائي ايس ائي ديو بل پخواني مشر خالد خواجه او يو برطانوي خبريال اسد قريشي ترڅنگ وروستو له هغې لا درکه شوى ؤ چې هغه دکوهاټ څخه شمالي وزيرستان ته روان وؤ
 وئيل کيږي په افغانستان کې دطالبانو دتحريک په پياوړي کولو کې سلطان امير مرکزي کردار لرلو
کرنل امام دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي څخه ريټائرډ شوى يو لوړپوړى چارواکى ؤ او هغه د1980 په لسيزه کې دامريکائي استخباراتي شبکې سي ائي اى سره په گډه دشوروي اتحاديې عسکرو ته دماتې ورکولو دپاره دافغان جنگيالو په روزنه کې مهم رول ترسره کړى ؤ

وئيل کيږي وروستو چې کله طالبانو په افغانستان قبضه وکړه نو په دغه مهال دطالبانو دمشر ملا عمراو نورو لوړپوړو طالب مشرانو سره هم کرنل امام کلکې اړيکې جوړې کړې وې
اوس اوس هغه دطالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ کړى ؤ خو وئيل يې چې هغه دتندلارو سره هيڅ رقم اړيکه نۀ لري
دکرنل امام سره چې تير کال طالبانو کوم خبريال نيولى ؤ هغه يې وروستو پريښودى ؤ خو  نيول شوى داستخباراتو دوهم لوړپوړى چارواکى خالد خواجه يې وژلى ؤ

دغه رازد پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سیمه کې د تندلارو خلاف عملیاتو کې ١٥ وسله وال وژلې دي.

د روئټر خبرې اژانسد رپورټ ترمخه تر ١٠٠ پورې وسله والو په مومندو قبائيلي سیمه کې د امنتي ځواکونو په یو پوسټ حمله اوکړه.

حمله په زیارت کې د نیمې شپې ورستو شوې ده او د ځواکونو لخوا په جوابي کاروائي ١٥ جنگیالي وژل شوې دي. د دواړو غاړو په منځ کې مقابله څو گنټې جاري وه.

د پیښې تصدیق، د روئټر ترمخه، سیمه کې  موجود حکومتي چارواکي مقصودخان کړی دی. هغه وئیلې ځواکونو ته د وړاندې نه خفیه اطلاع وکړی شوې وه چې د دوې په پوسټ حمله کیدونکې ده نو ځکه هغوي تیاری نیولی وو او د برید يي سخت جواب اوکړو.

روئټر وئیلې تیره میاشت په مومندو کې په ټیټه کچه کاروائیانو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ١٠٠ نه زیات جنگیالي وژلې دي

تیره ورځ د افغانستان  په ختيځ ولايت خوست کې دپوليسو په پوسته ترسره شوي  يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه نهه کسان شهیدانشوي او د30ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي
د خوست دپوليسو مشر عبدالحکيم اسحاق زي ددغه پيښې په حقله وئيلي دي شهیدان  شوي زياتره اولسي وگړي دي چې پکې درې ښځې هم شاملې دي.
دروغتيا دمحکمې يو چارواکى امير بادشاه وائي په دغه پيښه کې ديرش کسان ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
 اسحاق زي وويل په پوسته کې موجودو پوليسو ځانمرگى وپيژندو او په هغه يې ډزې هم وکړې خو هغه په بريد ترسره کولو کې بريالى شو.
په دغه بريد کې دوه پوليس عسکر هم وژل شوي دي.
بل لوري ته په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونه وائي په جنوبي افغانستان کې دجمعې په ورځ ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې يې يو عسکر وژل شوى دى  چې ورسره په تيرو دوؤ ورځو کې دوژل شوؤ عسکرو شميره دوؤ ته رسيدلې ده. دزيارت په ورځ ۱۷\۲\۲۰۱۱هم په ختيز افغانستان کې دتندلارو په يو بريد کې يو بهرنى عسکر وژل شوى ؤ.
سږ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ بهرنيو عسکرو شميره 47ؤ ته رسيدلې ده

Source:Deewa radio

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته